له درېم ټوک څخه
د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور
بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې
د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و، ترې لاندې د خاورو ډېرۍ پرته وه، د کتابونو هغه ډکه المارۍ چې د کوټې کونج ته یې ډډه لګولې وه، پړ مخه پرته وه، په مټې خوارۍ مې له ځمکې را پورته کړه، کتابونه باران او تورو لوګو خوړلي او دوړولي وو، هر کتاب مې چې را اخست له ګوتو سره مې دوړېده، له دې کتابونو وړاندې تر نمجنې خاورې لاندې د یو کتاب څنډه ښکاره شوه، په ډېر پام مې را وایست، د کتاب رنګ الوتی و، دستي مې یې له مخه په ګوتو او د څادر په پیڅکه خټه وتوږله، مخ یې ښکاره شو، همدومره مې ولوست: یون
ترې لاندې یې لیکلي وو: حمزه شینواري
دا کتاب خطاطي شوی و او د قبایلو وزارت پر سپين درانه کاغذ خپور کړی و، د کتاب پر لومړي مخ مې خپل لاسلیک او څو توري پیدا کړه، دومره یې را ته جوته کړه چې دا کتاب مې د پل باغ عمومي پر تړه د متعلمۍ پر پیسو اخستی و. په سترګو مې توره تیاره خپره شوه، ګرد وهلی او باران ځپلی کتاب مې سینې ته جوخت ونیو چې کله مې پرانست، نو په لاس کې مې ترمې ترمې لاړ.
نور هغه کتابونه چې ما د متعلمۍ او محصلۍ پر پیسو اخستي وو، هغه یو هم د کتو نه و، داسې کوم کتاب پاتې نه و چې زما او استاد صمیم پرې ښه وشي. د ملنګ جان کتابونه خو لا له وړاندې لوټ شوي وو، لوټګرو ورسره زما نور کتابونه هم لوټلي وو.
دا څیزونه د وړولو نه وو، ملا مو ور ته وتړله، ټول مو په یوه کوټه کې را ټول کړه او څه مو په یوه وړه پسخانه کې ور ټول کړل، له شاوخوا ګاونډیانو نه مو ایکې همدا یو ګاونډی پاتې و، دی په خټه او سټه د همدې ځای و، د خوځېدو نه و، ځوان زوی یې نثار نومېده، هغه زموږ پر کور هم پام کاوه، دادمحمد کاکا هم د مرګ شېبې شمېرلې، هغه را ته ټټر وواهه:
– داسې فکر وکړه چې تاسې دلته پراته یاستئ، که زما جنازه یې وایسته، بیا به ستاسو کور هم تللی وي.
کاکا دادمحمد ته مې وویل:
– دا دوه سیټه څوکۍ خو واخله، کور ته یې وېسه، دلته خرابېږي.
پر ټول کور یوه پېړۍ تېره شوې وه، ونې ټولې ببرې مبرې او څه په ملا راماتې شوې وې.
د شاتوت هغې ونې ته ودرېدم چې په لپو لپو تور اوسره توت به مې ترې خواړه، څانګونه یې وچ شوي وو.
د مڼو ونې، مرسل او ګلابونو لښتې ایره شوې وې، له کوره بهر ووتم چې شاوخوا څار وکړم او خپل تېر یادونه ونمانځم، پخواني پلونه ټول ورک وو، چپه چوپتیا وه، له ورایه مې یو موټر سایکل تر نظره شو، ور ته ودرېدم، یو پلن وسله وال پرې ناست و، شاته یې یو تنکی سپینه خوله هلک کېنولی و، زه وترهېدم، خو وسله وال ښه و، له سپینخولي سره بوخت و، زما له څنګه په شغ تېر شو.
له کوڅو او شاوخوا د سویو کړیکو او وینو وږم راخوت، د چهلستون هغه سمسوره لمنه او ځواني ایره شوې وه، له هغه ډک کوره چې څه لوټ شوي وو او څه چې پاتې وو، هغه بادو باران وهلي وو، ایله مې یو دېوالي ساعت چې ببۍ(مور) به تل پاک ساته او ډېر پام به یې پرې کاوه، هغه مې راواخیست، د ساعت وړه ستنه پر پنځو او لویه یې په منځۍ کنګل وهلی ولاړه وه.