ذبیح الله شفق
” د ادب په لار کي په وده قناعت ناکامي، خو تلاښ او هڅه بری دی. “
استاد رفیع
موده مخکي ځوان اختر بهار د ډاکټر هارون حکیمي د تاندي ځوانۍ د یوې شعري ټولګي یادونه راته وکړه چي په زړه کي مي تلوسه ورته پیدا سوه. ما دته د ” زلمۍ سندري ” شعري مجموعې نوم واخیست چي ګواکي همدا به ښه یي مګر ده راته وویل چي دا د هارون حکیمي د ډېر وړکتوب شعرونه دي. کله چي یې مجموعه راکړه رښتیا هم د حکیمي صاحب د بېخي تاندي او اولنۍ ځواني شعرونه پکښي راغلي وو. دا ټولګه ” تسل ” نومېږي. د هارون حکیمي د لومړۍ ځوانۍ اشعار او نظمونه پخپله منځپانګه کي لري. شاوخوا دوې لسیزي وړاندي په ۱۳۸۶ لمریز کال کي صمیم اکاډمي تر چاپه رسولې او ټول ټال ۹۰ مخه لري.
پر کتاب د سریزي په ډول استاد رفیع او عبدالغفور لېوال د خپلو خبرو په ترڅ کي هارون د شعر په نړۍ کي یو نوی ګلاب بللی او دته یې په دغه برخه کي د مخته تګ سپارښتنه کړې. استاد رفیع د هارون او ترنک د رود د ستایلو سره سره ځوان هارون ته دا سپارښتنه هم کوي چي په ادب کي هیڅکله په وده قناعت ونکړي او د لا کوښښ او هڅي لمن ونیسي. ” زه ګران هارون حکیمي ته د ده د د دې اثر د خپرولو مبارکي ورکوم، خو ورسره ترې غواړم چې هېڅکله هم په خپله ادبي وده قانع نشي او مخ پر وړاندې ګامونه واخلي، ځکه په دې لاره کې قناعت ناکامي ده او تلاښ او هڅه بری. “
د همت ایوبزي، سید جیلاني جلان، بسم الله پښتونمل او نورو په ګډون ټولو همدا خبره کړې چي د هارون عمر کم خو فکر یې لوړ دی. دوی د هارون شاعري روانه او نسبتاً سمه بللې او د خیال، انځور جوړولو او کلماتو په ترتیب کي یې ستایلی دی. د هارون حکیمي د دوو لسیزو وړاندي او اوسنۍ شاعري په باب به طبعاً لوی توپیر وي. د زمانې مزل، د وخت تېرېدل او زیاته مطالعه د انسان پر فکر او پوهي ډېر تاثیر کوي. د وخت په تېریدو د هر انسان فکر او ذهن وده او رشد کوي. یوځای مي د یوه لیکوال دا خبره لوستې وه چي زما هر کتاب زما د هغه کال فکر دی. او کال پر کال ښایي زما یو اثر تر بل ښه و اوسي. او څوک چي دا فکر لري چي ګویا تر هغو دي څوک لیکل نه کوي چي د کمال درجې ته رسېدلی نه وي نو دا سمه خبره نه ده. ځکه د کمال اخیري حد ته هیڅکله څوک رسېدلای نسي. د هارون د اوس او پخوا د شاعرۍ تر منځ ډېر فرق دی. د ده لومړني شعرونه ډېر ساده خو په عیني حال کي روان او ښه انځورونه لري. چنداني سیاسي او جذباتي رنګ نلري او ټول د میني، حسن، لیلا، ژوند، اختر، موسکا او وفا پر کلماتو راڅرخي.
مه کوه نازونه مـستي شــــــور به درنه پـاته سي
دا یوه خبره مي پېغــــــــــــور به درته پاته سي
خواکې خو مې نه پرېږدې په کاڼو مې لا ولي هم
زه به درنه ولاړ سمه خو نور به درته پاته سي
ستا یمه (هارون) حکیمي مینه له سپوږمۍ سره
لمرسره چې مینه کړې رنګ توربه درته پاته سي
یو ځای بېخي تر عمر لوړه شاعري کوي. ما ګومان کاوی چي دا بیتونه به یې وروستیو وختونو کي لیکلي وي خو په دغي ټولګي کي یې شتون دا ثابتوي چي د څه دپاسه شلو کالو پخواني دي. دا بیتونه مي ډېر وخت مجلسونو او بانډارونو کي ملګرو ته ویلي:
ژوند سفر لکه د بحر
توپانونه کي پېښېږي
که هر څو مو څپې یوسي
مینه لا نو پاني کېږي
نوی شکل یې:
ژوند سفر لکه د بحر
توپانونه به پېښېږي
که هر څو مو څپې یوسي
مینه لا توپاني کېږي
ځای ځای یې بیا بېخي ساده خو روان بیتونه وینو، مثلاً لکه:
د ښکلا پر کلي راسه
د خندا پر کلي راسه
څڼې واړوه اتڼ کې
د ګډا پر کلي راسه
که یې هر څوک ګناه بولې
د ګناه پر کلي راسه
شېخه ماتي دې توبي کړه
یو وار بیا پر کلي راسه
شعري مجموعه کي دیته ورته نور روان شعرونه هم راغلي. یوڅه چي د هارون شاعرۍ ته یې ښکلا ورکړې، ښې رنګیني کلمې او انځورونه دي. هغه وخت، د هارون عمر او د پښتو شاعرۍ تازه پیل او ځوانۍ ته په کتو یې لوړه او عالي شاعري بللای سو. د هارون د هغه وخت په شعر کي د هنر رنګ، د خمار تنده، د میني لمبې او مستي هم وینو:
نه مو ښکل کړې د چا شــونډي
نه هم ښکل د چا مخـــــــــــونه
بس خمار خمار به ګرځــــــــــو
د بدرنګو په کوڅــــــــــــــو کي
اوس که ووایم چي ټوله مجموعه کي مي هم دا بیتونه خوښ سوو. بیا به وایاست چي په ټوله شعري ټولګه کي دي سترګي د شونډو، خمار، ښکلولو، مخونو او نورو ورته کلمو پر شتون ولګېدې او د شعرونو نور اړخونه دي له پامه واچول. څنګه چي په سریزه کي یادونه سوې هارون حکیمي هغه وخت لوستل ډېر کول. د نورو اشعار یې لوستل، او بیا یې د خپل الهام څخه را ټوکېدلي الفاظ سره پېیل. هارون به ښایي په هغه وخت کي بختور زلمی وو چي د خوشحال او دروېش په څېر اسلاف او اشخاص یې مطالعه کول. دی پر کم سن د خوشحال پر بیتو خپل بیتونه اضافه کوي او وایي:
خوشحال بابا که ویلي:
زه خوشحال کمزوری نه یم چې به ډار کړم
په ښـــــکاره نارې وهم چې خوله یې راکړه
خو زه ورته وایم چې:
که باران د ښایســــتونو راوریــــــــږي
دابې ســـــترګو یې په قدر نه پوهیږي
ستا په لاره اوس څوک نه ځي خوشحال خانه!
چې خوله واخلي د بوغبند شاته پټیږي
” تسل ” د ځوان او تاند هارون د تقریباً اولي ځوانۍ اشعار او بیتونه په ډېر ښکلي رنګ او خوند را باندي لولي او په یوه ساه لوستلو مي د خپلي خوښي د دې پر وطن مَین او هنرمند شاعر په ځواني شاعري خپله د شعر مینه ماته او خړوبه کړه.
ډاکټر هارون حکیمي دي پر هره مېنه په مینه سمبال او د ژوند په هره برخه کي تاند او بریالی وي.
په پای کي:
د چا به څه او د چا څه خوښیږي
زما دي تور خنجر باڼه خوښیږي
وه د ظالم لوري! څه خورم خو دي نه
بس ترهرڅه مي تش کاته خوښېږي
هارون حکیمي – ۱۳۸۶، ” تسل ” شعري مجموعه.
ذبیح الله شفق
۲۰۲۶/۲/۱۵ – زابل، شاه جوی خپل کور.