تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) د انسانانو په تاریخ کې په لومړي ځل د نړۍ د ورځې د تودوخې اوسط د صنعتي پېر له پیل مخکې اندازې پرتله پرلهپسې شپږ ورځې تر د سانتيګراد تر دوو درجو لوړه ثبت شوې ده. د اقلیم نړیوالو متخصصانو دا د راتلونکو خطرونو په اړه یو جدي خبرداری بللی دی.
د اروپا د اقلیمي بدلون د څار ادارې «کوپرنیکس» د معلوماتو له مخې، د نومبر له ۱۸مې تر ۲۳مې پورې د نړۍ د تودوخې اوسط په پرلهپسې ډول له دوو درجو لوړ و.
د نومبر په ۲۳مه د نړۍ د تودوخې متوسط د صنعتي پېر له پیل مخکې اندازې په نسبت د سانتي ګراد ۲.۲۴ درجې لوړ ثبت شوی، چې د یوې ورځې لپاره نوی ریکارډ بلل کېږي. تر دې مخکې په ۲۰۲۳ کال کې د یوې ورځې د تودوخې تر ټولو لوړه اندازه ۲.۰۶ درجې ثبت شوې وه.
تر دې وړاندې یوازې دوه ځله، د ۲۰۲۳ کال په نومبر او د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې، د نړۍ د تودوخې متوسط له دوو درجو لوړ شوی و؛ خو دا ځل د دې حالت دوام بېساری و.
د پاریس تړون او د ۱.۵ درجې هدف
متخصصان وايي، د تودوخې دا شپږ ورځنی زیاتوالی په دې معنا نه دی چې د ۲۰۱۵ کال د پاریس تړون له مخې د نړۍ د تودوخې د زیاتوالي د ۱.۵ درجې حد هدف په بشپړ ډول ناکام شوی دی.
د دوی په وینا، د دې موخې د نه پوره کېدو ارزونه د یوې یا دوو ورځو پر ځای د اوږدې مودې، په ځانګړي ډول د یوې لسیزې د منځنۍ تودوخې له مخې کېږي.
خو د شپږو پرلهپسې ورځو لپاره د تودوخې له دوو درجو اوښتل د اندېښنې وړ نښه ده.
د فوسیلي سونتوکو کارول او د النینو اغېز
د اقلیم متخصصان د تودوخې لوړېدا بې ساري بولي او وايي د انسانانو له خوا د فوسیلي سونتوکو سوځول او د النینو پیاوړی موسمي بهیر یې عوامل دي.
د النینو دغه بهیر د ارام سمندر اوبه له معمول څخه ډېرې تودوي او په پایله کې د ځمکې پر عمومي تودوخې هم اغېز کوي.
پوهان خبرداری ورکوي چې که د فوسیلي سونتوکو په کارولو کې ژر او د پام وړ کموالی رانهشي، د اقلیمي بدلون راتلونکي اغېزونه به ډېر ویجاړوونکي وي.