دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+نا اشنا میوه | ليکواله: الیف شافاک

نا اشنا میوه | ليکواله: الیف شافاک

یو چېرته مارک تواین ویلي و: «انسان یوازینی موجود دی چې د شرم او پښېمانۍ احساس کوي» وروسته یې زیاته کړې وه: «یانې هغه موجود چې شرمیږي» کولی شم ووایم چې د حیواناتو برعکس د انسانانو دغه ځانګړنه د عقل او وجدان له امله وي. دا تر یو څه حده سمه ده. خو همدا موږ انسانان یو چې د حیواناتو برعکس خپل همجنس (همنوع) تحقیرو، ازار ورکوو، استثمارو یې، سو استفاده ترې کوو، رټو یې او په هغوی تهمت لګوو.

 د همدې لیکنې د لیکلو پرمهال مې یوه پخوانۍ ترانه ذهن ته راځي.د بیلي هالیدي؛ نه هېریدونکې ترانه.دغه ترانه «Strange Fruit» نومیږي چې ژباړه یې:«نا اشنا یا عجیبه میوه» کیږي. د جوړو شویو ترانو، لیکل شویو شعرونو او ویل شویو کیسو په منځ کې د «نا اشنا میوې» ترانه ځانګړی ځای لري. اوریدونکي لدې ترانې سره عجیبه اړیکه ایجادوي. که د ترانې د کیسې له پوهیدو سره یې په ګوښې کوټه کې په پټو سترګو او پوره غور واورئ، په لنډ وخت کې مو غونی ځیږوي، له هر ټکي سره به مو له وجوده یو څه را وځي او له ذهنه مو پخواني فکرونه پاکوي.

 نژاد پرستي، ماتم، تبعیض، غم، تراژیدي، امید او ظلم چې انسان د انسان په حق کې روا کړي، هېڅکله په داسې ښه او اغیزناک انداز نه دي روایت شوي.

وخت: ۱۹۳۰ کال.

 ځای: آیرلینډ.

 هاغه وخت چې په امریکا کې نژاد پرستي په اوج کې وه. دوه تورپوستي ځوانان بې دلیله یوازې د خپل تور رنګ له امله د سپین پوستو د یوې ډلې لخوا د کوڅې په منځ کې تعقیب شول. د تورپوستو تر شاه ډلې شعار ورکاوه:«تورپوستي نه غواړو. زموږ له هېواده مو قبرونه ورک کړئ».

 دوه وېریدلي تورپوستي په منډه وو، خو د هغوی د تعقیب کوونکو سپین پوستو سرعت له دوی څخه زیات و. لسګونو کسانو دوه بې وسلې او بې دفاع ځوانان د سوکانو او لغتو په وهلو سره ازار او د مرګ تر بریده ووهل. اخر یې ووژل او وروسته یې د سیمې د نورو تورپوستو د عبرت لپاره د هغوی بې ساه جسدونه د یوې ونې په ښاخونو پورې وځړول. د دوه ځوانانو جسدونه د ونو د پاڼو غوندې باد رپول.

 د پېښې په ځای کې خبریالانو عکسونه اخیستل او خپلو ورځپانو ته یې مطالب تیارول. پولیسو د عمل کوونکو د پلټنې نمایش وکه. څو کسان ونیول شول او نور ازاد پریښودل شول. وروسته دغه پېښه هېره شوه.

 په حقیت کې د دنیا قانون دادی چې د تل په څېر ځپلي او داغلي خلک یاد ساتي او نور هېروي.

کالونه وروسته ایبل مروپل د یو کتاب د پاڼو اړولو پر مهال د یادې پېښې تور سپین عکس ولیده. ویې نشو کولی چې له ونې د ځوړنده ځوانانو له عکس سترګې پورته کړي. همهاغه ورځ کور ته د راتلو پر مهال شعر لیکي:

په جنوب کې،

 ونې نااشنا میوې نیسي

د جنوب په بادونو کې

 تور وجودونه رپیږي

همدا رنګه نا اشنا میوې…

پدې وخت کې بیلي هالیدي د نیویارک د جاز په کلبونو کې په مشهوریدو و. د هغه سبک، حالت، کړنې، هغه انرژي چې د ترانې ویلو پر وخت یې لیدونکو ته انتقالوله او… له هره اړخه اول و.

هاغه مهال چې نژادپالنه یوه طبیعي چاره بلل کیده، ده په موسیقۍ سره وړاندوینې تغیر او تابوګانې وننګولې. دده کتاب لوستل خوښیدل. شعر، داستان، رمان او … یوه ورځ په یو شعر ور برابر شو، چې د زړه له تله یې اغیزمن کړ. د ترانو په لیکلو او ویلو یې پیل وکړ. اوس نور نو د «نا اشنا میوې» ترانه د جاز د کلبونو وروستۍ سندره شوې وه. خدمتګارانو به مشتریانو ته خدمات ورکول، لیدونکو به ساه ګانې په سینو کې بندولې، په ټول کلب به ژور سکوت حاکم کیده، چراغونه مړه کیدل. یوازې به د بیلي هالیدي په صورت باریکه رڼا پرېوته. پدې ډول به ده په هغه مطلقه تاریکۍ کې خپله ترانه پیلوله. ۱۹۳۰ کال کې د دوه وژل شویو تورپوستو ځوانانو د یاد مراسم نیول شوي و. د موسیقۍ د تولید شرکتونه او د کلبونو مشران له دې وضیعته خوښ نه ول. په ترانو کې یې د سندرغاړو لخوا له سیاسي شعرونو ویل نه خوښیدل. پدې باور و چې باید فقط هغه ترانې وویل شي چې د لیدونکو د ساعتیرۍ سبب ګرځي. د عشق او جدایۍ په اړه دې سندرې وایي، خو سیاسي مسایلو ته دې نه ورځي.

بیلي هالیدي په خپلو کړنو ټینګار کاوه او د چا خبرو ته یې غوږ نه نیوه. اخر یې په خپلو امکاناتو یاده ترانه په سټوډیو کې ثبت او په یو تلپاتې اثر بدله کړه.

د هنرمند لپاره هنر هم نعمت دی او هم لعنت. داسې څه لیدل چې د لیدو وړ نه دي، له داسې څه خبرې کول دي، چې په اړوند یې باید څه ونه وایئ.

هر چېرته چې د ازار او اذیت فرهنګ وي، هرچېرته چې د نفرت خبرې وي، هر چېرې چې نژادپرستي، جنسیتي او فردي تبعیض وي، نو د هنرمند دنده ده چې هغه په شعر کې ځای کړي، په ورته موضوعاتو رمانونه ولیکي، په ترانه یې واړوي، نقاشي یې کړي او یا یې په کاریکاتور بدل کړي.

 زموږ د وجدان پر ښاخونو نا اشنا میوې رپیږي.

هغه هېواد چې تېر او نن یې په زړه سواندۍ نقد نشي، هېڅکله قدرتمند کیدای نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب