جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه تېره یوه میاشت کې تر ۹۵ زره ډېر کډوال افغانستان ته...

په تېره یوه میاشت کې تر ۹۵ زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

تاند (دوشنبه د عقرب ۷مه) د کډوالۍ برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، چې په تېره یوه میاشت کې ۹۵ زره ۲۴ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاده اداره زیاتوي، چې دغه شمېر کډوال له ایران او پاکستان نه ستانه کړل شوي دي او له یادو هېوادونو یې د ساتنې کارتونه یې هم ترلاسه کړي دي.

د دې سازمان،ږ په وینا په دې خدماتو کې رواني سلامتیا، ټولنیز ګډون، له ماشومانو ملاتړ، له ښځو ملاتړ او پالنه یې، له پاکوالي نظارت، د کورنیو ارزونه، داوطلبانه راګرځېدنه، پر بیا راتګ څارنه او یو شمیر نور شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستان نه راغلي کډوال روان ژمي او خپلې بې وسۍ ته ځورېږي.

دوی وایي د ژمي په درشل کې له سختو مشکلاتو سره مخ دي چې چټک لاسنیوي ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب