تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۷ مه) د قطر دولت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د عزتمن ژوند د تضمین لپاره دې خپلې مالي او تخنیکي سرچینې لا زیاتې چمتو کړي او د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان (Afghanistan Humanitarian Needs and Response Plan) دې بشپړ تمویل کړي.
دا څرګندونې په جینیوا کې د ملګروملتو په دفتر کې د قطر د دایمي پلاوي مرستیال استازې، جوهاره بنت عبدالعزیز السویدي، د افغانستان د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره په تعاملي خبرو کې وکړې. دا ناسته د بشري حقونو د شورا د ۵۹مې غونډې برخه وه چې په جینیوا کې ترسره شوه.
السویدي ټینګار وکړ چې قطر به د یوه فعال نړیوال شریک په توګه خپلې ژمنې ته دوام ورکړي. هغې زیاته کړه چې قطر د خپلو منځګړیتوبونو له لارې او د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د ناستو په کوربهتوب کې، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې ترسره شوې، وتوانېد چې د مهمو مسایلو په اړه نړیواله اجماع پیاوړې کړي او د افغانانو د بشري کړاوونو د کمولو لپاره بشري او پرمختیایي مرستې جاري وساتي.
هغې وویل چې قطر ژمن دی چې د افغانستان له اړخونو سره په خپلو خبرو کې د بشري حقونو موضوعات شامل کړي، په ځانګړې ډول د افغان ښځو د سولې په بهیر کې د ګډون، د زدهکړې حق، د مساوي کاري فرصتونو تضمین، او د ټول افغان ولس د حقونو د ساتنې په برخه کې.
السویدي زیاته کړه، افغانان له څو لسیزو جګړو، طبیعي آفتونو او تروریزم څخه ځورېدلي او اوس مهال افغانستان له ګڼو بشري، ټولنیزو، سیاسي، امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي، چې دا چاره د بشري حقونو د ودې او ساتنې هڅې اغېزمنوي.
د قطر استازې ټینګار وکړ چې دا ننګونې یوازې هغه مهال حل کېدی شي چې د افغاني بنسټونو د بیا جوړونې لپاره هلې ځلې پراخې شي، بشري او پرمختیایي مرستې دوام ومومي، او له ټولو افغان لوریو سره د خبرو اترو او تعامل بهیر وساتل شي، څو داسې حللارې وموندل شي چې ثبات او پرمختګ ته لاره هواره کړي.