تاند(چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۶ مه) د افغانستان دفاع وزارت نن (چهارشنبې) پاکستان د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې د افغانستان پر تاسیساتو په بې دلیله هوايي بریدونو تورن کړ او ویې ویل چې د پاکستان بریدونو ته یې ځواب ویلی دی.
د افغانستان دفاع وزارت دا اعلان وروسته له دې وکړ چې پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول وویل چې د افغانستان له لوري په ډزو کې لږ تر لږه یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو د ډزو تبادله د خیبرپښتونخوا د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې شوې ده، چې د افغانستان له پکتیا او پکتیکا ولایتونو سره ګډه پوله لري.
خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، پرون (سې شنبې) یوه بجه پاکستاني پوځیانو د پکتیکا ولایت انګور اډې بازار او کمیسارۍ ته ډروڼ الوتکې واستولې او بې دلیله یې په کمیسارۍ او نژدې امنیتي تأسیساتو ۴ بریدونه وکړل.
دفاع وزارت همداراز وايي، د دوی امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاکستان د هوايي برید په ځواب کې د پاکستاني نظامیانو پر قرارګاه او پوستې بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د دوی په وینا ځیني پاکستاني عسکر وژل شوي او یا ژوبل شوي دي او تأسیساتو ته یې هم سخت زیان اوښتی دی.
دفاع وزارت وايي، د پاکستان په بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو د ډزو تبادله د خیبرپښتونخوا د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې شوې ده، چې د افغانستان له پکتیا او پکتیکا ولایتونو سره ګډه پوله لري.
د جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې افغان ځواکونو د سېشنبې په شپه د ملکي وګړو پر کورونو «بېدلیله» ډزې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې په دغو ډزو کې یو ملکي وګړی وژل شوی، پنځه نور د هاوان د مرمۍ په لګېدو ټپیان شوي او ګڼ دوکانونه زیانمن شوي دي.
د نوموړي په وینا، د ډیورند کرښې په اوږدو کې پاکستاني ځواکونو ځوابي ډزې کړې دي او لا هم خپلو درنو ځوابي بریدونو ته دوام ورکوي.
خو پاکستان ابزور ورځپاڼې نن لیکلي چې پاکستاني پوځیان په خپلو پوستو کې د تیارسي په حالت کې دي.