تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۶ مه) تازه جزییات:
د اسراییل او ایران تر منځ د نښتو څلورمه ورځ، د دوشنبې ورځ، د جون ۱۶مه (د غبرګولي ۲۶مه) د ورځې (سهار) له لومړیو ساعتونو سره سم ایران د حیفا او تلابیب ښارونو پر لور، توغندويي بریدونه پیل کړل.
په داسې حال کې چې دواړو خواوو تېره شپه پر یو بل توغندي تبادله کړل، نړیوالې ټولنې پر دیپلوماسۍ او د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی دی.
ایران نن سهار مهال په خپلو بریدونو کې په اسرائیل کې د تېلو یو چاڼځای په نښه کړ، چې له امله یې د بریښنا شبکې یوه برخه زیانمنه شوه.
نتانیاهو وایي د خامنهيي ویشتل به جګړه پای ته ورسوي
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي، که د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنهيي وویشتل شي، نو دا به د روانې جګړې پای وي، نه دا چې دا شخړه نوره هم زیاته کړي.
نتانیاهو دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ له امریکايي تلویزیوني شبکې ABC News سره په یوه مرکه کې وکړې. دا خبرې د امریکايي رسنیو د هغو راپورونو په غبرګون کې وې، چې ګواکې ډونالډ ټرمپ د خامنه يي د وژلو په اړه د اسراییل له پلان سره مخالفت کړی دی.
نتانیاهو د یکشنبې په ورځ هم د فاکس نیوز په یوه مرکه کې د ورته پوښتنې په ځواب کې ویلي و چې دی دې بحث ته نه داخلیږي.
خو دا ځل یې ABC ته وویل:
«اسرائیل به هر څه چې پکار وي وکړي.»
سپاه پاسداران د تلابیب اوسېدونکو ته د تخلیې خبرداری ورکړ
د ایران سپاه پاسداران د دوشنبې په ماښام د اسرائیلي پوځ له خوا د تهران د درېیمې ناحیې د تخلیې تر خبرداري وروسته، ورته اقدام وکړ او د تل ابیب اوسېدونکو ته یې خبرداری ورکړ چې له دې ښاره ووځي.
په دې اعلامیه کې چې د سپاه له لوري خپره شوې، راغلي:
«په راتلونکو ساعتونو کې د ایران وسلهوال ځواکونه، لکه څنګه چې په تېرو ورځو کې د تلابیب په ساحه کې عملیات ترسره کړي، یو ځل بیا د صهیونیستي رژیم پر نظامي تأسیساتو برید ته چمتو دي.»
اعلامیه زیاتوي:
«ستاسې حضور په دې سیمه کې ستاسې ژوند له خطر سره مخامخ کوي.»
اکثره اسراییلیان د برید په مهال د خېر زنګ له غږېدو سره سم تر مځکې لاندې خوندي ځایونو ته پناه وړي.
د اسرائیل پوځ د «ژوندۍ خپرونې» پر مهال د ایران د رادیو تلویزیون پر ودانۍ برید وکړ
د ایران رسنیو د دوشنبې په ماښام راپور ورکړی، چې د دغه هیواد پر راډیو تلویزیون د اسراییل له لوري برید شوی دی.
دا برید د تهران په وخت شاوخوا ۱۸:۳۴ بجې په داسي حال کې وشو چې یوه ژوندۍ خپرونه روانه وه. وروستي تصاویر ښيي چې د سټوډیو چت رالوېدلی او ودانۍ سخته زیانمنه شوې ده.
BREAKING: The moment of the attack on IRIB (Iran State Broadcaster) pic.twitter.com/CVU26HHFub
— Faytuks Network (@FaytuksNetwork) June 16, 2025
برید یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشو، چې د اسرائیل د دفاع وزیر خبرداری ورکړ:
«د ایران د تبلیغاتو او فتنې خپروونې لوړغږ (سپیکر) د خاموشېدو په درشل کې دی.»
د ایران رسنۍ وايي چې په دې برید کې د رادیو تلویزیون یو شمېر کارکوونکي وژل شوي دي، خو دقیق شمېر یې لا نهدی څرګند شوی.
خو هغه ویانده، چې د برید په مهال یې ژوندۍ خپرونه وړاندې کوله، روغه پاته ده. له څو شیبو چوپتیا وروسته د ایران تلویزیون خپرونې بېرته پیل کړې.
BREAKING: THE IRIB BUILDING HEADQUARTERS FROM WHICH ANCHOR SAHAR EMAMI IS BROADCASTING LIVE FROM pic.twitter.com/Y8f6yCsDEm
— Sulaiman Ahmed (@ShaykhSulaiman) June 16, 2025
د اسرائیل پوځ د تهران د درېیمې ناحیې د تخلیې غوښتنه وکړه
د اسراییل پوځ د دوشنبې په ماښام په یوه فوري خبرتیا کې د تهران د درېیمې ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل چې د ځان د خوندیتوب لپاره له دې سیمې ووځي.
په دې پیغام کې چې دې پوځ په خواله رسنۍ، ایکس کې خپور کړی، ویل شوي دي:
«اسرائیلي پوځ به په دې سیمه کې د ایران د رژیم د پوځي تاسیساتو د لهمنځه وړلو لپاره اقدام وکړي.»
د پوځ په وینا:
«ستاسې حضور په دې سیمه کې، ستاسې ژوند له جدي خطر سره مخامخ کوي.»
دا خبرتیا څو ساعته وروسته له هغه خپره شوې، چې د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو د تهران خلکو ته خبرداری ورکړ:
«له کورونو ووځئ، موږ اقدام کوو.»
څرګنده نه ده چې د اسراییل د پوځ او صدراعظم دا خبرداري د مقابل لوري د روحیې د خرابولو لپاره دي او که هماغسي چې ادعا کوي، د ایران د رادار سیستم او هوايي دفاع سیستم یې ډېر کمزوری کړی دی او اوس هر ځای چې زړه یې غواړي، بمباري کوړلی شی.
د تهران پر درېیمې ناحیې د احتمالي برید ګواښ وروسته له هغه کېږي چې ایران د وروستیو اسرائیلي بریدونو په غبرګون کې، د دغه هیواد بېلابېل ښارونه پر بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو وویشتل.
متقي د اسراییل د حملو په اړه د ایران له باندنیو چارو وزیر سره خبرې وکړې – تاند
د اسراییل- ایران د روان جنګ په اړه د وال ستریټ ژورنال تحلیل – تاند
نتانیاهو: د اسرائیل پوځ به پر تهران برید کوي – د تهران ولس دې ووځي
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دوشنبې په ماسپښین د تهران خلکو ته خبرداری ورکړی:
«له کورونو ووځئ، موږ اقدام کوو.»
نتانیاهو زیاته کړه:
«کله چې د تهران فضا زموږ تر کنټرول لاندې وي، موږ د رژیم هدفونه په نښه کوو. د ایران جنايتکار رژیم، برعکس چې زموږ ولس، ښځې او ماشومان وژني، موږ د تهران خلکو ته وایو: له کورونو ووځئ، موږ اقدام کوو.»
هغه دا خبرې د جګړې نن د جګړې په څلورمه ورځ د تلنوف هوايي اډې د لیدو په مهال ړکړې، هغه جګړه چې د نتانیاهو په وینا، د پوځي او سیاسي مشرانو په اجماع یې پیل کړې ده.
نتانیاهو وویل:
«د تهران پر فضا زموږ کنټرول، د دې ټولې جګړې یو ستر بدلون دی.»
هغه زیاته کړه:
«موږ د خپلو دوو اصلي موخو پر لور روان یو: د ایران د اټومي ګواښ له منځه وړل، او د توغندويي ګواښ ختمول.»
پاکستان له ایران سره خپلې سرحدي لارې بندې کړې
پاکستان تر بل اعلان پورې له ایران سره خپلې پینځه سرحدي لارې تړلي دي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د اسراییل له خوا پر ایران بریدونه پیل شول او لا هم روان دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت یوه جګپوړي چارواکي، قادر بخش پیرکاني، اعلان وکړ:
«په پنځو سرحدي سیمو کې د تګ راتګ بهیر درول شوی دی.»
بلوچستان د پاکستان یوازینی ایالت دی چې له ایران سره پوله لري.
اردوغان: چمتو یم چې د ایران او اسراییل په شخړه کې منځګړی شم
د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکيان ته ویلي چې ترکیه چمتو ده د روانو نښتو د پای ته رسولو لپاره د «تسهیل کوونکي» یا منځګړي رول ولوبوي.
اسراییل: ایران تر اوسه ۳۷۰ توغندي توغولي دي
د اسراییل د صدراعظم دفتر اعلان کړی چې ایران په تېرو ۴ ورځو کې ۳۷۰ بالستیک توغندي او سلګونه بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) د اسراییل پر لور توغولي دي.
د دې رسمي بیان له مخې، تر دوشنبې سهار پورې د دغو بریدونو له امله په اسراییل کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۵۹۲ نور ژوبل شوي، چې د هغو له منځه ۱۰ تنه مرګي حاله دي.
د اسراییل په وینا، د ایران توغندو تر دې دمه ۳۰ هدفونه په اسراییل کې په بریالیتوب سره په نښه کړي دي.
اسرائیل: موږ د ایران د توغندو درېیمه برخه ویشتنځایونه ویجاړ کړي
د اسراییل پوځ ادعا کوي د څلورو ورځو پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د ایران توغندو ۱۲۰ ویشتنځایونه (د انداخت پلټفارمونه)، چې د دې هېواد د ټولو ویشتنځایونو نژدې درېیمه برخه جوړوي، ویجاړ کړي دي.
د اسرائیلي پوځ ویاند، افي دفین، د دوشنبې په ورځ وویل چې د یکشنبې ماښام د اسرائیل هوایي ځواکونو تر ۲۰ زیات له ځمکې څخه ځمکه ویشتونکي توغندي ویشتي او له منځه وړي دي. د دغه پوځ په ادعا دا توغندي له ایرانه د اسراییل پر خاوره د توغولو لپاره چمتو شوي وو.
دفین زیاته کړه چې هوایي ځواکونو نژدې ۵۰ جنګي الوتکې وکارولې تر څو د ایران د مرکزي ښار اصفهان شاوخوا ۱۰۰ پوځي اهداف په نښه کړي.
هغه وویل:
«په دغو بریدونو کې تر ۲۰ زیات توغندي یوازې څو دقیقې مخکې له دې چې د اسراییل پر خاوره وتوغول شي، هممهاله له منځه یووړل شول.»
اسرائیل: د ایران له لوېدیځه تر تهران پورې د فضا کنټرول مو ترلاسه کړی
اسراییلي چارواکو د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې دوی د تهران پر فضا برلاسي موندلې او د ایران له لوېدیځو سیمو تر پلازمېنې پورې د اسمان کنټرول یې تر لاسه کړی دی.
د اسرائیلي پوځ په ادعا، د ایران دفاعي او توغندويي سیستمونه دومره کمزوري شوي چې اسراییلي الوتکې کولی شي پرته له جدي ګواښ څخه د تهران پر فضا الوتنه وکړي.
د اسراییل د هوايي برید له امله د کرمانشاه فارابي روغتون ته زیان اوښتی
د دوشنبې په ورځ، د اسرائیل د هوايي بریدونو په ترڅ کې، چې د ایران لوېدیځې سیمې یې په نښه کړې، یو توغندی د کرمانشاه ښار د فارابي روغتون ته نژدې لګېدلی دی.
د برید له امله د روغتون د ودانۍ یوه برخه زیانمنه شوې او د ودانۍ ښیښې ماتې شوې دي.
ایران وايي، په ۶۵ ساعتونو کې ۱۴۸۱ تنه ټپیان او شهیدان شوي
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو او اطلاعاتو د مرکز مشر وویل: «د صهیونیستي رژیم د یرغل له پیل څخه تر اوسه، چې ۶۵ ساعته تېر شوي، ټولټال ۱۴۸۱ کسان ټپیان یا شهیدان شوي دي، چې له دې ډلې څخه ۱۲۷۷ تنه د هېواد په پوهنتوني روغتونونو کې بستر شوي دي، او له دې شمېر څخه تر ۹۰ سلنه ډېر ملکیان دي!»
نوموړي زیاته کړه: له دې کسانو څخه ۵۲۲ تنه له روغتونونو رخصت شوي، او ۲۲۴ ښځې، نارینه او ماشومان وژل شوي دي.
سپاه پاسداران: په تازه بریدونو کې مو د اسراییل دفاعي سیستمونه ګډوډ کړل
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې د اسراییل پر ضد د تازه توغندويي بریدونو په اړه ویلي، چې په دې عملیاتو کې «د نويو طریقو او د استخباراتي او تجهیزاتي وړتیاوو په کارولو سره… د دښمن څو پوړیز دفاعي سیستمونه ګډوډ شول، تر دې چې د دې رژيم دفاعي سیستمونو یو بل په نښه کړل.»
سپاه دا هم ویلي چې په پایله کې «توغندي په اشغال شوو سیمو کې خپلو هدفونو ته په بریالۍ او اعظمي توګه ورسېدل.»
د اسراییل د دفاع وزیر: د تهران اوسېدونکي به د [توغندويي بریدونو] قیمت ورکړي
د اسرائیل د دفاع وزیر په یوه پیغام کې، د ایران په توغندويي بریدونو کې د اسرائیلي ملکیانو ویشتلو ته په اشاره لیکلي: «د تهران اوسېدونکي به د دې تاوان ورکړي – ډېر ژر».
ییسرائیل کاتز، د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه يي «یو مستبد» بللی او ادعا یې کړې چې «په هدفمن ډول پر ملکي خلکو برید کوي».
په کرمانشاه کې د څو چاودنو راپورونه
د اسرائیل له لوري د ایران پر ضد د بریدونو په دوام، د دوشنبې په سهار په کرمانشاه کې څو چاودنې شوي دي.
د ایران رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي خپاره کړي، خو په خپرو شویو تصویرونو کې د کرمانشاه د دیزلاباد په سیمه کې تور لوګی لیدل کېږي.
فارس خبري آژانس هم د کرمانشاه د څلورو چاودنو خبر ورکړی دی.
په همدې حال کې، د اسرائیل پوځ د دوشنبې په سهار اعلان وکړ چې د دې هېواد هوایي ځواکونو د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندې مرکزونه او د ایران نظامي ځواکونه په تهران کې په نښه کړي دي.
په تل ابیب کې د امريکا قونسلګرۍ ته نژدې توغندي ولګېدل
په اسراییل کې د امريکا سفیر خبر ورکړی چې په تلابیب کې د دې هېواد قونسلګري د ايران د توغندويي بریدونو له امله «یوازې لږ زیان لیدلی دی».
سفیر همداراز ټينګار کړی چې «د قونسلګرۍ هیڅ یو کارکوونکی نه دی ژوبل شوی».
د راپورونو له مخې، یو ایراني توغندی د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د اسرائیل پر ضد د توغندویي عملیاتو په اتم پړاو کې دې ودانۍ ته نژدې ولګېد، چې له امله یې تاوان واوښت.
د ایران دریځ او د ټرمپ هیله مندي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران او اسرائیل ترمنځ د جګړې درېدو او شخړې هواري ته هیله من دی.
ټرمپ دغه څرګندونې د جي ۷ هېوادونو سرمشریزې ته تر تلو وړاندې خبریالانو سره کړې دي.
ټرمپ ویلي، هېواد به یې له اسرائیلو ملاتړ او دفاع ته دوام ورکړي.
اخوا بیا ایران قطر او عمان ته ویلي، تر هغې چې اسرائیل بریدونه ونه دروي هیڅ ډول اوربند به ونه مني.
د اسرائیل او ایران جګړه به کاناډا کې د جي ۷ هېوادونو د بحث اصلي محور وي
رویټرز خبري اژانس وايي، د اسراییل او ایران جګړه به په کاناډا کې د جي۷ ډلې هېوادونو په غونډه کې د بحث اصلي محور وي.
په راپور کې راغلي چې د اسراییل او ایران جګړه، چې د ملکي تلفاتو لامل شوی، د نړۍ د مشرانو اندېښنې یې راپارولي او کېدای شي دغه جګړه پر یوې پراخې سیمه ییزې شخړې واوړي.
رویټرز د ایران د روغتیا وزارت د ویاند له قوله لیکلي، چې د اسراییل د څلور ورځنیو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۲۴ تنه وژل شوي، چې ۹۰ سلنې یې ملکيان دي.
بل لور ته د اسراییلو پوځ تازه اعلان کړی چې له ایرانه اسراییل ته توغندي توغول شوي دي.
د ایران او اسراییل د جګړې مرګ ژوبله
د بشري حقونو د واشنګټن مېشتې ډلې “Human Rights Activists” د راپور له مخې، د اسراییل هوایي بریدونو په ایران کې لږ تر لږه ۴۰۶ کسان وژلي او ۶۵۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د ایران حکومت تر دې دمه د ټولو مرګ ژوبلو شمېر نه دی خپور کړی.
د اسراییل – ایران د جګړې د مرګ ژوبلو شمېر
د اسراییلي چارواکو د شمېرو له مخې، له جمعې راهیسې، چې اسراییل پر ایران بریدونه پیل کړل، ۱۴ کسان په اسرائیل کې وژل شوي او ۳۹۰ نور ټپیان شوي دي.
ایران تر دې دمه (تر پرون یکشنبې ناوخته پورې) تر ۲۷۰ زیات توغندي ویشتي دي، چې له هغو څخه ۲۲ توغندي د اسرائیل له پرمختللو څو-پړاویزو دفاعي سیستمونو څخه تېر شوي.
د اسرائیل اصلي نړیوال هوایي ډګر او فضایي حریم نن (دوشنبه) په څلورمه ورځ هم بند پاتې شوي دي.
اسراییل پر ایران له بریدونو سصره هممهاله پر غزې یرغل ته دوام ورکړی
د اسرائیلي ځواکونو له خوا په غزه کې ۵۹ فلسطینیان وژل شوي دي، چې له ډلې یې لږ تر لږه ۱۷ تنه هغه کسان وو چې هڅه یې کوله له هغو مرستندویو مرکزونو څخه خواړه ترلاسه کړي، چې “د غزې د بشري مرستو بنسټ” (GHF) له لوري پر مخ وړل کېږي، چې د امریکا او اسرائیل ملاتړ لري. دا خبره د روغتیا وزارت کړې ده. دا تازه مرګ ژوبله په هغو سیمو کې شوې چې منتقدان یې “د انسانانو د حلالولو ځایونه” بولي.
پر حیفا او جنوبي اسراییل د ایران څو توغندي لګېدلي
د یکشنبې په ورځ د ایران له خوا په اسرائیل باندې د دوهم توغندويي برید پر مهال، په بندري ښار حیفا کې دوه ودانۍ او په جنوبي اسرائیل کې یوه ودانۍ زیانمنه شوې، او د ژغورنې ډلې دا مهال د دغو ځایونو ارزونه کوي.
د حیفا شاوخوا د کارمل په سیمو کې د توغندیو له لګېدو وروسته اور ولګېد.
د بیړنیو مرستو ادارې راپور ورکړی چې لږ تر لږه څلور تنه هغه مهال ټپیان شوي چې هڅه یې کوله ځانونه خوندي ځای ته ورسوي.
د اسرائیل پوځ هم دا تایید کړې چې د ایران څو توغندي د دوی پر خاوره لګېدلي دي.
د ایران مخکینی برید چې د یکشنبې په ماښام شوی و، د اسراییلو په وینا د سرومال هیڅ زیان نه درلود.
ایران د جګړې درولو ته تیاری دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي: که چېرې پر ایران د اسرائیل بریدونه ودرول شي، نو “زموږ ځوابونه هم بندېږي”.
د ایران د دولتي تلویزیون پر اساس، ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا له خوا د اسرائیل ملاتړ غندلی او ویلي یې دي: که چېرې د اسرائیل “دښمنانه اقدامات” دوام ومومي، نو “ځوابونه به لا ډېر قاطع او شدید وي.”
نتانیاهو: د سپاه پاسداران د استخباراتو مشر او د هغه مرستیال مو وژلي
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د یکشنبې په ماښام له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې وویل چې د اسرائیل پوځ د همدې ورځې په عملیاتو کې د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتو رییس محمد کاظمي او د هغه مرستیال حسن محقق په نښه کړي دي.
هغه ادعا وکړه چې دا دواړه کسان “وژل شوي دي”.
ایران تر اوسه د دې خبر په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
یوشمېر نا تأیید شوي راپورونه وایي چې د یکشنبې په ورځ د سپاه د استخباراتو پر ودانۍ د اسرائیل د برید له امله، محمد کاظمي او حسن محقق د ودانۍ تر کنډوالو لاندې پاتې شوي دي.
محمد کاظمي ته، د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ (سرطان) میاشت کې، وروسته له هغه چې حسین طائب له دندې ګوښه شو، دا دنده وږسپارل شوه.
د اتومي تاسیساتو د ترمیم لپاره ‘له څو اوونیو زیات وخت’ ته اړتیا ده
د «اسوشیټېد پریس» له خوا د سپوږمکۍ تحلیل شوي تصویرونه ښيي چې نطنز کې د ایران د یورانیمو د غنيکولو اصلي مرکز ته پراخ زیان اوښتی. دغه تصویرونه چې د «Planet Labs PBC» شرکت د شنبې په ورځ اخیستي، ښيي چې یو شمېر ودانۍ ویجاړې شوې یا له منځه تللې دي. په هغو کې هغه ودانۍ شاملې دي چې کارپوهان یې د نطنز تأسیساتو ته د برېښنا ورکولو برخې ګڼي.
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي امنیت شورا ته ویلي، د نطنز د مرکز د ځمکې پر سر برخه ویجاړه شوې، خو د سانتریفیوژونو اصلي مرکز چې دتر ځمکې لاندې دی، داسي ښکاري چې زیان نه وي وراوښتی، خو د برېښنا د پرچاو کېدو له امله کېدای شي زیربناوې یې اغېزمنې شوې وي.
اسراییل په اصفهان کې هم پر یوه بل اتومي څېړنیز مرکز برید کړی دی. د ملګرو ملتونو د اتومي څار ادارې (IAEA) ویلي، چې څلور مهمې ودانۍ زیانمنې شوې دي، چې پکې د اصفهان د یورانیم بدلون مرکز هم شامل دی. دغه اداره زیاتوي چې په نطنز یا اصفهان کې د وړانګو د زیاتوالي هېڅ نښه نه ده موندل شوې.
یوه اسرائيلي پوځي چارواکي، چې د یکشنبې په ورځ یې د نوم نهښودلو په شرط خبرې کړې، ویلي د دغو دوو اتومي ځایونو بیا رغونه به ‘ څو میاشتې یا تر هغه هم زیات وخت’ ونیسي.
د ایران له خوا پر اسراییل د توغندیو برید د یکشنبې ماښام پیل شو
د اسراییل پوځ د یکشنبې په ماښام اعلان وکړ چې ایران پر دغه هېواد د توغندیو د یوه بل نوي پړاو بریدونه پیل کړي دي.
ایران په تېرو درېیو ورځو کې، د «وعدهٔ صادق ۳» تر شعار لاندې، د سلګونو بالستیک توغندیو په ویشتلو سره د اسرائیل مرکزي ښارونه په ځلونو ویشتي دي.
راپورونه ښيي چې د اسراییل په بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګونه غږېدلي دي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو یوه ویاند د یوه ویډیویي پیغام له لارې د اسرائیل اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له دغه هیواده ووځي، او ویې ویل:
«د دې اشغال شوې خاورې پرېښودل یوازینۍ لاره ده چې ستاسو ژوند ژغوري.»
رویټرز خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې د اورشلیم او تلابیب په اسمان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د یکشنبې خبرونه