پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهمتقي د اسراییل د حملو په اړه د ایران له باندنیو چارو...

متقي د اسراییل د حملو په اړه د ایران له باندنیو چارو وزیر سره خبرې وکړې

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۶ مه) د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ا.ا.ج. د بهرنيو چارو وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي سره د ايران او اسراييلي رژيم ترمنځ د وروستي وضعيت په تړاو ټيليفوني خبرې وکړې.

ښاغلي متقي د ایران پر خاوره د اسراييلي رژيم هوايي بریدونه، چې د نظامي مرکزونو ترڅنگ، د خلکو استوګنې سیمې هم په نښه شوي، وغندل او دغه بریدونه یې د نړیوالو قوانینو سرغړونه او د ايران د ملي حاکميت نقض وباله.

مولوي امير خان متقي له ايراني ولس سره په دې سخت وضعيت کې خپله خواخوږي څرگنده کړه.

د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان له لارې په سعودي عربستان کې د پاتې ايراني حجاجو د خوندي لیږد په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

همداراز د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي له ټيليفوني تماس څخه د متقي د ستاينې ترڅنگ په خپلو خبرو کې پر ایران د اسراييلي رژیم د بریدونو په اړه  د طالبانو د اسلامي امارت د دريځ مننه وکړه.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د انتقال په اړه د اسلامي امارت په ډاډ ور کولو خوښي وښوده.

سيد عباس عراقچي دغه راز افغانستان د یوه ملاتړي او خواخوږي هیواد په توگه د ایران یو ښه گاونډی هیواد یاد کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...