(د اوکراین سفر یوه بله خاطره)
زه هم پیلوټ یم
خو د اوښکو پیلوټ
موږ ته تیاره طیاره د ویر راغلې ده سپاره یو په کې
دا دی د جنګ الوت مو کړی دی کرار نه کینو
دا دی د ویر الوت مو کړی دی خندا نه لرو
خو دې الوت کې موږ بقا نه لرو
په دې الوت کې نن هم لاړمه ډیر لرې، لرې
لاړمه نن یو نندارتون ته
چې نا څاپه مې خندا په ژړا واوښتله
چا را ته وې چې دغه دړه ګوره!
ما چې کتل:
ورباندې نوم زما د وطن ښکاره شو
سترګې مې ښې خلاصې کړې ومې لیدل
هلته د اوسپنې په شمار څو اسبابونه ولاړ
یوه چورلکه، څو ټانکونه ولاړ
یو ځیږهَ غږ له کومې خوا نه را تهَ
چې دې چورلکې په افغان او په ستان کې ډیر خدمت کړی دی
زه هم زینې ته ور نږدې شومه ور وختمه
د ژوند یوه نښه یې منځ کې نه وه
یو یې پیلوټ، څلور دیسانت ځاییدل
زه د پیلوټ په ځای کې کیناستمه
شا و خوا دومره سوچونه او تنۍ ډیرې وې
لکه زما د وطن ویر چې ډیر دی
هماغه یو ځیږ غږ راته ویل یې:
چې دې چورلکې په افغان او په ستان کې ډیر خدمت کړی دی
زه د پیلوټ ځای کې کرار ناست وم خندا راغلله
او د خندا پټو څپو سره مې مخې ژړا راغلله
زړه کې مې ځان سره ژړل او ویل:
خدمت خو دا وي چې د بم پر ځای ګلان وکري
خدمت خو دا وي چې سپیره ډاګونه شنه کاندي
او کلیو کې مکتب ودان کړي
خدمت خو دا وي چې نا لوستي هلکان او نجونې
له لاسه ونیسي ښوونه او روزنه ورکا
خدمت خو دا وي چې یا هیڅ ور نه شي
او که ورځي نو آبادي به کوي
فولاد نه جوړ له دې شاهین نه په څو ځلې تاو شوم
د ژوند یوه نښه یې هیڅ یو څنګ کې
او یا هم منځ کې نه وه
ښکته او پورته، لاندې باندې
څلور خوا ته یې د مرګ نښې وې
په پای کې پوه شوم چې خدمت څه شی وي
ورغلم مخې ته یې
سترګو په سترګو سره ودریدو
ما وې چې څوک نه شته رښتیا و وایه!
دې اوسپنیز سطل نه غږ راوزي:
چې تا خدمت کړی دی
زه بې هم ومنم دغه خدمت دې
خو ته رښتیا و وایه:
تا د خدمت موده کې
زما د څو تنو ځیږ پوستو هیواد والو وینه تويې کړله؟؟؟
۲۰۱۴/۱۰/۲۰
کییف
اوکراین