Homeخبرونهد غوزانو (چارمغر) د ګټو په اړه نوې څېړنه څه وايي

د غوزانو (چارمغر) د ګټو په اړه نوې څېړنه څه وايي

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۱ مه) یوې طبي څېړنې ښودلې چې د غوزانو (چارمغزو) منظم خوړل ښايي په بدن کې د خوړو له امله د رامنځته کېدونکي پړسوب کچه راټیټه کړي.

د راپور له مخې، د امریکا د لوما لیندا پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځي څېړونکو په دې څېړنه کې د غوزانو د خوړلو او په بدن کې د پړسوب ترمنځ اړیکه څېړلې ده.

په دې څېړنه کې د لوړ عمر ۳۱۹ کسان په دوو ډلو وېشل شوي وو. یوې ډلې ته هره ورځ د ۲۸ او ۵۷ ګرامو ترمنځ غوزان ورکول کېدل، خو بلې ډلې غوزان نه خوړل.

دا کلینیکي څېړنه دوه کاله روانه وه او په دې موده کې دواړو ډلو ته سپارښتنه شوې وه چې په خپل عادي خوراک کې نور بدلونونه رانه ولي.

د څېړنې په پای کې څرګنده شوه چې د غوزانو خوړونکې ډلې په بدن کې د خوړو له امله د رامنځته کېدونکي پړسوب کچه د بلې ډلې پرتله په څرګند ډول ټیټه وه.

په بدن کې د پړسوب کمېدل ولې مهم دي؟

پړسوب د بدن طبیعي دفاعي غبرګون دی، خو که د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، له بېلابېلو مزمنو ناروغیو سره تړاو لرلی شي. اوږدمهاله پړسوب د زړه د ناروغیو په ګډون د ګڼو روغتیايي ستونزو د خطر له زیاتېدو سره هم تړل شوی دی.

خو یوازې د غوزانو خوړل د دغو ناروغیو د مخنیوي ضمانت نه شي کولی.

د څېړنې پایلې د «جرنل اف اکاډمي اف نیوټرېشن اېنډ ډایټېټېکس» په علمي مجله کې خپرې شوې دي. څېړونکي وايي، غوزان د اومیګا درې غوړ اسیدونه، پولیفینولونه او نور ګټور غذایي مواد لري چې د روغتیايي خوړو په برابرولو کې مهم رول لرلی شي.

غوزان پر مزاج او ذهني ارامتیا هم اغېز لري؟

په راپور کې د یوې بلې څېړنې یادونه هم شوې چې د غوزانو د خوړلو او د مزاج اړوند ځینو بیولوژیکي بهیرونو ترمنځ یې احتمالي اړیکه موندلې ده.

د غوزانو غذایي مواد ښايي د کولمو لپاره د ګټورو باکتریاوو او د بدن د بېلابېلو فعالیتونو په ښه ساتلو کې مرسته وکړي؛ خو د دغو اغېزو د څرنګوالي او ګټې د معلومولو لپاره لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

د متخصصانو د عمومي سپارښتنو له مخې، غوزان په مناسبه اندازه د ورځني خوراک برخه کېدای شي. خو د خوړلو اندازه باید د انسان د ټولیز خوراک، د بدن د انرژۍ اړتیاوو او روغتیايي حالت ته په پام وټاکل شي.

هغه کسان چې له غوزانو یا نورو وچو مېوو سره حساسیت لري، باید له خوړلو یې ډډه وکړي.

تر دې وړاندې په ځینو څېړنو کې څرګنده شوې وه چې غوزان د بدو کولېسترولو په کمولو کې مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...