Homeخبرونهافغانستان کې د تریاکو تولید ۵ برابره زیات شوی

افغانستان کې د تریاکو تولید ۵ برابره زیات شوی

تاند/ پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۷مه/ د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۶ کال کې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیات شوی دی.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د تریاکو د تولید کچه له شاوخوا ۳۰۰ ټنو څخه په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته لوړه شوې ده.

همدارنګه، د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکو مساحت ۳۳۰ سلنه زیات شوی او له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه څه باندې ۴۳ زره هکټاره ته رسېدلی دی.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د کوکنارو کښت د افغانستان ۱۶ ولایتونو ته پراخ شوی او د هېواد شمال ختیځه سیمه د کوکنارو د کښت پر اصلي مرکز بدله شوې ده.

د دغه دفتر اجرائیوي مشرې، مونیکا جوما، ټینګار کړی، چې بزګرانو ته د بدیل معیشت د فرصتونو له برابرولو پرته د کوکنارو د کښت دوامداره کمول ستونزمن دي.

د راپور له مخې، د دغې زیاتوالي سربېره، د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید کچه لا هم په ۲۰۲۲ کال کې د نشه‌يي توکو له بندیز مخکې کچې څخه ټیټه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...