نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر وکړي. موږ هر وخت خپل ژوندي اتلان هېر کړي، هغه وخت را یاد شوي او اتل شوي چې له دې نړۍ یې سترګې پټې کړې دي، راځئ رښتيني اتلان او هغه نومیالي یاد کړو چې هر وخت يې په کور کلي کې د پرمختګ ډیوې بلې کړې دي، خپل ځوان نسل ته یې کتاب او قلم ورکړی، د محصل او متعلم لاسنیوی یې کړی او د روزنې له پاره یې هڅې کړې دي.
نن د اکسوس کتاب پلورنځي د دوولسمې کلیزې له نمانځنې سره د پوهنې د اتل حمید ناصري یاد هم لازمي بولم. ځوان حمید ناصري کلونه وړاندې په کابل کې سپوږمۍ راډیو جوړه کړه هغه مهال افغانستان کې ایف ایم راډیوګان ډېر وو خو سپوږمۍ راډیو د ښه مدیریت له کبله بې کچې ډېره وځلېده، ښه او خوږ ژبي ویندویان یې درلودل، خبرونه، سیاسي، ټولنیزې او فرهنګي خپرونې یې بې بېلګې وې او تر اوسه يې نوم د ایف ایم راډیو ګانو په سر کې ځلېږي. د راډیو تر څنګ یې سرنوشت ورځپاڼه پیل کړه چې زه یې هم د کار کولو ویاړ لرم.
ناصري صیب یوازې پر دې اکتفا ونکړه په کابل کې یې له ټولو کتابتونو متفاوت اکسوس کتاب پلورنځی جوړ کړ چې د کتاب پلورنځي تر څنګ یې تر اوسه په پښتو او دري ژبو سلګونه ګټور کتابونه په لوړ کيفیت خپاره کړي دي، موږ چې د کلي عامه کتابتون له لارې هر کتابتون جوړ کړی دی اکسوس کتابتون ښه ډالۍ ورته راکړې او د هر کتابتون په جوړولو کې یې ښه ونډه اخیستې ده او زه چې هر وخت د ناصري صیب دېرې سپوږمۍ راډیو ته ورغلی یم، خامخا یې د کتاب ښه ډالۍ راکړې ده.
پرون د اکسوس کتاب پلورنځي دوولس کلونه پوره شول، اکسوس ادارې خپله دوولسمه کلیزه د اکسوس په نوې ودانۍ کې چې د اکسوس کتابتون له پاره یې جوړه کړې ده او د مطبوعاتو نړیواله ورځ هم وه ونمانځه او د خویندو په ګډون بې شمېره ځوانان ورغلي وو. اکسوس اوس د فکرونو او ذهنونو په جوړولو او د سالمو کورنیو د جوړولو مرکز بلل کېږي او په کابل کې به لږ کورنۍ وي چې د اکسوس یو کتاب نه وي ورته رسېدلی، هر کتاب یو کس نه بلکې څو کسان لوستی شي، هر کتاب د څو کسانو د ذهن او فکر په جوړولو کې ونډه لري. اکسوس په خپله نوې ودانۍ کې د مطالعې او فرهنګي پروګرامونو له پاره بېل ځای لري، په خپلو ټولو کتابونو يې پنځه سلنه دایمي تخفیف لګولی، د خویندو د اسانتیاوو له پاره به دوه خویندې کار کوي د اخیستونکو له پاره وړیا وای فای انټرنیټ هم لري، تر ټولو مهمه دا چې د کافي مینه والو ته به خوندوره کافي هم شته وي.
نو د بې ځایه لګښتونو پر ځای پیسې په کتاب ورکړئ، په کتابتون کې مو ذهن ارام او جوړ کړئ له اتل، نوښتګر، رښتیني، بې کبره، ځيرک او په خپل وطن او خلکو مین انسان ناصري صیب نړۍ مننه چې خپله پانګه په کتاب او پوهنه لګوي او افغانانو ته یې د کتاب او مطالعې غوره ځای برابر کړی، نو موږ حميد ناصري صیب ته د پوهنې اتل او غوره مدیر ویلی شو.