جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههند نوي ډیلي ته د افغانستان د سوداګرۍ وزیر سفر «ګټور او...

هند نوي ډیلي ته د افغانستان د سوداګرۍ وزیر سفر «ګټور او بریالی» وباله

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) د هند د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (نوومبر ۲۶) اعلان وکړ چې هند ته د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزير الحاج نورالدين عزيزي د سفر «بریالی او ګټور» و او د سفر پر مهال “ډېرې ښې پايلې” ترلاسه شوې.

د هند د باندنیو چارو وزارت وياند رندھیر جیسوال د افغانستان لپاره د هند له لوري د نوي استازي د ګومارلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل چې نوی ډیلی د دې دندې اړتياوې او عملي اړخونه ارزوي.

الحاج نورالدین عزيزي د نوومبر له ۱۹مې تر ۲۵مې د له یوه سوداګريز پلاوي سره یو ځای هند ته سفر کړی و.

تر دې یوه ورځ وړاندې، د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې د عزيزي سفر د دواړو هېوادونو د قوي ژمنتيا څرګندونه کوي، څو دوه اړخيزې اړيکې او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، اقتصاد او پانګونې همکاري لا پياوړې کړي. وزارت زياته کړه: “هند له افغانستان سره نژدې همکارۍ ته ژمن دی، څو اقتصادي شراکت د دواړو هېوادونو خلکو ته دوامدارې ګټې ورسوي.”

د سفر پر مهال، ښاغلي عزيزي د هند له بهرنيو چارو وزير ډاکټر ایس. جې شنکر سره ولیدل. دواړو وزيرانو د دوه اړخيزو اړيکو، اتصال (connectivity) او د خلکو ترمنځ د راکړې ورکړې موضوعات وڅېړل.

افغان وزير د هند د سوداګرۍ او صنعت له وزير پيوش ګویال سره هم د پلاوي په کچه خبرې وکړې. د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ اسانتياوې، بازار ته د لاسرسي پراختیا، اتصال، او د ظرفيت لوړولو په ګډون پراخ بحثونه وشول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب