دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+ګلان/ اجمل پسرلی

ګلان/ اجمل پسرلی

ما دې ته کتل، دې د کافي ځګ ته. شاته یې د رستورانت په سرو پردو  باندې د مازدیګرني لمر وړانګې رپیدې. نه پوهیدم چې کیسه ورته وکړم که نه. مخکې تر دې چې د کافي څښلو بلنه ورکړم داسې مې ګومان کاوه چې هرڅه سم شوې دي خبره به سپینه شي، خو کله چې دا راغله د کافي په خاطر یې داسې مننې وکړې لکه ما چې بس د همدې لپاره راغوښتې وي. د یوه لاس ګوتې مې پر بل ټینګې کړې.

 راته ویې ویل:

-ښه یې، لږ نارامه ښکارې

-بیخي بیخي ښه یم

دې خپلې ګلابي شونډې ورو د پيالې ژۍ ته وروړې، لکه چې نه یې غوښتل د شونډو رنګ یې له ترخې کافي سره پیکه شي. ورته ومې ویل:

-ما هغه ورځ فکر کاوه چې ته کتابخانې ته راځې

-کومه ورځ؟

-پنجشنبې خو بیا راښکاره نه شوې

-نو ولې دې داسې فکر کاوه

-تا تیره اونۍ سې شنبې په پوهنتون کې په برنډه کې خپلې ملګرې بلانکا ته وویل چې پنجشنبې کتابخانې ته ځم

پیاله یې پر رکابۍ کیښوده، ټنګ ټونګ یې شو، لږ کافي  ترې وڅڅیده:

-څرنګه ښه حافظه لرې وړې وړې خبرې دې په یاد وي

فکر مې وکړ چې څرنګه یې ډیره وستایم. دې په خپل تندي باندې لاس کیښود:

-دا اوس کافي څښو سبا بیا سوچ کوم چې پرون ناست و که هاغه بله ورځ

په زړه کې مې وویل:

« ته هم چاته کیسه کوي»

دې راته وویل:

-څه دې ویل

-هیڅ

-نه څه خو دې وویل

-څه نه

-تا خو راته ویل چې په کافي شاپ کې څه مهمه خبره راته کوې څه خبره وه

-څه نه

زما مټ یې په خپل لاس کې ونیو، لکه الوتکه چې پورته کیږي زړه مې تر تلو تیر شو. چوکۍ مې رامخته کړه:

-د پنجشنبې په ورځ زه کتابخاني ته تللی وم….

د دې شنې سترګې لکه غبرګې فیروزې وځلیدې، زما غږ وپوړیده:

 -له ما سره ګلان و..

-د څه شي ګلان

-ما ویل چې..
-تا څه ویل

ساه مې راغونډه کړه:

-چې تاته یې درکړم

دې لاسونه رااوږده کړو، زما د لاسونو پر سر یې کیښودل، زما د زړه دربا شوه، ورسره سترګې په سترګو شوم، دې سترګې پټې ونیولې تر اننګو لاندې تور داغ ته یې ښه ځیر شوم. خپل مخ مې وګیریده، لاسونه مې د دې تر لاسونو لاندې و، ورته ومې ویل:

-کافي سړه شوه

لکه له خوبه چې پاڅې یا وویریږي ټکان یې وخوړ:

-هاغه ګلان دې څه کړل

-ایسته مې واچول

دې لاسونه ساړه ورکش کړل:

-ولې دې نه راته ساتل

-نو نو زه…

خبره مې جوړوله چې دې مې ګوته وڅنډله:

-راځه نور ګلان راته واخله، همهغسې ګلان

سترګې مې بې واکه ښکته شوې، د کافي پيالې مو لا ډکې وې خو له رستورانته ووتو.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب