Homeخبرونهخامنه ای؛ پر ایران د اسرائیلو د برید په اړه دې څوک...

خامنه ای؛ پر ایران د اسرائیلو د برید په اړه دې څوک مبالغه نه کوي

تاند (دوشنبه د عقرب ۷مه) د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌ يي خبرداری ورکړی چې پر هېواد یې د اسراییلو د برید په اړه دې نه “مبالغه” کېږي او نه دې د “برید اغېز کم” ښودل شي.

اسراییلو د اکتوبر پر ۲۶مه پر ایران ځوابي هوايي برید وکړ.

د ایراني چارواکو په وینا پکې دوه سرتېري وژل شوي دي.

خامنه‌ يي د اسرائیلو په برید کې د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته په وویل چې اسراییلو د هغو بریدونو په کولو “ناسم اټکل” کړی دی.

نوموړي د ایران پر حکومت غږ کړی، چې د ایران پر وړتیا پوه شي او د اسراییلو بریدونو ته “پوره ځواب” ووايي.

په ورته مهال تهران له (سوېس) څخه غوښتي چې په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه ور وغواړي.

اسراییلو د تمې برعکس، په هوايي بریدونو کې د ایران اټومي تاسیسات یا د تېلو مرکزونه نه دي په نخښه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...