د پلار له مرګه مي کلونه تېر سول، خو داسې احساسوم لکه پرون چې ئې ښخ کړی وي او سیوری ئې زما له سره ایسته سوی وي.
د هغه وینه اوس هم زما په رګو کي بهېږي او یادونو ئې تر اوسه زما په ذهن کي ځالي جوړي کړي دي.
غږ یې لا هم زما په غوږونو کې انګازې کوي، او مینه یې زما د وجود یوه برخه ده.
پلار مې یو زحمتکښ سړی و، د ژوند هر درد دروند پېټی ئې پر اوږو اخیستی و او د هغه نازک وجود لمر سوزلی و.
مګر هغه د ژوند له هر غم درد لوږې تندې یخ او لمر سره مبارزه کوله وه، خو هیڅکله یې ماته نه منل او خپل ماشومان یی سختۍ ته نه ورکول. هغه زموږ لپاره سیوری و، د ژوند د تودو سیلیو، د باران د سختو څپو، او د زمانې د تریخوالي پر وړاندې هسک ولاړ وو.
هغه به همېشه ویل:
“لورې، که زه نه وم، ته به څه کوې؟”
ښه مې په ياد دي چې یوه شپه ما دا پوښتنه ورڅخه وکړه. موسکی سو، لاس یې زما پر سر کېښود، او په ارامه یې راته وویل:
-زه تل له تا سره یم، که څه هم ته به مې ونه وینې، خو زما دعا به له تا سره وي، زما مینه به ستا د زړه یوه برخه وي، او زما یادونه به ستا په ذهن کې ژوندي وي.
ما وخندل او په بېغمه زړۀ مې وویل:
-بابا، ته به هېڅکله نه ځې، ته تل راسره یې.
زه هغه مهال د پوهنتون د لومړي کال زده کړیاله وم، د کندهار په ګڼه ګوڼه کې مې د درسونو، کورنۍ، او کار تر منځ توازن پیدا کاوه. د جمهوریت وخت و، او موږ د راتلونکي لپاره زرګونه خوبونه درلودل. زه یوه مصروفه نجلۍ وم، سهار به پوهنتون ته تلم، غرمې وروسته به مې وظیفه ترسره کوله، او بیا به مې تر ناوخته درسونه ویل. ژوند چټک و، ما د سبا لپاره هڅه کوله، او هېڅ تصور مې نه درلود چې یوه ورځ به زما اسمان چپه سي.
ما تلویزیون ته کتل، مور مې په لمانځه ولاړه وه. د قران توري یې د شونډو سره ورو ورو لوستل، د خونې فضا یې روحاني کړې وه. زه د فلم په صحنو کې ورکه وم، هېڅ تصور مې نه درلود چې څو شېبې وروسته به زما ژوند بدل سي.
ناڅاپه د مور موبایل زنګ وواهه. شپه وه، ورور مې زنګ وهلی و. زړه مې درزا واخېسته. ولې د شپې ناوخته؟ ما غوښتل چې موبایل غلی کړم، خو زنګ بیا راغی.
مور مې سلام وګرځاوه، مخ یې موبایل ته سو، زنګ یې پورته کړ.
-الو؟
یوه شېبه چوپتیا، بیا ناڅاپه د مور رنګ تک سپین سو، شونډې یې وچیچلې، سترګې یې رډې راووتې.
-نه! نه! یا الله!
یوې خوا ته یې چیغه کړه، لاسونه یې بې سېکه سول، او پر مصلې ولوېده.
-مورې!
زه په منډه ورغلم، موبایل یې له لاسه ولوېد، د ورور مې غږ لا هم د تلیفوني کرښې بل سر ته و:
-بابا مړ سو… .
زما د نړۍ اسمان چپه سو. د پښو لاندې مې ځمکه ونه درېدله. سترګې مې تورې سوې. زړه مې ودرید، دنیا راباندې راتاو سوه، پښې مې سستې سوې، د مور د ژړا غږ مې په غوږو کې د بمونو غوندې انګازې وکړې.
-دا څنګه ممکنه ده؟ بابا څنګه مړ سو؟
زه له ځانه بېخبره وم، نه پوهېدم چې باید څه وکړم. لاسونه مې یخ سول، سترګې مې تورې سوې. د مور ژړا مې زړه څیرلو، خو زه هماغسې ولاړه وم، لکه یو مجسم، لکه یو بېحس وجود.
نه پوهېږم څو ساعته، څو ورځې، یا څو میاشتې زه له ځانه ورکه وم.
د پلار خونه هماغسې پاتې وه، بستر یې د هغه له عطرونو وږمو سره هغسې خوشبویه و، د ساعت غږ یې لا هم ورو ورو اورېدل کیدی مګر پلار می نه وو خو د ده د ژوند نښه وه، هر ځای ته چې مې کتل، هلته به مې د هغه سیوری لیده، خو کله چې به مې لاس وروړ، یو تشي وه، یو غیاب، یو نهشتون چې هیڅ شی یې نسوای ډکولی.
سبا یې جنازه وه. خلک راتلل، تسلیت یې ویلو، هر یوه یې زما پر اوږو لاس ایښود، خو ما احساس نه درلود. ما د پلار غږ اورېده، زه هغه وینم چې لکه پخوا را ته موسکی دی، خو نه، هغه لاړ.
ما مې پلار ته ویلي ول چې ته به هېڅکله نه ځې، تل به راسره یې.
خو زه تېروتې نه وم.
د پلار له مرګه وروسته، زموږ سرپرستي مور ته پاتې سوه. هغه چې خپله د غمونو غرونه یې پر اوږو و، اوس زموږ هم د زوی، هم د لور، هم د پلار، او هم د مور رول لوباوه.
شپه به وه، موږ به ویده سو، خو مور به بیداره وه، دعاګانې به یې کولې، زموږ د سبا لپاره به یې فکر کاوه. که څه هم موږ خپل پلار له لاسه ورکړ، خو مور مو د یوه پیاوړي غر په شان زموږ تر شا ودرېده.
نن چې کلونه تېر سوي، زه لا هم د پلار سیوری احساسوم. کله چې له کوره وځم، د هغه زوړ چنار ته ګورم، چیرې چې به ناست و، او د ژوند کیسې به یې راسره کولې. کله چې له ستونزو سره مخ سم، د هغه نصیحتونه مې ذهن ته راسي.
یوه ورځ د پلار خونې ته ورغلم. هر څه هماغسې وو، لکه ده چې پرې ایښي وو. د کټ پر سر یې تسبیح ایښې وه، هغه تسبیح چې تل به یې په لاس کې وه، د الله نومونه به یې پرې شمیرل. څنګ ته یې د ده زوړ انځور ایښی و، چې موږ سره یې اخیستی و.
انځور ته مې وکتل، پلار مې راته موسکی و، هماغسې لکه پخوا.
زه ورته ودرېدم، تسبیح مې په لاس کې ونیوله، هغه عطر یې لاره چې د پلار له لاسونو سره یو ځای سوی و. زړه مې راډک سو، سترګې مې له اوښکو ډکې سوې، خو ناڅاپه مې د پلار غږ تر غوږو سو:
-لورې، که زه نه وم، ته به زما ځای نیسې.
زه پوه سوم، چې پلرونه مري، خو د هغوی سیوری پاتې کېږي. او کله چې پلار له دنیا لاړ سي، نو مور د هغه سیوری سي، چې تر پایه خپل اولادونه تر وزر لاندې نیسي.
زه اوس هم د پلار غږ اورم، د هغه عطر احساسوم.
پای،