تاند/ شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۸مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت، بهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې پر یوه جومات شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن شنبه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې، پر لمونځ کوونکو او سپېڅلو ځایونو برید یو نهتوجیه کېدونکی او د غندنې وړ اقدام دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې، «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر مقدسو ځایونو بریدونه یو نه توجیه کېدونکی او د غندنې وړ عمل ګڼي.»
بلخي زیاته کړې چې، د یادې پېښې له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د کوهاټ ښار پر یوه جومات برید شوی، چې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.