Home+د اسعد سوري قصیدې سبکي خواوې| ح. نبي شېرزی

د اسعد سوري قصیدې سبکي خواوې| ح. نبي شېرزی

سبک پېژندونکی چې کله د شعر سبکي څېړنه کوي، د هنري او فکر اړخونو سربېره ژبني او د کلماتو د کارونې اړخ ته یې زیاته پاملرنه کوي؛ دا ځکه چې دوه شاعران به د یوه فکر خلک وي، د یو ادبي مکتب پیروي به کوي؛ خو هر شاعر په شعر کې خپل کلمات کاروي، د کلماتو د کارولو خپله تګلاره لري، معاصر شاعران ډېری وخت په دې فکر کې وي، چې په شاعرۍ د وچو او سختو کلماتو له کارولو څخه ډډه وکړي او پر ځای یې لطیفو او شاعرانه کلمات وکاروي او د شعر په هنري برخه کې هڅه کوي چې شعر د تشبیې، استعارې … په يېیلو ښکلی کړي؛ خو په لرغونې شاعرۍ کې لېدل کېږي، چې شاعران خپل مضمون په عادي ژبه بیانوي، د ګړدود څخه زیاته پېروي کېږي یا که ووایو د نن ورځې شاعران هڅه کوي، چې د شعر لپاره جذاب کلمات موموي؛ خو په لرغوي شاعرۍ کې لېدل کېږي چې په شاعرۍ کې له ساده بیان څخه ګټه اخېستل کېږي، د ګړدود څخه انحراف نه کېږي او یوازې په ګړدود کې کارېدونکې کلمات کاروي؛ موږ د بابا هوتک، ملکیار او نورو شاعرانو په اشعارو کې دغه دود ولېدو؛ د اسعد سوري د قصېدې په یو بیت کې لولو :

ګوره څاڅي رڼې اوښې له دې غرونو

دا کړونګی ساندې لی په شور هار

بابا هوتک وایي :

زما د زلمو ویني بهېږي                 مځکه او غرونه په سره کېږي

میرڅي زغلي او ترهېږي                پر کلي کور باندې مغل راغی

د دې دلیل دا کېدای شي، چې د پښتو لیکلې ژبه او د ویلو ژبه خورا زیات توپیر لري؛ موږ په خپل ګړدود کې مخاطب د تللو پر مهال پوښتو ( چې ته څې ؟ ) همدغه پوښتنېزه جمله په لیکلې ژبه کې په معیاري بڼه لیکو ( چېرته ځې؟ ) کله چې موږ د توپیر خبره کوو، همدغه توپیر دی؛ موږ دلته د کلماتو په برخه کې ډېر بحث ځکه نه شو کولای، چې زه د پټې خزانې له اثر استفاده کوم، د پټې خزانې دغه اثر چې زما په لاس کې ده، هغه متن دی، چې د پوهاند حبیبي له خوا تصحیح شوی دی او تر ډېره د ننني املا په دود یې متن ترتیب شوی دی.

د شعر ژبنۍ خواوې:

د اسعد سوري قصېده د هغې زمانې د پارسي شاعرانو د شعر او قصېدو سره خورا ورته والی لري؛ د تاریخي شواهد له مخې پارسي شعر د سامانیانو په دوره کې اوج ته ورسېدو او په ښه توګه وپالل شو، د غزنویانو په دوره کې یې هم په کلکه پالنه وشوه او د پارسي شعر ستوری یې روښانه وساتل شو او همدارنګه د سلجوقیانو په دوره کې هم څه نا څه د پارسي شعر ته پاملرنه موجوده وه.

دا چې؛ د غزنویانو په دوره کې د پارسي شعر ته زیاته پاملرنه کېدله، له دې سره په څنګ کې د غور مدنیت هم بې ساري و، چې د پښتو ژبې شعر ته یې ځانګړی ارزښت ور کاوه او دغه دربار کې  شاعرانو او شعر ته په ځانګړي درناوي قایل وو؛ د غور په دغه پښتو شاعرانو کې یو هم اسعد سوری و، که د ده دا وېرنه چې د محمد سوري په وېر کې یې ویلې د نورو شاعرانو له شعرونو یا د بلې ژبې له شعرونو سره پرتله کړو او سبکي خواوې یې وپلټو په خپل وخت او په اوس کې یو کمساری شعر یا کمسارې قصېده بلل کېږي.

د اسعد سوري شعر څخه ښکاري د شعر لیکلو او ویلو سبک یې ډېر ساده او د کلماتو د کارونې برخه یې د پارسي او عربي ژبو څخه اغېزمنه ده، دا چې د لرغونې دورې د نورو شاعرانو په شعرونو کې مو ولېدل چې د پښتو ژبې سوچه کلمات یې کارولي او د ژبې سوچوالی ورڅخه څرګندېږي؛ خو د اسعد سوري د قصېدې له بیتونو څرګندېږي، چې ژبې سوچوالی ور ور له همدې ځایه کمېږي او ژبه له همدې ځایه د نورو ژبو د اغېزې ته ور داخلېږي؛ ځکه چې په شعر کې یې د پارسي او عربي کلماتو ګڼه ګوڼه مالومېږي؛ فلک، بهار، جبار، خار، وصل، افکار … هغه کلمات دي چې د نورو ژبو اغېر ښيي؛ په لاندې بیت کې لولو :

د پسرلي اوره تودې اوښې توینه

مرغلرې به نیسان نکړي نثار

بل ځای وایي :

دا په څه چه محمد ولاړ له نړیه

په ویرنه ئې سو غور ټول سوګوار

که څه هم د اسعد سوري په دغه قصېده کې د پارسي او عربي ژبو کلمات په ډېره کچه مالومېږي؛ له دې سره په څنګه کې د پښتو ژبې خورا لرغونې او نا اشنأ کلماتو هم څه کمی نشته، له دې څخه موږ ویلی شو، چې د پښتو ژبه د کلماتو د کارونې له مخې یوه بشپړه ژبه وه؛ په لاندې بیتونو کې هم سوچوالی او هم د نورو ژبو اغېز لېدلی شو.

چه له برمه ئې زمری رپي زنګلو کې

له او کوبه ئې ډاري تېرو جبار

بل ځای وایي :

هم ئې غشي سکڼی ډال د ژوبلورو

رستمان ځنې ځغلا کاندي په ډار

په نننۍ شاعرۍ کې د مرستیال فعل چې د جملې په پای کې ډېر لېدل کېږي ( وکړي، کړل، کړي … )  کاروي؛ خو دلته د اسعد سوري په قصېده کې په ځېنې بیتونو کې همدغه مرستیال فعل پر ځای د ( کا ) بڼه کارول شوې دی، چې دغه سبکي ځانګړنه د خوشال خان خټک او نورو شاعرانو په شعرونو کې هم لېدل کېږي؛ د اسعد سوري په قصېده کې لولو :

هر غټول چه په بیدیا غوړېده وکا

رېژوي ئې پاڼې کاندي نار په نار

بل ځای وایي :

ډیر مخونه د فلک څپېړه شنه کا

ډیر سرونه کا تر خاورو لاندې زار

خوشال خان خټک فرمايي :

اورنګزیب چې آرایش د تخت و تاج کا

تخت و تاج به یې مرګی تاخت و تاراج کا

رحمان بابا وایي :

چې امید په عمارت د دې دنیا کا

د کاغذ په کشتۍ سیر د دریا کا

د اسعد سوري په قصېده کې ګورو چې ځېنو کلماتو بڼې ته یې تغییر ورکړی دی، چې دغه چاره یې د بیتو د سبلاب او تول د برابرښت په موخه کړی او یا یې د خوشال خان خټک په څېر ځېنې کلمې په اختیاري ډول اړولي دي؛ د دغه ډول کلمې یې په قصېده کې ډېرې لېدل کېږي؛ لکه : سه . روغي، نړیه ، باتللی … لاندې بیتونو کې لولو :

دا په څه چه محمد ولاړ له نړیه

په ویرنه ئې سو غور ټول سوګوار

بل ځای لولو :

هم ئې غشي سکڼی ډال د ژوبلورو

رستمان ځنې ځغلا کاندي په ډار

د اسعد سوري په شعر کې د مترادفو کلمو راوړل هم لېدل کېږي، که چېرته په یو بیت کې دوه هممانا او هم شکله کلمې و کارول شي د شعر خوند نه پاتې کېږي؛ خو د سوري په شعر کې بې خوندي نه را منځ ته کوي؛ دلته د سوري په قصېده کې مترافې کلمې چې بڼه یې بېله او مانا یې یوه ده کارول شوي دي؛ په لاندې بیت کې لولو :

څه تېری څه ظلم کاندې اې فلکه !

ستا له لاسه ندئ هېڅ ګل بېله خار

د اسعد سوري د شعر بله سبکي خوا د منفي فعلونو کارول دي، چې د ده په قصېده کې په زیاته کچه لېدل او تر سترګو کېږي، منفي فعلونه چې د  (  نه ) په ادات راوړلو سره ایجادېږي؛ په لاندې بیتونو کې لولو :

نه به لاس واخلې له ځوره نه به لورې

نه به ملا کړې له بې وزلو له ترار

نه به وصل کړې مین له بل مینه

نه به درملې ټپونه د افګار

نه به زړه وسوځوې په هېچا باندې

نه به پرېوزې له ګردښته له مدار

نه هغه زرغا د غرونو د بیدیا ده

نه د زرکیو په مسا دی کټهار

نه غټول بیا زرغونژږي په لاښونو

نه بامي بیا مسېده کا په کهسار

نه له غرجه بیا راځي کاروان د مشکو

نه را درومي غور ته بیا جوپې د شار

کله چې د متکلم ادعا نه منل کېږي، نو اړ دی چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره داسې کلمات په ژبه راوړي تر څو چې د مخاطب ته په اسانۍ قناعت وړ وګرځي او ادعا یې د منلو وړ شي؛ یو له هغه څخه په خپله خبره کې تاکېد او ټېنګار دی؛ په لاندې بیت کې شاید اسعد سوري به بیت د وزن د تکمیل لپاره د ځار کلمه بیا ځلې راوړي وي؛ خو په بیت کې يو ډول تاکېد هم ښيي.

ستا له لاسه دي پراته ژوبل زګېروي کا

هر پلو ته ټپي زړونه په ځار ځار

اسعد سوري د ذاهد، عابد او یا عبادت کوونکي لپاره ډېره جالبه کلمه کارولې، دغې کلمه د رېښه بشپړه پښتو ده؛ که څه هم په ژبه لوستل یې به تنافر پېښوي یانې په ژبه به درنده ادا کېږي خو د ذاهد او عابد کلمې لپاره غوره انډول دی. د اسعد سوري په بیت کې لولو :

کله ټکی واچوي پر نازولیو

کله څېرې کړې ګریوان د نمنځي چار

د اسعد سوري په قصېده کې یو بل توکی چې د پام وړ ګرځي، هغه په قصېده کې د سیمو نومونه دي، چې سوري کارولي او له همدې بیتونو یې داسې ښکاري یو ډول د نا امیدۍ احساس ور سره مل دی؛ وایي چې نه به بیا له غرجه د مشکو کاروان راشي او نه به بیا غور ته د غرجستان مشرانو ډلې راشي؛ په بیت کې لولو :

نه له غرجه بیا راځي کاروان د مشکو

نه را درومي غور ته بیا جوپې د شار

د اسعد سوري په قصېده کې غرج یا غرجستان هغه سیمه ده، چې نورو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې یې له نوم څخه یادونه کړې، چې د هغې له ډلې د امیر کروړ ویاړنه ده، چې د دې سېمې یادونه کوي :

زما د تورې تر شپول لاندې دي هرات و جرم

غرج و بامیان و تخار بول نوم زما په اودوم

زه پیژندو یم په روم                       له ما اتل نسته

پښتانه وایي : ما یې ملا ور وتړله؛ کنه نسکور کړی یې و ( ملا ) یا ملاتړ په پښتنو کې هغه عامه اصطلاح ده، چې پښتانه یې د یو چا سره د مرستې، ملګرتیا او کمک کولو پر مهال کاروي؛ د اسعد سوري په قصېده کې هم دا اصطلاح کارول شوې ده؛ د اسعد سوری په قصېده کې لولو :

نه به لاس واخلې له ځوره نه به لورې

نه به ملا کړې له بې وزلو له ترار

پښتانه په کور او کلي کې د ویر، شور او غوغا پر مهال وایي “ څه ټکه را پریوتلې دی”  د ا هم د پښتاني کهول یوه ځانګړې  اصطلاح ده؛ د دغې اصطلاح کارونه د اسعد سوري په قصېده کې په لاندې ډول لوستلی شو :

کله ټکی واچوي پر نازولیو

کله څېرې کړې ګریوان د نمنځي چار

د اسعد سوري په قصېده کې یوه بله د پام وړ موضوع د زماني قیدونو کارول دي، چې د ده د سبکي خصوصیاتو استازیتوب کولاي شي؛  د ده په قصېده کې ډېر ځایه د زماني قید ( کله ) سره مخ کېږو؛ په قصېده کې لولو :

کله غورځوې واکمن له پلازونو

کله کښېنوې په خاورو کې بادار

کله ټکی واچوي پر نازولیو

کله څېرې کړې ګریوان د نمنځي چار

کله غوڅې کاندي مراندې د زړګیو

کله تېر باسي وګړي هوښیار

یو بل سبکي خصوصیت چې د اسعد سوري په قصېده کې څرګندېږي، هغه د صوت یا غږېزو نومونو یا نوم را وړل دي؛ صوت یا غږ نومونه هغه دي، چې زموږ په چاپیریال کې د حیواناتو یا اشیأو په اوازونو دلالت کوي؛ لکه ورټ، ورټ/ کټهار/ شور هار …

ګوره څاڅي رڼې اوښې له دې غرونو

دا کړونګی ساندې لی په شور هار

 

نه هغه زرغا د غرونو د بیدیا ده

نه د زرکیو په مسا دی کټهار

شاعران او لیکوالان د خپلو احساساتو، د فهم او ادارک په مرسته د شعر لپار داسې کلمات ټاکي، چې د همدغو کلماتو د ټاکنې یا ټاکلو په وسیله یې شعر ځانګړنې د نورو شاعرانو او لیکوالانو په پرتله بېلې وی او همدغه د کلماتو ټاکنه یې د شعر خصوصیات او شعري سبک بیل او بالاخره متحصر بفرد خوصیات پیدا کړي.

د اسعد سوري له قصېدې چې د محمد سوري په مېړینه یې ویلې داسې مالومېږي، چې شعر لیکلو او شعر او په ځانګړي ډول د قصېدې په ویلو کې پوره لاسبری و او همدې څخه د هغه مهال د پښتو ژبې د شعر پوخوالی پوره څرګندېږي.

د شعر هنري خواوې :

د اسعد سوري قصېده په بشپړ ډول د فصاحت، بلاغت  او هر ډول ادبي ځانګړنو څخه برخمنه ده، د اسعد سوري قصېده د پښتو ژبې د غوره شعري بېلګو څخه ګڼل کېږي، له شاعرۍ یې داسې څرګندېږي، چې ا سعد سوري د قصایدو په ویلو کې پوره لاس بری و، په قصېده کې یې د غور واکمن محمد سوري د مړېنې ویرنه په پوره مهارت انځور کړې ده او د غم او اندوح تاثېرات یې په ماهرانه انداز بیان کړي دي.

په لرغوني شاعرۍ کې قصېدې ژانر ډېر وخت د ساندو لپاره ټاکل کېدو، د قصېدو په لیکلو کې دا دود و، چې شاعران د ممدوح ستاینه وکړي او دخپل ممدوح عالي ځانګړنې په عالی بڼه انځور کړي؛ دا چې؛ د اسعد سوري شعر د پښتو ژبې لومړنۍ قصېده ده، سبکي خواوې به یې ډېرې ځانګړې وي.

قصېدې ته پښتانه بولله وایي؛ قصېده د عربي ژبې کلمه ده، چې د پښتو مانا یې قصد کرای شوی دی، قصېده هغه شعر ته ویل کېږي، چې د بیتونو شمیر یې له (  ۱۵ ــ۱۶ ) څخه کم نه وي او زیات حد یې تر ( ۳۰۰ ) هم زیاتېدی شي؛ څومره چې د شاعر موضوع ډېره وي، په همغه اندازه د بېتونو شمېر هم زیاتېدی شي، د قصېد نوم د قصد له مصدره جوړ شوی دی، چې مانا یې استقامت، اتصال، سموالی، برابرښت … دی.

قصېده هغه شعري ژانر او فورم دی، چې د غزل په څېر د سر بیت یې مقفي یانې همقافیه وي او د نورو بیتونو د هر بیت دویمه مسره یې د لومړي بیت سره همقافیه وي؛ د قصېدې او غزل په جوړښت کې ډېر توپیر نه ښکاري؛ خو ځېنې توپیرونه یې دا دي؛ د غزل د بیتونو شمېر کم حد ( ۵ ) او زیات حد یې ( ۱۵ ــ ۱۶ ) وي او د قصېدې د بیتونو شمېر له ( ۱۶ ) پورته تر ( ۳۰۰ ) هم اوړي، بل توپېر یې له غزل سره دا دی، چې قصېده درې برخې لري او په غزل په دغه برخه کې د کوم معیار تابع نه دی.

دلرغونو شاعرانو د قصېدې یو هنریت همدا و چې قصېدې د مانانیز اړخه په دریو برخو وېشلې، چې لومړی برخې ته یې تغزل یا تشبیب، دویې برخې ته یې اصلي موضوع وه او درېیمه برخه یې دعائیه وه.

یو : تغزل یا تشبیب : د قصېدې هغه برخه ده، چې په هغه کې شاعران د طبیعت ستاینه کوي.

دوه : ګریز یا اصلي موضوع : اصلي موضوع د قصېدې هغه برخه ده، چې شاعران د قصېدې په همدې برخه کې اصلي موضوع بیانوي.

درې : دعائیه : دعائیه د قصېدې هغه وروستۍ برخه ده، چې په دغه برخه کې شاعران د خپل ممدوح لپاره د خیر دعا او ممدوح بښنه او سکون غوښتنه کوي.

د اسعد سوري قصېده ټول ( ۴۴ ) بېتونه لري، چې په لومړي دوه بیتونه د تغزل یا تثبیب برخه ښه څرګنده ده؛ لاندې بېتونه ته پاملرنه کوو؛ د قصېدې په پیل کې لولو :

د فلک له چارو څه وکړم کوکا

زمولوی هر ګل چې خاندي په بهار

هر غټول چه په بیدیا غوړېده وکا

رېژوي یئ پاڼې کاندي نار په نار

د قصېدې له درېیم بیت څخه وروسته اصلی موضوع او مقدمه ده، چې اصلي موضوع د قصېدې تر ( ۴۳ ) بیته دوام کوي او د قصېدې وروستې بیت د قصېدې د دعاېیې برخه ده، چې خپل ممدوح ته د جنت غوښتنه او د غفار لور دعا کوي. په لاند ېبیتونو کې لولو :

د موضوع پیل :

ډېر مخونه د فلک څپېړه شنه کا

ډېر سرونه تر خاورو لاندې زار

چه له برمه ئې زمری رپي زنګلو کې

له او کوبه ئې ډاري تېرو جبار

دعائیه :

په جنت کې دې وه تون زموږ واکمنه

هم په تا دې وي، ډېر لور د غفار

لکه څنګه چې په غزل او ځېنې نورو شعري ژانرو کې ردیف اختیاري دی، همداسې په قصېده کې هم ردیف اختیاري دی؛ که د شعر په مطلع کې ردیف مراعات شوی وي، نو لازمه ده، چې تر پایه تکرار شي او که په مطلع کې نه وي مراعات شوي، په نورو بېتونو کې یې مراعات نشته؛ په ټوله کې دا ویلی شو، چې قصېده د بڼې له مخې په دوه ډوله ده، یو یې ردیف لرونکي او دویم یې ردیف نه لرونکي قصېدې دي؛ د اسعد سوري قصېده د ردیف نه لرونکو قصېدو په کټګورۍ کې شاملېږي؛ د قصېدې د سر په دوو بیتونو کې لولو :

د فلک له چارو څه وکړم کوکا

زمولوی هر ګل چې خاندي په بهار

هر غټول چه په بیدیا غوړېده وکا

رېژوي یئ پاڼې کاندي نار په نار

خوشال خان خټک فرمایي :

بیا له کومه را پیدا شو دا بهار

چې هر لورې یې ملک کړ یو ګلزار

ارغوان دي ضمیران سوسن ریحان دي

یاسمین دي نسترین نرګس ګلنار

که د خوشال خان خټک په کلیاتو کې د قصایدو برخې ته ځېر شو، هلته هم ډېرې داسې قصېدې تر سترګو کېږي، چې د قافیې په کلمې پای ته رسېدلي دي؛ د بېلګې په توګه د یوې قصېدې د سر بېتونو را اخلو :

خوشال خان خټک فرمایي :

بیا له کومه را پیدا شو دا بهار

چې هر لورې یې ملک کړ یو ګلزار

ارغوان دي ضمیران سوسن ریحان دي

یاسمین دي نسترین نرګس ګلنار

د خوشال بابا د قصېدې په لاندې بیتونو کې قافیه او دریف دواړه لېدل کېږي، چې ( صحرا، دا او تماشا ) د قافیې کلمې دي او ( هم ) چې تر پایه راغلی دی؛ د ردیف کلمې دي.

د نوروز منت په باغ دی، په صحرا هم

نوراني یې شي له فیضه هغه دا هم

چې په باغ کې رنګارنګ ګلونه وا شي

غنیمت ده، د ګلونو تماشا هم

د اسعد سوري دغه قصېده چې پټې خزانې په وسیله تر موږ را رسېدلې؛ د هنریت له پلوه یې ډېرې سبکي ځانګړنې ټاکلی شو؛ د اسعد سوري قصېده د وزن او عروضي څرنګوالي له پلوه د پارسي اوږدو قصېدو سره ورته والی لري؛ موږ د پارسي په ډېری قصېدو کې ګورو چې د قصېدې په پیل کې له فلکه شکایت کېږي، له شکایت وروسته خپل اصل مطلب ته راګرځي، چې د اسعد سوري په قصېده کې هم په پیل کې له فلکه شکایت کېږي او وروسته اصلي موضوع چې د محمد سوري یا د غور د واکمن ویر دی داخلېږي، داسې کول د قصېدې د لیکلو لپار یو شرط و؛ سوري وایي :

د فلک له چارو څه وکړم کوکا

زمولوی هر ګل چې خاندي په بهار

ستر خوشال بابا فرمایي :

خبر مه شې د فلک په ستمونه

په خاطر کې لرم څه رنه غمونه

چې همیش به یې سر پروت زما په پښو و

اوس هغه زما په سر ږدي قدمونه

   د اسعد سوري د سبک یو باریک اړخ دا دی، چې اسعد سوري د ویر او ساندو په چاپیریال کې د غور د ښکلا ، ښایست تصویر راښیي؛ دا د اسعد سورۍ د قصېدې هغه سبکي ځانګړنه ده، چې د پارسي ژبې په قصېدو کې نه تر سترګو کېږي؛ له بله پلوه د ویرژلو په چاپیریال کې د پېغلو نڅا، خندا او د اتڼو قطارونه یو ښاېست تصویر ترسیم دی؛ لاندې بېتونو کې لولو :

چه به نجلیو په نڅا پکې خندله

چه به پېغلو کا اتڼ قطار قطار

نه هغه زرغا د غرونو د بیدیا ده

نه د زرکیو په مسا دی کټهار

نه غټول بیا زرغونژږي په لاښونو

نه بامي بیا مسېده کا په کهسار

په قصېده کې د غور د واکمن مړینې ته خورا زیات ارزښت ور کول کېږي، د شعر یو لوړ مهارت دا دی، چې لوستلونکي او اورېدونکو ته پېښه داسې ور ښیي، چې موضوع د دوی په ژوند کې د ارزښت لرونکې ده؛ د قصېدې په یوه برخه کې لولو :

مځکې ! ولې په رېږدلو نه پریوزې؟

لاندې باندې سه! چه ورک سي دا اشعار

چه زمرۍ غندې واکمن ځي له جهانه

چه څوک نکړي په نړۍ باندې قرار

پوهاند عبدالحی حبیبي د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یوې تحلیلي کتنې په ترڅ کې د اسعد سوري په شعر کې یوې ډېرې باریکې موضوع ته ځېر شوی دی، موږ یې د اسعد سوري د شعر سبکي ځانګړنې بللی شو؛ پوهاند حبیبې لیکلي دي “ وګورئ شاعر د قصېدې په آغاز کې فلک په غایب ډول غندي او د ده ظلمونه بیانوي، بیا له ( څه تیری څه ظلم کاندې ای فلکه! ) بېرته له غیابه حاضر او مخاطب ته رجوع کوي او له مغایبې څخه مخاطب ته التفات کاندي؛ دا مخاطبه تر هغه ځایه ده، چې د ګریز ( تخلص ) موقع دی، ووایي : پر زړونو دې نن بیا یو غشی ووېشت “  د اسعد سوري په دې قصېده کې یوه غوره سبکي ځانګړنه دا ده، چې د قصېدې د تشبیب له برخې د قصېدې اصلي موضوع ته په استادانه ډول داخل شوی دی او اصلي موضوع د بشپړولو څخه وروسته د دعائیې برخې ته هم په پوره مهارت تللی دی؛ په لاندې بیتونو کې د تشبیب برخه لوستلی شی :

د فلک له چارو څه وکړم کوکا

زمولوی هر ګل چې خاندي په بهار

هر غټول چه په بیدیا غوړېده وکا

رېژوي یئ پاڼې کاندي نار په نار

له تشبیب او یوې مقدمې څخه وروسته اصلي موضوع ته په لاندې بیت سره د داخلېدو ته لار جوړوي؛ تاسې یې په همدې لاندې بیت کې لوستلی شی :

څه تېری څه ظلم کاندې اې فلکه !

ستا له لاسه ندئ هېڅ ګل بېله خار

په لاندې بیت ته وګورئ :

زموږ په زړونو دې نن بیا یو غشی وویشت

ودې ژوبلله په دې غشي هزار

د قصېدې په وروستیو بېتونو کې هم له پوره مهارته څخه کار اخلي او د دعائيې لپاره یوه مناسبه  لار او انګېزه پیدا کوي؛ په لاندې وروستنیو بېتونو کې لولو :

که سوري دې په تګ ویر کاندي ویرمن سول

هم به ویاړي ستا په نوم ستا په ټبار

بیا وایي:

په جنت کې وه تون زموږ واکمنه

هم په تا دې وي ډېر لور د غفار

که څه هم د اسعد سوري قصېده ټوله د یوې کېسې بیان کوي؛ خو د  اسعد سوري  قصېدې په ځېنې بیتونو کې یوه څرګنده او د پام وړ موضوع د معنوي صنعت په برخه کې د تلمیح صنعت راوړل دي؛ د قصېدې په یو بیت کې لولو :

هم یئ غشي سکڼی ډال د ژوبلورو

رستمان ځنې ځغلا کاندي په ډار

په دغه بیت کې د افسانوي پهلوان ( اتل ) رستم د ذال زوی ته اشاره کېږي، چې د سیمې په کچه پېژندل شوی او نه ماتېدونکی اتل او پهلوان په توګه پېژندل شوی و.

په یو بیت کې د غرونو افشارونه د توېدو د لپاره مناسب علت راوړي، د افشار څاڅکي د اوښکو سره تشبیه کوي، وایي ستا له تېریو د غرونه هم  اوښکي څڅوي او په بل بیت کې وایي دا چېنې چې را خووتېږي دا هم ستا له تېریو ژاړ کوي.

ګوره څاڅي رڼې اوښې له دې غرونو

دا کړونګی ساندې لی په شور هار

له تیریو دې اوښې څاڅي له اوریځیو

چینې ژاړي په ورټ ورټستا له شنار

دا بیت هم ولولو :

څه تېری څه ظلم کاندې اې فلکه !

ستا له لاسه ندئ هېڅ ګل بېله خار

همدې ته ورته استاد الفت یو بیت کې د خپلې ادعا لپاره مناسب علت را وړي او د کعبي تور کمیس د مظلومانو د قربانۍ له امله ګڼي:

کعبي تور کمیس اغوستی دی له غمه

مظلومان قرباني کېږي بې حسابه

د اسعد سوري په قصېده کې یو بل شی ته چې د پام وړ ګرځي، هغه د مطرف تجنیس کارول دي؛ مطرف تجنیس د لفظي صنعتونو هغه ډول دی، چې شاعر په خپل کلام کې دوې داسې ورته کلمې راوړي، چې یوازې په یو توري کې توپیر سره ولري؛ په لاندې بیتونو کې لولو :

پر سوریو باندې ویر پریووت له پاسه

محمد واکمن چه ولاړی په بل دار

یو وار سو اسیر په لاس د مېر څمنو

انتقال ئې وکړ قبر له بل وار

د قصېدې په پورته دوو بېتونو کې ګورو چې ( دار )  ( وار ) چې هم د قافیې کلمې دی او هم مطرف تجنیس بلل کېږي؛ یانې د دواړو یا درې واړو کلمو بڼه ورته ده؛ خو یوازې په یو توري کې توپیر لري، چې د لومړي بیت د ( دار ) په لومړي توري (د ) او په د ( وار ــ وار ) په کلمو کې د ( و ) توری راغلی دی، چې همدې دوو تورو کې کلمې سره توپیر لري او همدا تجنیس دی.

د شعر فکري خواوې:

ځېنې سبک پېژندونکي په دې اند دي، چې د سبک پېژندنې په برخه کې یوازې شعر بڼه او سطحي یا ژبني مسایل څېړل بسنه کوي او د شعر فکري، عاطفي او منځپانګې بحث یې دومره د پام وړ نه دی؛ خو چې وایو : سبک د لیکونکی فکر او شخصیت دی؛ نو له دې څخه دا ویلی شو، چې په سبکي څېړنو کې د شعر فکري اړخ، لکه : څنګه چې ژبنی او هنري اړخ یې د ډېر پام وړ دی، له هغه زیات یې د شعر فکري، عاطفي او منځپانګې بحث د پام وړ دی؛ له دې سره څېړندوی محمد صدیق روهي په ادبي څېړنو په اثر کې د یوفون له قوله وایي “ سبک په خپله سړی دي” څېړندوی محمد صدیق روهي په همدې اثر کې په یوه بله برخه کې د شوپنهاور نظر را اخلي وایي “ سبک د دماغ کړه وړه پېژندنه ده.” په همدې پسې بیا زیاتوي او وایي “ سبک یو فکر دی، چې په ژبه افاده شوی وي.” له دې پورته دلایلو دا ښه په ډاګه کېږي، چې د سبک د څېړنې پر مهال د سبک له نورو ځانګړنو څخه یې فکري بحث خورا مهم او ډېر د پام وړ دی.

لکه څنګه چې دوه اشخاص یو ډول تمایلات نه لري؛ نو څرګنده ده، چې فکر او عاطفه یې یو راز نه ده او له  فکري لحاظه سره بېل شخصیتونه دي.

د اسعد سوري په قصېده کې یو ځانګړی فکر افاده شوی دی، د اسعد سوري قصېده د یو ځانګړي فکر استازیتوب کوي، د اسعد سوري قصېده د یو محکم ټبر غږ دی، نور فکري، عاطفي او قصېدې د منځپانګې څېړل یې خورا اړین برېښي؛ ځکه د یو رېژېدلي غاټول ویر کوي؛ سوري وایي :

هر غاټول چې په بیدیا غوړېده وکا

رېژوي یئ پاڼې کاندي تار په تار

د اسعد سوري قصېده د پنځمې هجري پېړۍ د یو سترې تاریخي پېښې اوږد داستان بیانوي، چې یو مسلمان واکمن پر بل مسلمان واکمن حمله کوي او هغه د اهنګرانو په کوټ کې محصور وي او د بندي یې د غزني په لور بیایي او هغه له غیرته په لاره کې زهر خوري او یو عادل او زړور واکمن چې په غور کې یې د عدل ساری نه و وفات کېږي؛ اسعد سوري همدې داستان ته د تاریخ ژبه ور کړې.

په سماو ئې ودان آهنګران ؤ

په ټیکنه ؤ پر درست جهان او څار

بل ځای وایي:

د محمود د ژوبلورو په لاس کښېوت

چه غزنه ته ئې باتلی په تلوار

که د اسعد سوري قصېده د پارسي ژبې له هغه قصېدې سره پرتله کړو، چې د سلطان محمد غزنوي په ویرنه یې ویلې، څرګندېږي چې د اسعد سوري ویل د یو غښتلي او قوي احساس څرګندونه کوي او د پارسي ژبې هغه قصېده چې د محمود غزنوي په ویرنه یې ویلې ښکاري چې د شاعرانو بازار نور شوړ شوو؛ د قصېدې په یو بیت کې لولو:

شعرأ را بتو بازار بر فروخته بود

رفتی و با تو بیکبار برفت آن بازار

له پورته بېته د شاعر شخصي تقاضأ ښه څرګندېږي او یوازې شخصي تمې بوی ور څخه محسوسېږي؛ خو بل پلو د اسعد سوري د قصېدې په بېتونو کې شخصي داعیه نه لېدل کېږي او یوازې د غور د سوکالۍ غږ ازنګې کوي؛ سوري وایي :

نه له غرجه بیا راځي کاروان د مشکو

نه را درومي غور ته بیا جوپې د شار

د پښتو ژبې ستر شاعر او لیکوال خوشال خان خټک همدا شان یوه قصېده کې چې د خپل ځوان زوی نظام په مړینه یې لیکلي په بشپړ ډول پښتني احساسات بیانوي؛ خوشال خان خټک د خپل زوی د مړینې حسرت نه کوي، بلکې حسرت یې دا دی، چې کاشکې د پښتانه به ننګ کې مړ شوی وای نه دا چې په تلتک کې مړ شو؛ ستر خوشال خان فرمایي :

کشکې ځوان د پښتانه په ننګ ې مړ وای

نه چې ګور لره روان شوې له تلتکه

چې د قام په ننګ ومړ هغه زویه

په عالم کې د خپل پلار غاړه کا لکه

د اسعد سوري په قصېده کې که څه هم د غور د خلک ویر نغښتی دی، خو په شخصي تمایلاتو او غوښتنو فکر ور سره نشته او نه د نا امیدۍ خبرې کوي او د غور د راتلونکي څراغ یې هم روښانه ښکاري.

اسعد سوري په قصېده کې د حماسي سبک ته میلان لېدل کېږي، په حماسي فکر ا احساسات لري او د ملي او حماسي روحیې پالنه کوي؛ د اسعد سوري د په قصېده کې د حماسي سبک یوه ځانګړنه دا برېښي چې هغه د زندان، بېړۍ، ننګ، مېړانه او په پای کې مېړنه ویاړ بولي؛ سوري وایي:

ننګیالیو لره قید مړینه ده ځکه :

سه ئې والوتله هسک ته پر دې لار

بل ځای وایي :

تر نړۍ ئې غوره خاورې هدیره کا

د زمريو په بېړیو کله وي څوار

په اسعد سوري سربېره د پښتو ژبې ستر شاعر او لیکوال خوشال خان او د حماسي سبک سرخېل هم په خپلو اشعارو کې دا ډول فکر پاللو کې تر ټولو مخکې دی. خوشال فرمایي:

په جهان د ننګیالو وي دا دوه کاره

یا به وخورې ککرۍ یا به کامران شې

د اسعد سوري په قصېده کې یو بل رنګ چې ډېر څرګند دی، هغه د ده په قصېده کې تصوفي رنګ دی، سوري د قصېدې په ځېنو بېتونو کې دې ته اشاره کوي، چې د دنیا ټولې چارې لوړتیا، ځوړتیا، خوښي ور کول، په غم کې مبتلا کېدل، عزت او ذلت ور کول دا هر څه د ستر ټولواک په ادارې پورې تړلي دي؛ سوري فرمایي :

کله غورځوي واکمن له پلازونو

کله کښېنوي په خاورو کې بادار

داسې ښکاري چې د اسعد سوري فکري رنګارنګي ډېره ده، یو لور ته حماسي روحیه پالي، بل لور ته پښتني ننګ پالنه کوي او بل لور ته دا هم له پامه نه غورځوي چې د نړۍ ټول واکمن هغه څوک دی، چې د پلازونو څښتن په خاورو کېنوي او په خاورو ناست د پلازونو څښتن کوي.

ماخذونه:

۱ ــ  الفت، ګل پاچا، ۱۳۹۳ هجري لمریز، غوره اشعار، میهن خپرندیه ټولنه.

۲ ــ  بابا، عبدالرحمن، ۱۳۹۴ پنځم چاپ، کلیات، دانش خپرندویه ټولنه.

۳ــ  خټک، خوشال خان، ۱۳۸۷ل/ ۲۰۰۸ ز کلیات، دانش خپرندویه ټولنه.

۴ ــ  هوتک محمد ۱۳۳۹ هـ . ش کال دویم چاپ، پټه خزانه، مؤسسه نشرات آریانا ډهکی نعلبندی قصه خوانی بازار پشاور.

 ۵ ــ  یون، پوهیالی محمداسمعیل،۱۳۸۷ ل،شپږم چاپ، د پښتو شعر هندسي جوړښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...