تاند ((شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) د جرمني ډوېچې وېلې (ډيډبلیو) رسنۍ په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو حکومت پر پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې د دوی د واکمنۍ مخالفو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي او هغوی ته یې پناه ورکړې ده؛ خو اسلاماباد دا تورونه ردوي.
د راپور له مخې، دا تورونه په داسې وخت کې مطرح شوي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې او د دواړو هېوادونو اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې وروستیو کې تور پورې کړی چې پاکستان په افغانستان کې د بېثباتۍ د رامنځته کولو لپاره یوه طرحه پیل کړې ده. هغه ادعا کړې چې زرګونه وسلهوال کسان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې راټول شوي، څو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوی ثبات ګډوډ کړي.
د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو په لړ کې د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې ډلې د روان کال په جولای میاشت کې د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې له طالب ځواکونو سره د نښتې خبر ورکړی و. دې ډلې همداراز ویلي و چې د اکتوبر په میاشت کې یې په نورستان او کونړ ولایتونو کې هم بریدونه کړي دي.
د افغانستان د متحدې جبهې په نوم یوې بلې ډلې هم ادعا کړې چې د پاکستان پولې ته څېرمه د کندهار په یوه سیمه کې یې پر طالب ځواکونو برید کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د سپټمبر په میاشت کې له ډيډبلیو سره په مرکه کې ادعا کړې وه چې په بدخشان کې د ناامنۍ رامنځته کوونکي کسان د پاکستان له چترال سیمې افغانستان ته داخل شوي او وروسته بېرته هماغې سیمې ته تښتېدلي دي. د هغه په وینا، دغه کسان پاکستان ته راوستل شوي وو او ان د پاکستان د پوځ ځینې سرتېري هم ورسره ملګري وو.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دغه تورونه په رد کړل او تبلیغات یې وبلل. د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې هم وايي چې د هېڅ بهرني هېواد ملاتړ نه لري او مبارزه یې په خپله د افغانانو له خوا پر مخ وړل کېږي.
پاکستان ښايي له مخالفو ډلو د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي
د ډيډبلیو په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو څه باندې پنځه کاله تېر شوي او هغوی په افغانستان کې خپل واک پیاوړی کړی دی. طالبانو تر ډېره د وسلهوالو مخالفو ډلو فعالیتونه او سیاسي مخالفتونه هم محدود کړي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل ډيډبلیو ته ویلي، چې د پاکستان له ملاتړ پرته به د طالبانو مخالفو افغان ډلو ته له پولې د اوښتو او د افغانستان دننه د بریدونو د ترسره کولو لپاره د لوجستیکي امکاناتو برابرول ډېر ستونزمن وي.
هغې د بدخشان او نورستان په پېښو کې د وسلهوالو د تګ راتګ په اړه ویلي، چې د اسلاماباد له ملاتړ پرته دا کار ناشونی دی.
د پاکستان د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی سناتور افراسیاب خټک باور لري چې د طالبانو د مخالفو ډلو په ملاتړ کې د پاکستان لاس لرل یو واقعي احتمال دی. هغه ویلي، د طالبانو مخالف کسان اسلاماباد ته ځي او هلته غونډې کوي، چې دا د افغانستان په اړه د پاکستان د پالیسۍ یوه برخه ده.
خو د اسلاماباد د قائداعظم پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو استاد قندیل عباس له دې نظر سره موافق نه دی. د هغه په وینا، پاکستان ښايي د طالبانو د مخالفانو سیاسي ډلو ملاتړ وکړي، خو د پوځي ملاتړ په اړه یې شواهد نشته.
د امریکا د ملي دفاع پوهنتون د نژدې ختیځ او جنوبي اسیا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز استاد او د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي هم ویلي، چې امکان لري پاکستان د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ د فشار د یوې وسیلې په توګه وکړي.
جلالي زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي پېښو او د افغان ډلو په ملاتړ کې د پاکستان پخوانۍ سابقې ته پام، د دې احتمال ردول اسانه نه دي چې اسلاماباد د طالبانو د مخالفانو ملاتړ کوي.
اسلاماباد هم پر طالبانو د وسلهوالو ډلو د ملاتړ تور لګوي
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې له طالبانو غواړي چې د هغو وسلهوالو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د اسلاماباد په وینا، د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
په دغو ډلو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېلاې) شامل دي. اسلاماباد ادعا کوي چې دا ډلې د طالبانو په ملاتړ له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم روانه اوونۍ په اسلاماباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په غونډه کې ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو د امنیتي اندېښنو، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه د افغانستان د چارواکو اقدام د معنا لرونکي پرمختګ لپاره اړین دی.
پاکستان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان یې د ایکو غونډې ته نه دی بللی، ځکه اسلاماباد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
علي احمد جلالي وايي، پاکستان له طالبانو داسې همکاري غواړي چې ښايي هغوی یې نه غواړي او یا یې د ترسره کولو وس نه لري. د هغه په وینا، د پاکستاني طالبانو تحریک له اوږدې مودې راهیسې د افغان طالبانو ترڅنګ جګړه کړې او د دواړو ډلو ترمنځ ایډیالوژیکې او دوستانه اړیکې شته.
هغه زیاته کړې، دواړه ډلې د ورته سیاسي نظام غوښتونکي دي او ان د افغان طالبانو ځینې غړي ښايي د پاکستاني طالبانو په لیکو کې هم وي.
د راپور له مخې، د طالبانو هڅې چې له هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، د پاکستان لپاره د اندېښنې بل دلیل دی. هند د پاکستان سیمهییز سیال دی او اسلاماباد نه غواړي چې کابل له نوي ډیلي سره نژدې اړیکې ولري.
د افغانستان د چارو کارپوه او د نړیوالو اړیکو څېړونکی ملک ستیز وايي، پاکستان نور پر افغانستان هغه پخوانی نفوذ نه لري چې په تېرو کلونو کې یې درلود.
ایا پاکستان غواړي د طالبانو حکومت نسکور کړي؟
سره له دې چې د دواړو لورو ترمنځ د یو بل پر ضد د وسلهوالو ډلو د ملاتړ تورونه زیات شوي، علي احمد جلالي باور لري چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د نسکورولو هڅه نه کوي.
هغه ویلي، فکر نه کوي چې پاکستان د طالبانو د حکومت د ړنګولو توان یا اراده ولري او پر ځای یې بله ډله واک ته ورسوي. د جلالي په باور، د اسلاماباد اصلي موخه پر طالبانو فشار راوړل دي، څو د پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد ورسره همکاري وکړي.
خو د افغانستان او سیمهییزو چارو شنونکی عزیز بارز وايي، د طالبانو مخالفې افغان ډلې هم پر پاکستان بشپړ باور نه شي کولی. د هغه په وینا، که څه هم دا ډلې ښايي د پاکستان احتمالي ملاتړ ته هرکلی ووایي، خو پوهېږي چې دا ملاتړ دایمي نه دی او هر وخت بدلېدای شي.
بارز ویلي، دا امکان شته چې پاکستان او طالبان سبا خپل اختلافات هوار کړي او بېرته نژدې متحدان شي.