پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبشعرنيلسن منډېلا ته! / اسمعيل لاروی

نيلسن منډېلا ته! / اسمعيل لاروی

د زندان له هرې شپې دې ستوري راوړل

افريقا دې زيړي لمر ته ور نږدې کړه

شين اسمان درسره وړانګې، وړانګي درومي

خپله لار دې د خدای ج در ته ورنږدې کړه

راڼه ستوري ستا په خاوره ټول را ټول شول

د تور پوستو، د سپين پوستو په سرونو

د حق لمر دې په اسمان ورته مسکی کړ

نور د عدل راورېږي په کورونو

دې دوزخ دنيا کې څومره نيکبختان وو

ستا د خاورې خلک واړه جنتيان شول

د چا برخه له چا زياته چېرته نه شوه

د پاچا په وړاندې ټول په يوه شان شول

اوس دې خلک ستا په نوم کوي وياړونه

د انسان له حده پورته لوی انسان شوې

د حق لاره دې تر پايه پورې کچ کړه

عجيبه وې، چې سرلوړی په زندان شوې

د لويې او د پستۍ د ېوال دې ړنګ کړ

د سپين پوستو، د تور پوستو خدمتګاره!

زنده ګي دې له انسان څخه قربان کړه

لاړې ته د عدالت تر لويه ښاره

د حق لاره دې تر پايه پورې کچ کړه

هر قدم دې په ايمان ايښی اتله!

زنده ګي دې مبارک شه، مبارک شه!

مرګ دې وواژه، اتله! تل تر تله

زما خاوره ستا د خاورې په څېر بويه

خو ستا لاره پکې چا پاللې نه ده

خلک ځي پکې په خپلو، خپلو لارو

ته وا حق ته، دلته لاره تللې نه ده

دلته جنګ دی او بدۍ دي او وحشت دی

په تبيعض او بدبيني انسان ودان دی

ستا په څېر ور پکې ټول عمري قيديان دي

زما ګران وطن اوس داسې يو زندان دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب