دوشنبه, فبروري 16, 2026
Homeخبرونهد خفیفې سکتې ۷ نښې چې باید هر چا ته معلومې وي

د خفیفې سکتې ۷ نښې چې باید هر چا ته معلومې وي

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۷ مه) کوچنۍ یا خفیفه سکته (Mini-stroke) چې ټرانزینټ اسکیمک اټک (TIA)( Transient Ischemic Attack) بلل کېږي هغه وخت رامنځته کېږي چې دماغ ته د وینې رسېدا په موقتي ډول بنده شي.

که څه هم دا حالت دایمي زیان نه پرېږدي، خو د راتلونکي لوی سټروک (مغزي سکتې) جدي خبرداری ګڼل کېږي.

د متخصصانو په وینا، د مِني سټروک نښې ممکن په څو دقیقو یا تر ۲۴ ساعتونو کې له منځه ولاړې شي، خو له پامه غورځول یې د ژوند لپاره خطرناکې پایلې لرلی شي.

د امریکا د سټروک ټولنې له خوا خفیفه سکته یا مِني سټروک یو طبي بیړنی حالت (ایمرجنسي) بلل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله نړۍ کې د سټروک شاوخوا ۹۳.۸ میلیونه پېښې ثبت شوې او ۱۱.۹ میلیونه نوې پېښې رامنځته شوې.

د مِني سټروک ۷ مهمې نښې:

۱. د مخ ناڅاپي کوږوالی:
د مخ د یوې خوا عضلات کمزوري یا ځوړند شي، د موسکا پر مهال دواړه خواوې یو شان حرکت ونه کړي.

۲. د لاس یا پښې کمزوري:
لاس یا پښه ناڅاپه بې‌حسه شي یا دومره کمزورې شي چې پورته کېدلای نه شي.

۳. د خبرو ستونزه:
ژبه بندېدل، الفاظ سم نه ادا کول یا د خبرو په پوهېدو کې ستونزه.

۴. د لید خرابوالی:
ناڅاپي تت لید، دوه‌ګونی لید یا د سترګو مخې ته د پردې احساس.

۵. سر ګرځېدل یا د توازن له لاسه ورکول:
شدید سر ګرځېدل، د ځمکې تاوېدل، په تګ یا درېدو کې ستونزه، یا زړه بدوالی او کانګې.

۶. د همغږۍ ستونزه:
لړزېدنه، نېغ نه تګ، یا په ساده کارونو کې د توازن نشتوالی.

۷. ګډوډي یا د تېرولو ستونزه:
ناڅاپي ذهني ګډوډي، په خبرو نه پوهېدل، یا د اوبو او خوړو په تېرولو کې مشکل.

مهمه سپارښتنه:

که دا نښې څرګندې شي، حتا که په څو دقیقو کې له منځه ولاړې شي، سمدستي روغتون ته ولاړ شئ. د متخصصانو په وینا، له مِني سټروک وروسته په ۴۸ ساعتونو کې د لوی سټروک خطر ډېرېږي.

د مخنیوي لارې:

د مِني او لوی سټروک د مخنیوي لپاره:

  • د وینې فشار کنټرولول
  • د کولیسټرول کچه ټیټه ساتل
  • د ډاکټر په سلا درمل کارول
  • سالمه غذا خوړل
  • منظم ورزش کول

دغه احتیاطي تدابیر کولی شي د سټروک خطر خورا کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...