Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ط لبانو وزیر د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک له...

د ط لبانو وزیر د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

تاند ( سه شنبه د غبرګولي/ جوزا ۵مه)  افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي چې، محمد عیسی ثاني د دغه وزارت د یو شمېر رییسانو او انجینرانو په ملتیا د کابل – جلال‌اباد  دویم لین سړک له رغنیزو چارو لیدنه وکړه.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه دغه خبر خپور کړی دی.

هغه لیکلي چې ثاني د پروژې تطبیقوونکو ټیمونو ته لارښوونه کړې چې د شته ستونزو د دایمي حل لپاره د موجوده پرسونل او ماشینرۍ ترڅنګ نوره اړینه ماشینري او کاري پرسونل هم زیات کړي،څو د وزیر په وینا د یاد سړک رغنیزې چارې په چټکۍ او غوره کیفیت بشپړې شي.

د خبرپاڼې له مخې دا مهال د یادې لویې لارې د کندن‌کارۍ، پرکارۍ او پولچکو د رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې په کې له شاوخوا ۸۴ عرادو ماشینرۍ څخه ګټه اخیستل کېږي.

حق شناس لیکلي چې د کابل – جلال‌اباد لویې لارې په لومړي لین کې د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د زیاتوالي ترڅنګ، په ځینو سیمو کې د طبیعي پېښو له امله د غرښوویېدنې ستونزې هم رامنځته کېږي، چې د لارې پر خوندي تګ‌راتګ منفي اغېز کوي.

د خلکو تر سختو نیوکو وروسته چې، د دغې لارې د کارونو د چټکتیا غوښتنې یې کولې، دا لومړی ځل دی چې، د یاد وزارت له ادرسه دا ډول یو خبرپاڼه خپرېږي.

د یادولو ده چې دا مهال د هېواد په ډېرو سیمو کې د لویو لارو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

1 COMMENT

  1. kabul jalal abad new second road building is very slow, 0,005%
    MUST CHANGE PERONAL/
    KARZI/ASHRAFGHANI AND TALIBS JUST SPEND TIME.
    KABUL KANDAHAR ROAD BUILD VERY FAST. BUT JABD IS NOT;
    WE DONT WANT TRANSIT FROM PAKISTAN,
    BUT EVERY DAY PEOPLES OF JALAL ABAD LOSE LIFE,
    EVERY DAY CAR ACCIDENTS HAPPEN;
    PLEASE SPEEDUP TO BUILD KABL &JABD SECOND TOAD.
    THANK YOU TAAND

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب