ځاى: انلاين
نېټه: 2024/9/22
ګډونوالې: 21
وړاندې کوونکې:نظیفه ستانکزۍ
راپور: شبانه پوپلزۍ
د افغان ښځو انلاين ادبي بهير ٥٦مې غونډې موضوع د ټولنې او ادبياتو پر تړاو ځانګړې شوې وه. په دې غونډه کې ګډونوالو پر دې بحث وکړ، چې ادبيات له ټولنې سره څه اړيکه لري؟ ايا ادبيات د ټولنې د اصلاح لامل کېداى شي، زموږ په ادبياتو کې څومره ټولنيزې ستونزې را اخيستل شوي دي؟ څومره زموږ ليکوالو او شاعرانو د ټولنې اصلاحي اړخ په نظر کې نيولى دی؟ په غونډه کې دا او دې ته ورته پوښتنې مطرح شوې، چې د ګډونوالو له خوا پرې بحث وشو.
نعيمې غني په دې اړه وويل:
ادبيات د نورو ذوقي هنرونو په څېر د انسان د ورځني ذوق او ودې په تړاو وده کوي. انسان ممکن د خپلې ذهني بوختيا په موخه ادبيات وپنځوي، خو که دا ورسره د خپل محيط او چا پيريال مطالعه ونه لري، نو ښه ادبيات به ونه پنځوي، يا هم ممکن دا ادبيات پر خلکو دومره اغېزه ونه کړي.
همدا پېښه زموږ له ادبياتو سره هم شوې، زموږ ادبياتو لکه څنګه چې تمه کېږي هغسې ځاى نه دى موندلى. دلته ممکن ډېر لاملونه لکه د خلکو د سواد کچه، لږ مطالعه، د ژوند نورې ستونزې او سر خوږى هم شامل وي، خو يوه پوښتنه چې د ليکوال يا هم شاعر ذهن ته بايد راشي او فکر پرې وکړي دا ده، چې موږ په خپلو پنځول شويو ادبياتو کې څومره د خلکو ستونزې، ذهني بوختياوې او ژوند منعکس کړى؟
زما په اند زموږ د ادبياتو د نه لوستل کېدو لامل دا نه دى، چې موږ ښه ليکوال/له نه لرو يا هم ښه ليکل نه شو کولاى، بلکې زه وايم چې زموږ هنر، ادب او ټول ذوقي مسايل د سر سري مسايلو په خدمت کې دي او د ژوند ژورو ته پام نه کوو.
موږ د ادب په وسيله خپله ټولنه بدلولاى شو، خو که له دوى څخه وليکـو او د دوى په ژبه وليکو، فکر کولو ته يې اړ باسو. که زموږ د ټولنې د ادبياتو په وسيله وده نه دى کړې، يو لامل يې دا دى، چې موږ د خپلې ټولنې د حقايقو له راسپړلو څخه لاس اخيستى. موږ د ټولنې غلط باورونه نه دي ننګولي، او بالااخره موږ خپلې ټولنې ته لوړ معيارونه نه ټاکو، تر څو هغوى د دې معيارونو د پوره کولو هڅه وکړي.
نظیفه ستانکزۍ په دې اړه وايي:
زما په اند اوس خلک له مطالعې او ادبياتو ډېر ليرې دي. دا خپله ډېرې منفي اغېزې لري، چې ورو ورو ټولنه هم منفي لور ته بيايي. اوس مهال زموږ د ټولنې وګړي تر ډېره هڅه کوي، چې له غربي نړۍ تقليد وکړي، دا چاره زموږ د خپل فرهنګ د له منځه تلو لامل کېږي او زه تر ډېره خپل فرهنګ د له منځ تلو په حال کې وينم.
زه د اوس او پخوا په خبرو او مجلسونو کې ډېر توپير وينم، پخوا به خلکو خبرې او مجلسونه ډېر کول، چې اوس دومره نه سته. کېداى شي لامل يې دا وي، چې اوس خلک ډېر په ټولنيزو رسنيو کې بوخت دي. دا مجلسونه د دې لامل کېداى شي، چې موږ په خپلو پنځونو کې د خپلو سترګو ليدلى حال او د ټولنې ستونزې وړاندې کړو، چې له دې حقيقت سره ځينې وخت تخيل هم مل وي.
ګلالۍ مومند و ايي:
ادبيات کولاى شي يوه ځواکمنه وسيله و اوسي، تر څو ټولنيزې ستونزې روښانه او څرګندې کړي. ليکوالان تر ډېره د خپلو اثارو له لارې ټولنې ته کتنه کوي او د ټولنيزو نا انصافيو او ستونزو په اړه خبرې کوي. دوى د خپلو کړنو له لارې د ټـولنيزو ستونزو انځور وړاندې کوي. ځينې کړنې ممکن له بېوزلۍ، تعصب، يا ټولينزې نا برابرۍ سره لاس وګريوان وي، چې د لوستونکو په زړونو کې د دې ستونزو په اړه ژوره همدردي او پوهاوى را منځته کوي. بېلابېل ژانرونه لکه تاريخي ناولونه، يا خيالي کيسې د ټولنيزو ستونزو مختلف اړخونه راسپړي. د بېلګې په توګه مارګريټ اټووډ په The Handmaid,s Tale کې د ښځو د حقونو په اړه جدي پوښتنې پوښتنې راغلې دي. په افغانستان کې روان حالت هم ورته حالت دى. داسې ليکوالان/ نې او شاعران/ نې شته چې د ښځو او نجونو اوسنى حالت په خپلو شعرونو او کيسو کې انځوروي او په ټولنه کې عنعکاس پيدا کوي.
ادبيات د هرې دورې ټولنيزې ستونزې منعکسوي او د ټولنيزو مسٸلو شمېر ډېر اوږد دى. ځينې عام موضوعات چې په ادبياتو کې ډېر تر سترګو کېږي، لکه د نژاد پالنې، جنسيت پالنې او تعصب په اړه ډېرى اثار ليکل شوي. د ټوني موريسن د نژادپالنې په اړه اثار او د ورجينيا وولف د جنسيت پالنې په کارونه، ډېرى ليکوالان د واک او ټولنيزو ستونزو سيستمونو په اړه خبرې کوي. لکه اورويل او کافکا چې په خپلو اثارو کې د واک د فاسديدو او د افرادو د فشارونو تصويرونه وړاندې کوي. خلاصه دا چې ادبيات د ټولنې يوه هينداره ده او همدارنګه د بدلون يوه وسيله ده. ليکوالان له خپلو کيسو او اشعارو څخه د ټولنيزو ستونزو په اړه د پوهاوي او بحث له پاره کار اخلي.
که دا د نابرابرۍ انځور وي، همدردي را پورته کول وي، يا د فساد پر ضد يو غږ وي. ادب د ټولنې د پرمختګ له پاره نه جلا کېدونکى رول لري.
معصومه غرنۍ وايي:
ادب او ټولنه سره داسې اړيکې لري، چې د دواړو وده د يوه او بل په اړيکو پورې تړلې ده. د ادب پوهانو په اند ادب خپله د ټولنيزو ژوند هينداره ده، چې په هغې کې د ټولنې انځور وړاندې کېږي.
استاد روهي ليکي: “هماغسې چې يو نيالګى د خپلې ودې له پاره خاورو، اوبو، او لمر ته اړتيا لري د ادب بڼ هم ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګي شرايطو ته اړتيا لري.”
د ادبياتو پنځونکي خپله د ټولنې يو فرد دى، چې د ژوند واقيعتونه په هنري بڼه وړاندې کوي. شاعر او ليکوال هڅه کوي، چې د ټولنې ناخوالې او پېښې د خپل فکر او ادب په بڼه بېرته ټولنې ته وړاندې کړي، چې اصلاحي بڼه ولري. شاعر او ليکوال د ټولنې د سمون په موخه له ادب څخه د يوې وسيلې په توګه کار اخلي، تر څو وکولاى شي خپل پيغام په اغېزناکه توګه ټولنې ته ورسوي.
شبانه پوپلزۍ:
د ادب ژبه اغېز ښندونکې ده، نو ځکه د ټولنې پر وګړو تر عادي خبرو ډېر اثر لري او کولاى شي په ټولنه مثبت رول ولري. که يو شاعر يا نثر ليکونکى نثر ليکي، بايد دا موضوع په نظر کې ولري، چې د دوي پنځونې پر ټولنه څه مثبت رول لوبوبلاى شي.
په پښتو ادبياتو کې داسې ډېر اثار شته، چې د ټولنې د اصلاح لامل کېداى شي او پر دوى مثبتې اغېزې کولاى شي. که موږ د نصير احمد احمدي ناولونو ته وګورو ټول زموږ د ټولنې ريښتيني انځورونه دي، چې په هنري ژبه د ټولنې ناخوالې، نا دودي او نيمګړتياوې وړاندې شوي دي.
که د الفت صيب هنري ليکنې او شعرونه ولولو دا به راته څرګنده شي، چې الفت صيب د ټولنې نيمګړتياوې بيان کړي هغه نيمګړتياوې چې ده په خپلو سترګو هره ورځ ليدلي په انتقادي ژبه يې بيان کړي دي. پر دې سربيره نورو ډېرو ليکـوالو او شاعرانو داسې اثار پنځولي، چې اصلاحي بڼه لري، پر ټولنه مثبتې اغېزي لري.
هيله پسرلی:
ګومان کوم دا بحث مهم خو ډېر پراخ دی که یې په مشخصو موضوعاتو وویشو ممکن لا دقیق بحث پرې وکړی شو. که سوال دا وي چې ایا ټولنه پر لیکوالې اثر کوي که نه؟ موږ تخیل له زمان او مکانه نه شو جلا کولی. ټولنه او زمانه دواړه د لیکوالې پر کار او فکر اثر کوي. که د ټولنې له انځورولو، تصور دا وي چې لیکواله به زنده باد او مرده کوي، دلته یوه تخنیکي خبره مطرح ده، هنر په نهایت کې د انسان له دایمي مسایلو سره سر او کار لري لکه مرګ، ژوند، تنهايي…نو که خپل کار ډېر زیات د یوې مفکورې په غندلو یا لمانځلو کې محدودوو دا خطر شته چې کار مو د هنر له ماهیته لېرې شي. ممکن دا سوال مطرح شي چې ټولنه داسې کیسو او شعرونو ته چې بد پکې غندل کېږي او اصلاحي بڼه لري لا ډېره اړتیا لري. دلته بیا د شخصي انتخاب مسله ده. ولې لیکل کوو؟ ایا هدف مو دا دی چې کیسه ولیکو که مو هدف دا دی چې ټولنه بدله کړو او د خپل فکر مخالفان وغندو؟ که د دې سوال ځواب دا وي چې غواړم کیسې ولیکم بیا نو ګومان کوم عالي ادبیات هغه نه دي چې د یو مشخص فکر خاوندانو ته خوند ورکوي. په عالي ادبیاتو کې د مختلفو فکرونو خلک ځان ویني نو ځکه هم عالي اثار د یوې ټولنې په بدلون کې نسبت شعاري اثارو ته ممکن لا ډېر مهم او ژور رول ولري.
داسې نه ده چې کیسه لیکواله به فکر نه لري یا به د خپلې زمانې په هکله نظر نه لري خو دا نظر دومره محدود نه وي چې له یوې مشخصې زمانې وروسته دې ارزښت ونه لري. مثلا، تولستوی په خپلو ناولونو کې د روسیې پر اشرافي طبقې نقدونه کوي او د اخلاقو په هکله نظریې لري خو د خپل وطن یا اخلاقو په هکله د ده فکر د ده داستان او هنر نه محدودوي. مثلا، د تولستوی په یوه مشهور ناول جګړه او سوله کې یوه اصلي کریکټره ناتاشا ده. د ناتاشا د عشق په سفر کې تولستوی د رښتینې میینې وعظ کوي او دا درته وايی چې د ده له سترګو کوم سړی او ښځه د واقعي مینې لایق دي. خو کیسه او د کریکټرونو بدلون په داسې انداز او هنر کېږي چې کریکټر او داستان د پیغام قرباني کېږي نه او لوستنونکی وايي چې باید همداسې شوي وای.
د غونډې په ورستۍ برخه کې مشاعره وشوه.
د مشاعرې په برخه کې شفيقې خپلواک، سلګۍ غزل او مينا نظري خپل غزلونه وړاندې کړل.