یکشنبه, نوومبر 10, 2024
Homeخبرونهافغان الف لوبډله د آسیا ایمرجېنګ جام اتله شوه

افغان الف لوبډله د آسیا ایمرجېنګ جام اتله شوه

تاند ( یکشنبه د عقرب ۶مه) د ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ پای لوبه کې افغان الف لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه او دغه ستره بریا یې په خپل نوم کړه.

افغان لوبډلې په دې لوبه کې د صدیق اتل په زړه پورې توپوهنې سره دغه اتلولي خپله کړه.

سریلانکا لومړی توپ وهنه وکړه او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۴ منډو هدف ورکړ.

افغانستان لپاره بلال سمیع ۳ او غضنفر ۲ سریلانکایي لوبغاړي وسوزول.

افغان لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوزېدو یاد هدف پوره او اتلولي خپله کړه.

صدیق اتل تر نورو ډېرې ۵۵ منډې ترسره کړې، کریم جنت ۳۴ او لوبډلمشر درویش رسولي ۲۵ منډې ترسره کړې.

صدیق اتل د ټورنمنټ د زیاتو منډو جوړونکي مقام هم لري، چې ټولې ۳۶۸ منډې ترسره کړې.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله د دې جام اتلولي ګټي.

1 COMMENT

  1. الحمد لله دا خو د ډېرې خوشالۍ او وياړ خبره دی چې د هېواد اتلانو د اسيا جام پايلوبه وګټله او اتلولي يې خپله کړه.
    دوی ته او ټولو هېوادوالو ته مبارکي وايم او الله تعالی دې زموږ شاه زلمي او اتلان په راتلونکې کې په هر ډګر کې سرلوړي او بريالي لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب