پوهندوی آصف بهاند
د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوريټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند کلنیو دودیزو مشاعرو په لړ کې «په المان کې پوهنیزه، ادبي او هنري غونډه» جوړه کړي. دا مقاله د یادې درنې غونډې د پوهنیزې برخې لهپاره لیکل شوې ده.
(آصف بهاند)
زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ!
(آصف بهاند)
د هر هنر او هر علم د ترلاسهکولو او د هرکار د ترسره کولو لهپاره په لومړيگام کې سواد، تعلیم او پرلهپسې مطالعه اړینه ده او د یادو شرطونو د بنسټ ډبره ادبیا ت دي، یعنې د هرڅه پیل په ادبیاتو سره کېـږي.
د نويعصر غوښتنه دا ده چې د ادبیاتو په دایره کې باید هغه لیکلشوي او تخلیقشوي شیان شامل کړای شي چې په سم، علمي او مدرن لوري د نوينسل په لارښوونه کې اغیزناک وي. ادبیات باید نوينسل ته د تېرونسلونو د مثبتو تجربو یوروښانه انځور په مخکې کېـږدي او داسې ډیوه په لاس کې ورکړي چې نوي نسل ته د پرمختگ لاره روښانه کړای شي.
د ادبیاتو پېژندونه او مهموالی:
په پیل کې د ادبیاتو تعریف او د ادبیاتو د دندو، مهموالي او رسالت په باب دغو لاندې خبرو ته پاملرنه وکړئ:
هرلیکلي اثر ته ادبیات ویل کېـږي.
ادبیات د بشریت یوه اړتیا او د ځوان نسل د روزنې لهپاره یوه اړینه عاطفي وسیله ده. د همدې منل شوي اصل له مخې لویو لیکوالو تل د ادبیاتو پراړتیا ټینگار کړی دی.
د وییونو یا کلماتو په جامه کې د انساني افکارو، احساساتو او تجربو د لیـږدولو هنر ته ادبیات ویل کېـږي.
ادبیات د انسان د ذهن ترټولو اساسي او اړین فعالیت گڼل کېـږي.
ادبیات تر ټولو ښه او داسې مهربانه ښونکی دی چې موږ ته په ټولنه کې شته توپیرونه او د ټولنې ټوله تیره کولتوري ــ فرهنگي شتهمني او تجربې راښيي.
ادبیات یوازې د شعرونو، کیسو او لیکنو ټولګه نه ده، بلکې د انسان د فکر، احساس، اخلاقو او ټولنیز شعور د روزنې یوه اغېزمنه وسیله هم ده.
په ادبیاتو کې یوه مهمه برخه لیکل دي، لیکل رواني روغتیا ته گڼې گټې لري، لیکوال د نورو د پوهولو ترڅنگ په حقیقت کې له ډیرو ستونزو ځان هم خلاصوي.
ژوند د ادبیاتو په رڼا کې ښه پېژندل کېدایشي او انسان کولای شي د ادبیاتو په مرسته ښه او ارامه ژوند وکړي، ښې زدکړه وکړي او نورو ته لا ښه لارښوونه وکړي.
ادبیات له موږ سره مرسته کوي چې له فرهنگي فقر او د فکرکولو له فقر نه ځان وژغورو.
انسان ادبیاتو ته د دې لهپاره پناه وړي چې خوشحاله او تکمیل شي.
د ادبیاتو لنډ عامیانه تعریف: ادبیات هغه کلام ته ویل کېږي چې د ورځنیو خبرو په پرتله هنري ارزښت ولري.
ادبیات علمي اړخ هم لري .هغه پوهنه چې دادبیاتو په باره کې بحث کوي له هنري ادبیاتو بېله ده .
دادبیاتو علمي برخه په درېو لویو څانګو ویشلی شو:
ــ د ادبیاتو تیوري،
ــ د ابیاتو تاریخ،
ــ د ادبي آثارو کره کتنه.
د ادبیاتو یوه موخه د انسان زدهکړه او تعلیم دی، او په انسان کې د هنري خوند اخستلو احساس رامنځته کول دي.
ادبیات خوندور دي، او دا خوند باید هرڅوک وڅکي.
د ۲۰۱۰ ام کال د ادبیاتونوبل جایزې گټونکی ماریو بارگاس یوسا په خپل مشهور اثر «ولې ادبیات» کې ویلي دي چې:
«ادبیات له جوړولو او ژوند نه پرته، بل څه نه دي… ادبیات د دې لهپاره مهم دي چې د انسانانو په فعالیتونو کې تر ټولو لومړنی او اړین فعالیت دی، له ادبیاتو پرته نهشي کیدای چې یوروغ او له احساساتو ډک ژوند جوړشي…»
پخواني ادبي متون، موږ لرغونو زمانو ته بیايي او زموږ اړیکې له پخوانیو خلکو او د هغو له احساساتو او عواطفو سره تړي د هغوی د فکر له څرنگوالي نه موږ خبروي.
تکنالوژي د انسانانو تر منځ وحدت او یووالی نه شي رامنځته کولای، دا ادبیات دي چې د خلکو تر منځ مینه او یووالی رامنځته کوي. له ادبیاتو پرته ټولنه، ژوندۍ ټولنه نه گڼل کېـږي. د ادبیاتو لوستل د دې ترڅنگه چې خوندور کار دی، شخص دې ته اړباسي چې پوهشي: دی څوک دی، څهشی کوي او څه مسؤلیت لري؟
هغه څوک چې تل مطالعه کوي له کلماتو او ادبیاتو سره یې کار وي، د هغوی عواطف تل مثبت او انساني وي، په ټولنه کې د عاطفي ــ انساني اړیکو د استازو په ډول، انساني عواطف نورو ته هم لیـږدوي، د نوي نسل او عامو خلکو په روزنه کې ښه رول لوبولای شي.
د ادبیاتو بله مهمه گټه دا ده چې انتقادي ذهن روزي او د نارواوو په مقابل کې انسان غږایستلو او بغاوت ته هڅوي.
ادبیات د ځوان نسل د متمدنې روزنې، فکري ودې، اخلاقي اصلاح او انساني شخصیت د جوړولو په برخه کې خورا مهم او بنسټیز رول لري.
ادبیات د ځوانانو ذهنونه روښانوي، د فکر کولو ځواک یې پیاوړی کوي او د ژوند د پېښو په اړه د ژورې او منطقي ارزونې وړتیا ورښيي. کله چې یو ځوان ادبي آثار لولي، له بېلابېلو افکارو، تجربو او لیدلورو سره اشنا کېـږي. په دې توگه، هغه زده کوي چې هره موضوع له څو اړخونو وڅېـړي، د نورو نظرونو ته درناوی وکړي او د حقیقت د موندلو هڅه وکړي.
د ادبیاتو په پرلپسې مطالعې سره ځوان نسل له خپل ادبي میراث سره اشنا کیـږي، له خپلې ژبې او کلتور سره یې اړیکه پیاوړې کېږي.
مطالعه د ځوانانو د لغتونو زېرمه ډیروي، د لیکلو او خبرو کولو وړتیا یې لوړوي او هغوی ته دا توان ورکوي چې خپل افکار په روښانه، منظم او اغېزمن ډول بیان کړي.
همدارنگه، ادبي اثار ځوانان هڅوي چې د انسانانو د چلندونو، ټولنیزو پېښو او اخلاقي ستونزو په اړه پوښتنې وکړي.
د ادبیاتو د لوستلو یو مهموالی دا دی چې لوستونکی د نورو انسانانو له احساساتو او تجربو سره اشنا کوي.
د نوينسل روزل، ستونزې او حللارې:
په اوسني عصر کې، په نوې او علمي بڼه، د نوې تکنالوژۍ په دایره کې، د نوي نسل روزنه یوه اړتیا ده. د نوي نسل د روزنې لپاره ادبیات یو له مهمو فکري او فرهنګي بنسټونو څخه دي. که علم انسان ته د نړۍ د پېژندلو وسایل ورکوي، په څنگ کې یې ادبیات ورسره مرسته کوي چې د انسان د احساساتو، تجربو، هیلو او کړاوونو په اړه ژور فکر وکړي.
کومو ستونزو کې چې نن افغانستان او افغانان را ایسار دي، له دې څځه د خلاصون تر ټولو غوره، کم مصرفه او له کشکړپه خالي او نرمه لار، د نوي نسل روزل دي.
ما د همدې نیک کار د یو لاروي په توگه له ډېرې مودې را په دېخوا د تعلیم د نهضت ملا تړلې، عملي او تبلیغي کار مې ورته کړی دی او د دې عملي کار په لړ کې مې د مطالعې د کلتور د عامېدو له پاره د خپل عملي کار په لړ کې لسگونه مقالې لیکلې او خپرې کړېدي.
د تعلیم د نهضت د پیاوړو او مخکښو غړو د زدکړو او عملي کارونو د معرفۍ له پاره مې گڼې مقالې د هغوی او نورو د لا تشویق په پار لیکلې دي او په وار ـ وار سره مې پر دې خبره ټينگار کړی دی چې:
زه ټوپکوال، وژونکی او قاتل قهرمان نه گڼم، زما له پاره قهرمان هغه څوک دی چې د خرافاتو پر ځای د علم پلوي او لاروی وي، د سواد زدکړې ـ ښوونځي او پوهنځي پلوی وي، د پوهې د تر لاسه کولو او نوي نسل په روزلو کې عملي کار وکړي، زما قهرمانان هغه څوک دي چې د راکټونو په ځای کتابونه ویشي، ښونځي پرانیزي، په نوې بڼه د نوي نسل د روزلو په فکر کې وي او عملي کار ورته کوي.
د ادبیاتو د تعریف او ادبیاتو د پاسنیو دندو، مهموالي او رسالت په رڼا کې ویلای شو چې ادبیات د نوي نسل په روزلو کې ترټولو بنسټیزه اساسي دنده او مسؤلیت لري.
ادبیات په هنري ژبه او لنډ ډول کولای شي ډیر اوږده مطالب د یو ناول، لنډې کیسې یا په یوه شعري قالب کې بیان کړي. ترټولو ښه او غوره بېلگه یې د سلیمان لایق «د وینوواټ» نومې قصیده ده. په دې قصیده کې شاعـر توانیدلی دی چې د افغانستان د ورستیو سیاسي ــ نظامي ناخوالو او غمیزې تاریخ او د د دې وطن د ورانېدو تاریخ په هنري ژبه د یوې قصیدې په قالب کې انځور او نورو نسلونو ته یې پریـږدي.
موږ باید د ادبیاتو په چوکاټ کې داسې څه وړاندې کړو چې د افغان ټولنې د فرهنگي وضعیت ریښتینی حالت په کې څرگند شي چې د اوس لهپاره د اندیښنې وړ دي، د دې ترڅنگه باید د ځوان نسل د فکري روزنې لهپاره حللارې هم وښودل شي.
د ځواننسل د روزلو په برخه کې د ادبیاتو د رول په باب په لنډ ډول باید وویل شي چې ادبیات هغه وخت خپل بشپـړ ارزښت څرګندوي چې واقعیت په کې څرگند شوی وي، دومره قوي او ریښتیني بڼه ولري چې د انسان له فکر سره خبرې وکړي، د هغه احساس راویښ کړي او د ژوند په اړه یې ژور تفکر ته اړباسي.
د دې پریکړه کول چې د ځوانانو په روزلو کې به د ادبیاتو کوم ژانر ډېر مؤثر رول ولوبولای شي، یوڅه ستونزمن دي؛ ځکه چې زموږ ټولنه د اوږدې جگړې په پایله کې له هره اړخه متضرره شوې ده، د ټولنیز ژوند هرې برخې ته چې وکتل شي، شړېدلې ښکاري او په پای کې اوس ټولنه د هیڅ ډول ستندر معیار پیروي نه شي کولای؛ د سواد او زدکړو کچه د نورې دونیا او نورو ټولنو په پرتله ډېره ټیټه ده، د مطالعې کلتور حاکم نه دی او…
د همدې دلایلو له مخې زه حکم نه شم کولای چې د ځوان نسل په روزلو کې به د کوم ادبي ژانر رول ډېر اغیزمن وي، خو لنډ شعرونه او لنډداستاني ادبیات به اغیزمن وي.
د ادبیاتو په مرسته به نوينسل روزو، خو په دې لړ کې به د تعلمي نظام او تعلیمي نصاب مسأله هم نه هیروو. د ۲۰۱۹ ام کال په می میاشت کې ما د «نوینسل، زدهکړه ــ مینه او دوښمني» ترسرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه، په دې مقاله کې د تعلیمي نظام او تعلیمي نصاب د مهموالي ترڅنگ پر دې هم ټینگار شوی دی چې موږ باید سم علمي او د وخت له غوښتنو سرهسم تعلیمي نظام او تعلیمي نصاب ولرو.
د یادې مقالې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«اصلي خبره په تعلیمي نظام او تعلیمي نصاب کې ده. که تعلیمي نظام د نوي عصر له غوښتنو او پوښتنو سره سم وي او په تعلیمي نصاب کې د نوي عصر د نویو علومو او پوهې تله درنه وي؛ نوی نسل به مو له ټولې نړۍ سره په ټولو برخو کې په سیالیو کې برابر وي؛ که نه حال به مو تل داسې وي لکه دا اوس چې دی.
جاپان تر موږ زیات د جگړې زور ولید، د اتم بم تر کچې یې اورونه وزغمل؛ خو د خپل تعلیمي نظام په نوي کولو او اصلاح سره وتوانېدل چې د نړۍ له ټولو پرمخ تللو هېوادونو سره په ټولو ډگرونو کې داسې سیالي وکړي چې په هره برخه کې ورنه څو گامه لا وړاندې هم ولاړ شي، د نړۍ په کچه د دویم اقتصاد خاوندان شي او په هره برخه کې له خپل هېواد نه د اعتبار یوه بېلگه جوړه کړي.
دغه راز جرمني د اوږدې خونړۍ جگړې په لړ کې لوټه ـ لوټه شو او هر څه یې له لاسه ورکړل، خو د تعلیمي نظام او تعلیمي نصاب په نوي کولو او د جگړې له نا خوالو نه په درس اخستلو او دوامداره کار او راتلونکې ته په امید سره یې د جگړې ټول ټپونه او د هېواد ټولې ورانۍ بېرته داسې ورغولې چې اوس د اروپا تر ټولو پرمختللې تکنالوژي لري او د اروپا تر ټولو ځواکمن اقتصاد او پرمختللی بډای فرهنگ لري.
که هېواد، خلک او ټولنه ارامه وي، د بدلونونو او انقلابونو بادونه نه وي چلیدلي، نو ادبیات به په ارامه د خلکو او نوي نسل په پوهولو، ویښولو او روزلو کې خپله دنده ترسره کړي؛ خو که د سیاسي ــ نظامي بدلونونو په اخوډب کې د ټوپک شپیلۍ وغږیده او د څو نااهلو او جاهلو حکمراني حاکمه شوه، بیا نو هیڅ کار په سمه توگه نه شي ترسره کیدای.
موږ او زموږ هېواد له بده شامته چې د آسیا د جگړو د لارو او تگراگ پر عمومي واټ کې موقعیت لرو، د دې پر ځای چې له خپل موقعیت نه مثبته گټه اوچته کړو، د نا اهله، نا پوه او خرڅ شوو مشرانو د ناپوهۍ او د عامو خلکو د بېسوادۍ او نا پوهۍ په وجه، نه یوازې له ورانونکو جگړو نه پند نه اخلو، بلکې د جگړو په لړ کې خپل هېواد، خپله ورانوو او نور هم په څټ حرکت کوو. موږ هغو فکرونو او اشخاصو سره ځان پیوندوو او ور پورې نښلو چې د نړۍ په هیڅ گوټ کې هغه فکر او هغه اشخاص اعتبار او چلش نه لري، خو موږ لا د سر او وطن د له لاسه ورکولو تر بریده ورباندې ولاړ یو.»
د دغسې نظامونو د حاکمیت په دایره کې او د غرونو غرونو ستونزو په لرلو سره به موږ خپل نوی نسل څنگه وروزو. د همدې ستونزو عملي پایله دا ده چې په تېرو او اوسنیو نسلونو کې قاتلانو، ورانونکو او انسان وژونکو ته قهرمانان وایو او ورباندې ویاړو. هیڅ کله مو د تولیدي کار فکر نه دی کړی، هیڅ کله مو د تولیدونکي، کارگر او بزگر درناوی نه دی کړی.
خپل اوسني تاریخ ته په کتو سره باید دا اعتراف وکړو چې د ادبیاتو له دومره قوت او مهموالي سره، سره زموږ ټولنې او خلکو ته وارد شوي دردونه او ټپونه په درملنه کې ادبیات پاتې راغلي دي، په دې چې اوس هم له قلم نه ټوپک او ټوپکي افکار برلاسي دي، د «وسله گرځول سنت دي» فتوی ټوپکي مشرانو صادر کړې ده، د ښونکو د وژلو او ښوونځي سوځولو کار همدوی ثواب گڼلی دی او…
په دغسې ماحول او په دغسې حاکم ذهنیت کې به ادبیات څنگه بریالي شي چې د نوي نسل د روزلو مسؤلیت په بریالي ډول ترسره کړي؟
موږ د نورو بدمرغیو ترڅنگه، دا دروند بار هم پر اوږو لرو چې له جگړې راپاتې د کوڼډو او یتیمانو لښکر لرو، په مخدراتو د روږدو ټولی نه، لښکرونه راته پراته دي؛ دا بار ډېر اوږمهاله او دروند دی، د وخت دولتونو او واکدارانود دې ستونزو د حل لهپاره نه یوازې څه نه دي کړي، بلکې داسې څه یې کړي چې هم یې پرځان باندې او هم یې پر خپل هېواد باندې ریشخند وهلی دی. ما یې یوه بېلگه په خپله یوه مقاله ثبت کړې ده او داسې اشاره مې ورته کړې ده:
«وګورئ! عیني شواهد وايي چې د نشې د قرباني زلمیو د غمیزې خبر او د افغانستان د پارلمان د ریٔس د پزې د درملنې خبر په يوه وخت میډیا ته راغلی دی. په خبر کې راغلي دي چې دا په نوم مشران د خپلې درملنې په خاطر پردیو ډاکترانو ته ستاینلیکونه ورکوي، د افغانستان د ولسي جرګې مشر د پزې له عملیاتو نه وروسته د ولسي جرګې په استازیتوب هندي ډاکټر ته ستاینلیک ورکړی دی.
وه د ولسي جرګې مشره؟ وه ماما، وه کاکا ، وه…
هوښیاري او سر لوړی دا نه ده چې په پردي مُلک کې، پردیو ډاکترانو ته د خپلې پزې د درملنې په پار ستاینلیک ورکړې، که هوښیاريې او سر لوړی غواړې، داسې وکړه چې خپل نوی نسل وروزه چې کور دې، کلی دې، ښار دې او وطن دې له ډاکترانو ډک شي، نو بیا به ولې د پزې یو عادي خارښت له پاره پردي وطن ته روان وې ا و…
اصلي پوښتنه دا ده چې دا زلمیان ولې په نشو روږدي کیـږي؟ زه فکر کوم او عیني واقعیتونو هم دا ښودلې ده چې دا ډله نشهیان، نشه د خوند له پاره نه کوي، بلکې دا مظلوم ځوانان نور د هغه دروند رواني او فزیکي بار وړل نه شي زغملای چې له ټولنې او مشرانو ورته په میراث پاتې وي…»
ما لا پخوا ویلي او لیکلي وو او اوس یې بیا په تکرار سره وایم چې: پر افغانستان باندې د جگړې څونامي نه رازیـږیدلې گڼې نورې څوناميگانې راغلې او زموږ ټولنه او خلک یې له هره اړخه ځپلي دي. زموږ د ټولنې او هیواد د ټولو برخو بنسټونه یې ویجاړ کړي، په تیره ښوونه او روزنه چې پایله یې زموږ د هیواد د څو نسلونو بې سواده یا کم سواده پاتې کیدل دي؛ خو له دې ټولو نا خوالو سره، سره زموږ نوی نسل د زدکړو لیوال و او دی او هر کله او هر چیرې چې ډیـر لږ امکانات هم ورته برابر شوي دي، له هغو نه په استفادې سره یې، پر ځان هر رنگ زحمتونه گاللي دي او د نوي عصر نویو زدکړو ته یې د خپل ټـټر او ذهن ور پرانستی دی او زدکړې یې کړې دي.
د نویو او عصري علومو په دایره کې روزل شوی نسل:
سره له دې چې زموږ په وطن کې د تعلیم او پوهې ترلاسه کولو شرایط ډېر خراب دي، د مادي او معنوي ژوند هرې برخې ته چې وگورې، شړېدلې ده، ملامت او سلامت هم معلوم نه دی او د هر څه پـړه پرجگړې وراچول کېـږي؛ خو زه خپله خوشبیني له لاسه نهورکوم، زه د یو رسالتمن ښونکي په توگه، راتلونکې ته او نوي راجگېدونکي نسل ته هیلهمن یم، وینم یې او حس کوم یې چې د ناخوالو له توفانونو سره ـ سره؛ د سواد، ادبیاتو، مطالعې او په ټول کې د تعلیم په برکت داسې یوه نوي نسل سرراپورته کړی دی چې د زیار او زحمت په گاللو سره به افغانان او افغانستان له نوې تکنالوژۍ سره پخلا کړي، د لازدهکړو زمینې به برابرې کړي او د پوهې او تمدن له کاروان سره به یې مل کړي.
زه په جرأت سره وایم چې د دې نسل په سرلارو کې به ډېر کسان وي، خو زه به یې د مثال له پاره دا څلور نومونه ځکه یادکړم چې دوی عملاً ډېرښه ځلیدلي دي:
لومړی: احمدولي اڅکزي،
دویم: جانداد جهاني،
دریم: آغا ملوک سهار،
څلورم: ډاکتر حنیفالرحمن حنیف.
تاسو که د درېواړو ځوانو علمي ــ فرهنگي کادرونو کارنامې له نظره تیرې کړئ، وبه گورئ چې تردې پوړۍ پورې د رسیدو په لاره کې له دوی سره ادبیاتو څنگه او څومره مرسته کړې ده.
د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو د مهموالي او رول پورې اړوند، غواړم د دې بحث د ښه پای په موخه دلته د خپلو خبرو یوغورچاڼ وړاندې کړم چې ما د څوکلونو په اوږدو کې د نوي نسل د روزلو په موخه د خپلو مقالو او کتابونو په ترڅ کې ویلي او لیکلي دي:
ــ زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالگي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ.
ــ په اوسني عصر کې، په نوې او علمي بڼه، د نوې تکنالوژۍ په دایره کې، د نوي نسل روزنه یوه اړتیا ده.
ــ د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!
ــ دا ښه په یاد ولرئ: تر څو نوی نسل په نوې او مدرنه بڼه په سمه توگه و نه روزل شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل له روزلو پرته به تل له ستونزو او بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ!
ــ د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پل چې اوچــتـیـږي، زه یـې داسې انگیرم چې د نـوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نــوې او زریـنه خښته ایښودل کیـږي.
ــ که په یوه ټولنه کې زدکړي او تعلیم یافته خلک لږ او د گوتو په شمېر وي یا هیڅ نه وي، هغه ټولنه او هغه خلک هره ورځ لا هر ساعت له لسگونو ستونزو سره په عملي ډول لاس گریوان وي.
ــ په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې: چیرې چې ښونکی وي، هلته ډیوې وي، هلته رڼا وي او چیرې چې ښونکی نه وي، هلته نه ډیوې وي او نه د رڼا څرک.
ــ زه د یوښوونکي په توگه ځان مکلفگڼم چې د نوي نسل د روزنې او لارښوونې لهپاره ټول عمر د خپلو زدهکړو، تجربو، مطالعې او پوهې په ملتیا د دوی په خدمت کې اوسم.
پای