تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۴ مه) د افغانستان د سنوکر فدراسیون پخوانی مشر وحیدالله اصغري کابل ښار ته نژدې د ناپېژاندو وسلوالو په برید کې وژل شوی دی.
د سپورټ او بدني روزنې ادارې ویاند الله محمد مشواڼي د جمعې په ورځ دا پېښه تایید کړه او ویې ویل چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي، خو د برید د څرنګوالي په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د سپورټ ځینو چارواکو د اصغري وژل کېدا «خواشینوونکې» بللې او ویلي یې دي چې هغه د خپل کار په موده کې په افغانستان کې د سنوکر د ودې لپاره مهمې هڅې کړې وې.
ځینې سرچینې وايي، اصغري د کابل د قلعه فتحالله په سیمه کې له خپل کور سره نژدې ورک شوی و او وروسته یې مړی عدلي اورګانونو کورنۍ ته سپارلی، خو دا معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، او طالبانو ویلي چې د عاملانو د پېژندلو هڅې روانې دي.
ځایي رسنیو راپور ورکړی چې د هغه له وژل کېدو وروسته د ملي سنوکر سیالیو د انتخابي پړاو سیالۍ هم ځنډول شوې دي.
کابل ښار کی بیغیر له طالبانو نور څوک سلاح ګرځولی شی؟ طالب حکومت وایی عمری عدالت دی او امنیت کاملا ټینګ شوی حال دا چی په رڼا ورځ خلک تښتول کیږی او بیا یی مړی همدا حکومت کورنی ته سپاری. لعنت مو پدی اسلامی حکومت شه له امنیت سره ـ