والاستریت ژورنال: د ایران پر فضا د اسراییل د هوایي برلاسي له کبله وخت د اسرائیل په ګټه دی
والاستریت ژورنال په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي: اوس چې د ایران ډېری هوايي دفاعي سیستمونه له منځه تللي، حتی زړې جنګي الوتکې لکه F-16 هم د اسرائیل له یرغلیز ځواک سره یو ځای شوې دي.
په مقاله کې راغلي، د ایران د لویدیځو سیمو او حتی تهران پر فضا د برلاسي له امله، اسراییلي الوتکو ته دا فرصت برابر شوی چې د اوږده واټن ګران بیه توغندیو پر ځای، د ایران له فضا څخه بمونه ووروي.
والاستریت ژورنال دا موضوع د روسیې یو مهم ضعف ګڼي، او وایي همدا وجه ده چې جګړه یې له اوکراین سره درې نیم کاله اوږده شوې، او اوس د مځکنۍ جګړې په کندو او سنګرونو کې راګیره ده.
په مقاله کې ویل شوي چې پوځي طراحان له څو لسیزو راهیسې وایي:
«که د فضا کنټرول ترلاسه شي، دا معنا لري چې هر څه تر کنټرول لاندې دي.»
په داسې حال کې چې روسیه او اوکراین دواړه هوایي برلاسي نه لري، خو د ایران او اسرائیل ترمنځ په جګړه کې، دا برلاسي اسرائیل ته دا چانس ورکوي چې په خلاص لاس هغه سیمې بمباري کړي چې هوایي کنټرول یې لري.
والاستریت ژورنال وايي چې د اسرائیل لومړني هوایي بریدونه د پنځم نسل جنګي الوتکو F-35 په واسطه، چې رادار یې نه شي کشف کولی، ترسره شول. دغو امریکايي الوتکو ته په خپله په اسرائیل کې ارتقا ورکړل شوې ده.
اوس چې د ایران هوايي دفاعي سیستمونه سخت زیانمن شوي، زړې الوتکې لکه F-15 او F-16 هم په بریدونو کې ګډون کوي. اسرائیل د لنډ واټن هدایتشویو بمونو کارول هم پیل کړي، چې هم ارزانه دي، هم زیات شمېر لري، او هم ډېر ویجاړوونکي اغېز لري.
د والاستریت ژورنال شنونکي وایي، تر دې دمه د اسرائیل د عملیاتو د پرمختګ څرنګوالي ته په کتو، لږ تر لږه په لنډمهاله توګه، وخت د اسرائیل په ګټه روان دی.