پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهد احصایې ملي اداره؛ په میزان میاشت کې ۴زره بهرني سیلانیان له...

د احصایې ملي اداره؛ په میزان میاشت کې ۴زره بهرني سیلانیان له افغانستانه راغلي

تاند (یکشنبه د عقرب ۶مه) ‏د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان کال په تلې یا میزان میاشت کې ۳ زره او ۹۴۰ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.

خبرپاڼه کاږي چې ۴۳۳ تنو د تاریخي سیمو د لیدلو او پاتې نورو بیا د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی.

د طالبانو د حکومت ‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې دغه راز زیاتوي، چې د روان کال په تلې یا میزان میاشت کې په ټول هېواد کې ۱۴۴ زره او ۸۴۰ برېښايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د تذکرو ډېره برخه په کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، او بلخ ولایتونو کې وېشل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب