Home+په دې ورځ د نوبل جایزه تاسیس شوه

په دې ورځ د نوبل جایزه تاسیس شوه

تاند- له نن څخه 130 کاله پخوا د ۱۸۹۵ کال د نوومبر په ۲۷ مه سویډني کیمیاپوه، انجنیر او د باروتو مخترع الفرید برنارد د نوبل جایزه اعلان کړه.

دا جایزه په لومړي ځل د ښاغلي نوبل له مړینې پنځه کاله وروسته په ۱۹۰۱م کال کې ورکړل شوه. د اقتصاد د نوبل جایزه، د سویډن مرکزي بانک په ۱۹۶۸ کال کې د ښاغلي الفرد په درنښت او یاد د اقتصاد د برخې د نوبل جایزه وټاکله، چې رسمي نوم یې” په اقتصاد کې د سویډن د بانک جایزه” دی.

ښاغلي نوبل په ۱۸۹۵ کال په خپل وصیت کې د دې جایزې پرېکړه کوونکي مشخص کړي دي. د هغه د وصیت په اساس، د ستاکهولم د کارولینسکه انستیتوب د طب، د سویډن د شاهي علومو اکاډمۍ د فزیک او کیمیا او د سویډن اکاډمي د ادبیاتو د برخې ګټونکي ټاکي او اعلانوي.

ښاغلي نوبل په خپل وصیبت کې د سولې د جایزې د ګټونکي پرېکړه، هغه پلاوي ته سپارلي چې د ناروې پارلمان یې ټاکي، خو دا یې نه دي ویلي چې ولې یې د سولې د نوبل د جایزې پرېکړه ناروي ته پرې ايښې ده.

هغه مهال چې الفرد نوبل د دې جایزې د ټاکلو غوښتنه کوله، سويډن او ناروې د یوه اتحاد غړي وو چې بیا په۱۹۰۵ کال له دغه اتحاد څخه ووتل. ناروې په سیمه کې یو سوله خوښي هېواد بلل کېده او سویډن پر خپلو ګاونډیانو د یرغلونو تاریخ درلود، شاید په همدې دلیل ناروې ته د سولې د جایزې د ورکولو پرېکړه سپارل شوې وي.

په نړۍ کې زرګونه کسان دې جایزې ته کاندیدان وي چې د پوهنتون استادان، وکیلان، د نوبل د جایزې مخکني ګټونکي او په خپله د نوبل د جایزې د ټاکونکو کمېتو ځينې غړي وي. د اصولو له مخې پرېکړه کوونکي باید د نوبل جایزې د کاندیدانو هویت تر ۵۰ کلونو پورې وساتي.

د ګټونکي تر اعلان مخکې، پرېکړه کوونکي حق نه لري، چې د ګټونکو په اړه خبرې وکړي، خو کله ناکله هغوی چې دې جایزې ته نور کسان کاندیدوي، خپله پرېکړه په ډاګه کوي.

نوبل د ۱۸۳۳ کال د اکتوبر په ۲۱ د سویډن په ستاکهلم کې زېږېدلی او د ۱۸۹۶ د دسمبر په ۱۰ مه د ایټالیا په سان ریمو کې د ۶۳ کلونو په عمر مړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...