جمعه, مې 17, 2024
Homeکلتورخاطرهداسې هم ګټل کېږي «يوه خاطره» حبيب وقار

داسې هم ګټل کېږي «يوه خاطره» حبيب وقار

د زردالو د باغ ونو ډېرې غوماشې کړې وې. پيسې هم نه وې چې دوا ورته واخلم. بازار ته لاړم چې په پور يو څه دوا ورته راوړم. هر دوکاندار ته مې خپل عذر وړاندې کړ، خو يوه هم مرسته ونکړه. سخت مايوسه شوم، بېرته د کلي په لور را روان شوم، په فکرونو کې ډوب وم چې  يو کليوال مې په لاره وليد.

ترې ومې پوښتل

 چېرته ځې

 له يو کس سره مزدورۍ ته ځم

د ورځې په څو کار کوې.

راغبرګه يې کړه:

 په ۳۰ زره افغانۍ

هغه وخت د شنو افغانيو زمانه وه

ما ورته وويل که ښې چيغې وهلی شې زه نن ۴۰ زره درکوم.

راسره ويې منله.

کور ته لاړم، د موټرو په يوه اوسپنيزه ګيلنه مې چې د واکسينو ډبې ته ورته وه، د سره صليب سره نښه رسم کړه، تورې عينکې او يوه توره کورتی مې هم پيداکړه يوه پيک لرونکې خولۍ مې په سر کړه، بوټونه مې هم لږ ښه رنګ او پاک کړل، لنډه دا چې ځان مې لپ او جپ کړ.

ګيلنې ته مې يو متر پيپ او يوه پېچکارۍ پيداکړه.

ګيلنه مې نيمه له اوبو او نيمه نوره هم له شړومبو ډکه کړه چې اوبو ته يې ښه رنګ ورکړ، په مالګه مې يې هم خوند ښه ور جوړ کړ.

دواړه روان شوو، د رود د غاړې له کليو تېر شوو، هېڅ چيغه مو ونکړه، ملګري ته مې ويل چې د غرونو د لمنو کليو ته بايد لاړ شو، دلته د سیند د غاړې په کليو کې مو چل ول کار نه ورکوي.

د غرون د لمنې یوې درې ته ورسېدو، نور نو مې ملګري ته ويل چې چېغې کړه چې چرګو ته واکسين ورکوو.

د موسسې واکسين دي، اوس وخت کې چرګموري ډېره شوې، که مو چرګان واکسين نه کړئ، ټول به مړه شي او خدای مه کړه داسې نه چې ناروغي يې تاسې هم ونيسي. بله دا چې دا واکسین د هګیو لپاره ډېر ګټور دي، که څوک خپلو چرګانو ته دا واکسین ورکړي، هره ورځ به یې چرګانې هګۍ اچوي.

کليوال مې په رښتيا هم په چيغو کې ډېر تکړه و، له هرې چيغې سره به يې سپين سرو ښځو له هر کوره ۵، ۷ او ۱۰ چرګې او چرګان را وويستل، ډېر مصرف مو هم نه پرې کاوه د هرې چرګې په خوله کې مو ۵ څاڅکي واکسين اچول بيا به مو يې ښځو ته ويل چې دا چرګه به که خدای کول تر کال پورې له هګيو ونه درېږي. د هرې چرګې مو ۵ زره افغانۍ ترې اخيستې.

غرنۍ سيمه وه کله به چې له کورونو پناه شوو په واکسينو (شړومبو) به مو خپله تنده هم ماتوله، خو لنډه به يې درته ووايم ورځ مو له نيمايي يو څه ور اړولې وه، جيب کې مې ۱۸ نيم لکه شنې افغانۍ وې. ملګري ته مې يې خپله ۴۰ زره  روزانه او څه انعام ورکړ نور مې د زرداليو د دوا پاشۍ لپاره پيسې ګټلې وې.

ګرانو لوستونکو فکر مو وي چې کوم وخت په داسې ګیلنو ونه غولېږئ.

يادونه: د ولسي شاعر ښاغلي حبيب الرحمن مظلوميار له يادښتونو څخه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب