پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+ښه شعر | حفيظ الله بشارت‎

ښه شعر | حفيظ الله بشارت‎

کله چې د یو څه د ښه والي خبره کېږي، نو د اخلاقیاتو خبره حتمي پکې مطرح ده؛ ځکه یو شی یوازې ښه نه دی، د ناښه والي یا بدوالي اړخ هم لري. د شعر او په ټوله کې د هنر اړوند د ښه والي قضیه ځکه د شاربلو وړ نه ده چې اصلن هنرونه په تېره بیا شعر ناښه والی لري نه، ځکه کله چې شعر بد وي، په هېڅ صورت شعر نه شو ورته ویلی. موږ دلته ځکه د شعر د ښه والي پر قضیه تم کېږو چې زموږ اکثرو ته د شعر او نه شعر تر منځ تفکیک مبهم غوندې ښکاري او دا يې لا نه ده درک کړې چې شعر د ښه والي و بدوالي په تله نه تلل کېږي، شعر، شعر دی او کله چې له شعریته ولوېږي، په شعار، وچو خبرو او معر بدلېږي.

ادبپوهانو او ادبي کره کتوونکو د شعر معلومولو لپاره د لوستونکو ذوق مهم بللی دی. دوی د لوستونکو ذوق په درېیو کټګوریو وېشلی او د درېیمې ډلې ذوق يې د ښه هنر لپاره په مثالونو کې وړاندې کړی دی.

اول، ټيټ یا د عامو لوستونکو ذوق. په دې کټګورۍ کې معمولاً بې سواده او کم سواده یا ابتدايي لوستونکي او یا هغه کسان راځي چې د خپلې کوڅې او ګاونډ وزن برابروونکی کس ورته شاعر ښکاري. دا ډول کسان خپل احساسات او ذوق په همدغه ډول شاعرۍ کې اوبولی شي.

دوه، عالي ذوق. په دې ډله کې تر ډېره هغه کسان ځای مومي چې مطالعه یې پراخه او ډېره وي، عالي ادبیات او هنرونه یې ژور مطالعه کړي وي او معمولاً یې داسې شاعري خوښېږي چې د ښه ذوق لوستونکي يې هم عمق ته په اسانۍ نه شي ورکوزېدای. دا ډله لوستونکي ایډیال لوستونکي وي او ډېر کم پيدا کېږي.

درې، د عیني او واقعي لوستونکو ذوق. په دې ډله کې د هغه لوستونکو ذوق شاملېږي چې د یوې پنځونې د ښه و بد معیار پرې تللی شو. د دې کټګورۍ ذوق ځکه مهم دی چې نه دومره اوچت وي چې په هر ښه شعر دې د ناښه ټاپه سرېښ کړي او نه دومره لوېدلی وي چې هر شعار او معر ته دې د شعر نوم ورکړي. د دې ډلې د لوستونکو ذوق ته ځکه اهمیت ورکول کېږي چې ښه، ژور، عیني او واقعي لوستونکي پکې راځي، د ډېر ښه او سطحي لوستونکو صنف ته یې نه شو وراچولی؛ منځنۍ او د تعادل پر نقطه ولاړه ډله یې بللی شو.

د شعر او نه شعر پر تفکیک ډېر څه ویل شوي، خو موږ دلته د شعر اړوند پر هغه تعریفونو او نظرونو تم کېږو چې د شعر “ښه والی” څه ناڅه پکې مطرح شوی.

هنرونه د انسان له ذوق سره تړاو لري او هغه څه چې په ذوق پورې اړوندېږي، تعريفونه یې هم د ژوند د معنا غوندې انسان په انسان بدلېږي رابدلېږي. د شعر د تعريف په اړه هم کره کتوونکي یوه خوله نه دي، خو د شعر په اوسني او ټولمنلي تعريف کې تقریباً موږ د يوه شعر د ښه والي ټول اړخونه په ګوته کولی شو: “شعر په آهنګینه ژبه کې د فکر او تخيل له عاطفي تړونه رغېدونکی شکل دی.”

که یې له همدې تعريفه راپیل کړو، دا پېژندنه راته وایي چې ښه شعر څلور اساسي رکنونه لري: آهنګ، تخیل، فکر او عاطفه. مطلب دا چې: له دې څلورو پرته یو شعر، شعر نه پاتېږي او په دې څلورو کې که یو شعر حتی يو ونه لري، ښه شعر نه شو ورته ویلی. ځینې کره کتوونکي په دې نظر دي چې که یو شعر له دې څلورو عناصرو یو، مثلاً آهنګ ونه لري، بیا هم ښه شعر پاتې کېدای شي. په مثال کې به یې اوسنی نثري شعر راواخلو، منثور نظم اصلن د کوم خاص آهنګ پيروي نه کوي، خو بیا یې هم ځينې شعرونه تر شاهکارونو کم نه دي، د دې نظر خاوند نقادان په دې اند دي چې د شعر په خواصو کې ډېر مهم یې عاطفه او تخيل دي او که له دې دوو پرته یو شعر ایکي یو هم ونه لري، نه یوازې ښه شعر نه شو ورته ویلی، بلکې له شعریته هم غورځي. د دوی په اند چې: شعر يو باعاطفه او مخیل کلام دی.

په شعر کې د عاطفې په اړه مو د مولانا جلال الدین محمد بلخي دا نظر د عاطفې په ارزښت لا ښه پوهولی شي چې: “که پېچلي ترین علمي مفاهیم هم د شاعر په ذهن کې عاطفي رنګ واخلي، کېدای شي چې عالي او لوړ شعرونه ترې جوړ شي او برعکس که ډېر طبيعي او له انسان سره اړوند مفاهیم هم له عاطفې خالي وي او د علمي منطق پر بنیاد تصویر شي، شعر نه ترې جوړېږي.”

کولریج د شعر يو تعريف دا هم کړی چې: ” شعر د شدیدو عواطفو ناببره فوران دی.”

موري بیا عاطفه نه یوازې د ښه شعر يو رکن بولي، بلکې باعاطفه شاعر ته هم د ستر شاعر لقب ورکوي: “ستر شاعر د ژوند په باره کې د نتایجو د لاس ته راوړلو لپاره هڅه نه کوي، بلکې په هغه کې یو کیفیت تشخیصوي. د ده عواطف چې په یو بل کې یې تداخل کړی، ورو ورو په ده کې یو عادت رامنځته کوي. ځينې پېښې او شيان په ده باندې له نورو زیاته اغېزه کوي او زما په پوهه دا دې شاعر د تجربې اسلوب عاطفي بنسټ دی.”

په پښتنو شاعرانو کې هم موږ هغه شاعر د ستر شاعر په حیث پېژنو چې په شعر کې یې د عاطفې څرکونه ښکاري، په مثال کې یې پښتو معاصر شاعر اشرف مفتون راوړلی شو. د نوموړي اړوند د ډاکټر درمل دا نظر بېخي ښه چک لګوي چې: “مفتون مطلق حُسن یادوي او د شرقي ذوق له دايرې بهر د داسې یوې ښکلا ستاینه کوي چې د یوه افريقايي ذوق هم تخنولی شي او همدا شاعري په عاطفي لحاظ لویه شاعري ده.”

له عاطفې، آهنګ او تخيل ورهاخوا په شعر کې د فکر اړوند هم دوه ډوله نظرونه شتون لري: د “هنر د هنر لپاره” د ډلې لارویان په دې نظر دي چې ښه شعر یوازې یو شعر دی او باید له ښکلا پرته نور څه ونه لري. په دې ډله کې د وېکټور هوګو دا نظر ډېر مشهور دی چې وایي: “که هنر له ښکلا پرته نور څه ولري، زموږ په فکر له سره هنر نه دی.” د هنر د هنر لپاره د نظريې خاوندان د هنرونو پر ازادۍ باور لري او دوی ته د شعر ښه والی په دې کې پروت دی چې مستقل وي.

موري دوګورمون په دې اړه لیکي: “شعر باید د ژوند د اړتیاوو او معيارونو تابع نه کړو. د ګلاب ګل څوک د دې لپاره نه خوښوي چې د هغه اوبه دې سترګو د درمل په توګه استعمالېدای شي، بلکې د دې لپاره یې هم خوښوي چې ګلاب ښکلی دی او ښکلا پخپله يو مستقل ارزښت دی.”

د بایزید بسطامي اړوند هم دا خبره مشهوره ده چې یو کس ورته ویلي وو چې ستا خبرې اکثره وخت پر منطق نه وي برابرې. ده ورغبرګه کړې وه چې: آیا ته په نړۍ کې په موجود تمام علم عبور لرې؟ سړي منفي ځواب ورکړی و. بسطامي ورته ویلي وو: نو زما خبرې هم د علم له هغې برخې سره اړیکه لري چې ته لا نه یې ترې خبر.

د دې برعکس بیا د “هنر او ادب د ژوند لپاره” لاروي ادعا کوي چې ادبيات باید یو عالي پيغام حتماً ولري. دا ډله باور لري چې د هنر اغېز تر بل هر علم زیات وي، لوستونکي يې هم پرېمانه وي؛ ځکه نو يو هنري اثر باید له ښکلا ورهاخوا له ځانه سره یو ښه پیغام او فکر هم ولري. په دې اړه د بېدل دا نظر چې: “ښه شعر معنا نه لري.” یو اعلی مثال دی. د بېدل په اند یو ښه شعر دومره ډېرې معناوې لري چې اصلن يې سړی معنا نه شي پيدا کولی، مطلب دا چې: “په شعر کې د لفظ معنا له هغه څه نه چې په قاموس کې یې راوړې، زیاته او د قدرت بیان یې ډېر دی.” کله چې د شعر د معنا خبره کېږي، حتمي فکر د پیغام طرف ته هم اوړي، ځکه هېڅ معنا پرته له فکره او پیغامه معنا نه لري.

پلیخانوف یوه جمله لري، دی وایي چې: “هنر او ادب باید هغه څه ترسیم او تجسیم کړي چې اجتماعي انسان ورسره علاقه لري او نااراموي یې.” اجتماعي انسان معمولاً له یو ډول فکره او پیغامه ډېر متاثره کېږي او هغه فکر یې نااراموي چې په ده کې د یو حرکت و خوځښت روح پوکولی شي. د دې نظريې خاوندان نه یوازې دا ادعا کوي چې شعر دې یو فکر رهنمايي کړي، بلکې ټینګار یې په دې هم دی چې ښه شعر په دې کې بيا هغه دی چې هنري ابهام يې غښتلی وي او د دې خبرې مصداق موږ ته د پل والري په دې جمله کې ښه روښانه کېدای شي چې: “فکر باید په شعر کې داسې پټ وي، لکه غذايي خاصیت چې په مېوه کې پټ دی. مېوه هم غذا ده، مګر لذیذه چې د خوړولو په وخت کې بې له لذته د بل شي احساس نه کوو، خو بدن ترې غذایي ماده اخلي او دغه غیر محسوسه غذا په لذت کې پټه ده.”

د شعر په اړه له عناصري نظرونو ورهاخوا د شعر د ښه والي په اړه ځینې داسې عمومي خبرې هم شته چې کولی شو د يو شعر د ښه والي لپاره یې امثالهم وکاروو. مثلاً: عین القضات همداني شعرونه له هېندارو سره تشبېه کړې دي. د ده په نظر ښه شعر لکه هېنداره داسې دی چې شخصي تجربو پکې داسې عموميت پيدا کړی وي چې هر لوستونکی پکې خپل ځان او تجربې لیدلی شي.

په دې اړه د محمد رحیم الهام دا نظر هم بې جوړې دی چې: “شعر یوازې د شاعر د احساس بیان نه دی، د هغو نورو کسانو د احساس بیان هم دی چې له شاعر سره څه ناڅه پکې شریک دي، خو شعر نه شي لیکلی.”

ډاکټر محمد فتوحي بیا ښه شعر له هنري ابهامه مالامال پدیده بللې ده، داسې پدیده چې غوټې یې حتی په یوه زمانه کې هم له سپړلو لرې پاتې شي او ښه شعر یې د شاعر له باطني نړۍ ډک بللی دی: “د شاعر ادراک تر عوامو ډېر ژور دی، ځکه نو د شاعر نړۍ د عوامو تر نړۍ پراخه ده. شاعر له دروني او مبهمې نړۍ سره د بېروني او سرسري نړۍ په پرتله زیاته اړیکه لري، ځکه نو د روح د ژورې او مبهمې نړۍ رازونو ته ډېر نیږدې دی. شاعر چې له نړۍ سره ژور تړون لري، کولی شي چې د ژوند، انسان او نړۍ معنا او راز په ژوره توګه درک او تصویر کړي. شاعر دا وړتیا لري چې مشترکې ناويلې جمعي تجربې داسې تصویر کړي چې په ټولو زمانو کې د تطبیق او تعمیم وړ وي.”
د ځینو نورو په اند ښه شعر له واقعیت او پوهې سره کومه خاصه اړیکه نه لري، دوی وایي چې ښه شعر یوازې پر انساني تجربو اتکا وي. په دې اړه د لارنس پرین دا نظر بېخي پر ځای دی چې: “شعر له واقعیتونو او علمي تجربو سره اړیکه نه لري، بلکې پر انساني تجربو ولاړه ماڼۍ ده چې ژوند ته مو لا ډېر ورنیږدې کوي.”

سرچینې:
١- درمل، احسان الله: (١٣٩٧). شعرستان، دوهم چاپ. کندهار. بېنوا فرهنګي ټولنه.
٢- غضنفر، اسدالله: (١٣٩٣). جادوګر هنر، اول چاپ. جلال اباد. مومند خپرندویه ټولنه.
٣- روهي، محمد صديق: (١٣٨٩). شعر پېژندنه، دوهم چاپ. کابل. صميم ادبي ټولنه.
٤- له ایراني شاعر، علی آذر سره له یوې مرکې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...