جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهازبکستان، اویبک عثمانوف افغانستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه

ازبکستان، اویبک عثمانوف افغانستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه

تاند(دوشنبه د عقرب ۷مه) دنیا خبري رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان نوی ټاکل شوی سفير اويبک عثمانوف کابل ته رسېدلی دی.

عثمانوف له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې په پاکستان کې د ازبکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړي له ۱۹۹۸ ز کال راپدېخوا د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت په ګډون په مرکزي دفتر او نړیوالو ماموریتونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.

د سرچینې په وینا عثمانوف په مصر کې هم د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۲ ز کال پورې د ازبکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تېر شوی دی.

عثمانوف په افغانستان کې د یادګار شادمانوف ځای ناستی شوی، چې له ۲۰۱۲ څخه یې تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د ازبکستان د ګټو ساتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب