Home+زموږ د روح ویاند| همت عمرزوی

زموږ د روح ویاند| همت عمرزوی

د لویو لیکوالانو د هنري لیدلوري وسعت، دقت او ظرافت دومره لوړ او هنري قوت لري چې د خپل وطن او ولس د تېر، حال او راتلونکي ژوند سپړنه شننه او وړاندوینه پکې په تفصیل او جزییاتو سره تشریح کوي.
لیکوال د خپلو تفکري منابعو غوره سوژې او مضامین له خپلې ټولنې اخلي، هر هغه، خوند، رنګ او ماهیت چې د ده د ولس د ژوند تنسته جوړوي هغه د ده په هنري تخلیق کې په ښه توګه انځورېږي، البته دده د تخیل تصور او نړۍ لید د اساساتو پر بنا د خپلې ټولنې څخه اخذ کوي.
موږ په دې لیکنه کې د وطن د داسي یو لیکوال پر هنري پنځونو بحث کوو، چې د دې غملړلي وطن د ناورین همزولی او همګام دی. د ده وده او تکامل د وطن د چیغو او اورونو سره موازي یون او خوځون کوي، د ده مشاهده او مطالعه د دې خاورې درد او ژړا ده، د ده فکري تومنه د یو متناقض نستالوژیک او تراژیک داستان پر ژوبلو اړخونو راڅرخي او د ده د زلمي زړه ټوپونه د دې هیواد له فریادونو سره غاړه غړۍ خوځېدلي او ژړېدلي دي.
ځوانیمرګ لیکوال ارواښاد نصیراحمداحمدي یادوو.
هغه احمدي چې زموږ د ښو او بدو ورځو یو ژوره زړه بوږنونکې او تراژیدیکه حسرتي کیسه کوي، دا کیسه د یو ملت ملي مرثیه هم ګڼلای شو او دا داستان مو هم د ښو ورځو په یاد آرمان کوي او هم د بدو ورځو په حال ګریان چغوي، یوازي په آرمان هم بسنه نه کوي بلکې د ښه اوپرمختللي ژوند پر اسبابو او د بدو ورځو پر عواملو مو پوهوي، نوموړی د راوي غوندي تش خبر نه راکوي بلکې د پوهي لار اوګودر هم راته څرګندوي.
که موږ د نړۍ یو لوی لیکوال لکه شکسپېر، چېخوف، تولستوی، ګورګي، آلن پو، کافکا، همینګوی… دې وطن ته رابللی وای او ورته ویلي مو وای چې زموږ د وطن د ملي درد  رښتینی داستان راته ولیکئ آیا تر ارواښاد احمدي به يي په لوړ مهارت او اغیزناک ظرافت بیان کړی وای؟ ځواب به مو حتماً نه! وي، ځکه د احمدي روح زموږ د روح سره اخښلی او ګډ دی او کله چې یو هنرمند روح د یو دردمن ملي روح د ناورین له ژورو غږېږي نو هغه به د ټول ملت د زخمي روح له څړیکو چغه جګوي او د ټول ملت له ځایه به یوازي همدا هنرمند د دوی په استازولی د یو هنرمندانه عصیان په لړ کې دا ملي ژړا چغوي چې طبیعي ده اغېز به يې هنري او موثر وي.
زه د ښوونځي په دورې کې وم چې زموږ د وطن دوو لویو پوهانو استاد اسدالله غضنفر او استاد نجیب الله منلي د راډیوي خپرونو یو شننیزه اوکره کتنیزه ادبي لړۍ را پيل کړه، یاده خپرونه چې زموږ ځوانو فکرونو لپاره لاډیره خوندوره اوګټوره وه هيڅکله مې نه قضا کول بل ښه چانس لا داو چې د جمعې او رخصتۍ په ورځ به خپرېده، دالړۍ مې ښه په خوند او مینه واورېده او بلآخره خپل وروستي پړاو ته ورسېده. مختلف او متنوع ادبي موضوعات پکې وڅېړل سوه چې ډېر ادبي مضامین مو ترې زده کړه.
وروسته بیا استاد غضنفر د یوې ځانګړي لړۍ په توګه پرکیسه لیکني او داستاني ادب د ارواښاد احمدي سره یو تحلیلي بحث را پیل کړ، زما چې هغه وخت د کیسې او داستان سره ډېره دلچسپي نه وه نو دې لړۍ چندان خوند نه راکاوه، اوریدله مې خو د کیسه ایز ادب په ادبیاتو، اصطلاحاتو او تخنیکونو دومره نه پوهېدم، وروسته چې مې ځيني داستاني آثار او ناولونه ولوستل هلته پوه سوم چې استاد غضنفر او ارواښاد احمدي په دې رونیزه خپرونه کې د کیسه لیکني په باب څومره ګټور مطالب وړاندي کول.
په هرصورت له دې یادوني څخه زما موخه داده چې د ارواښاد احمدې د داستاني تخلیق د پنځېدو ترڅنګ موږته داهم د نوموړي په ژوند کې مهمه وه او هم اوس مهمه ده چې دده له داستاني تجربو څخه زده کړه وکړو، زموږ دا ځوان هنري استعداد د مرګ خزان ډېرد وخت له مخه را څخه واخیست، زه ډاډمن یم چې که نوموړي ته ژوند فرصت ورکړی وای نو د کیسه لیکني په برخه کې به يې ډېر ګټور زده کړيز اوکره کتنیز آثار راباندي لورولي وای.
ارواښاد احمدي د کیسه لیکني یو لوی هنرمندانه او استادانه مکتب دی، او دا هنري مکتب به ددې وطن د روح له ژوند سره همداسي په هنري خوږلت او داستاني قوت پايي، او ددې غمځپلي ملت د روح چغه به هنري ژبه پکې مومي.
د مرحوم احمدي د داستاني تخلیق د پنځېدو او غوړېدوناتمامه لار څنګه وهل کېدای شي؟ اودا نیمه خوا فصل څه ډول د خپل اصلي او طبیعي مسیر سره وصل کېدای شي؟
ددې کیسه ایز مکتب د بیا احیا اوغوړېدا لپاره ترټولو لومړی د ارواښاد احمدي غوندي د جرئت، متانت او صراحت شتون مهم دی، داسي همت ورته پکار دی چې د یو رښتني عشق له ژورو د خپل ملي روح د دردونو د بیان هنري رسالت ترسره کړي.
کله چې وایو هنر او هنرمند نه مري نو مانا يي همداده چې د هنرمند د پیل کړي مزل لاري ته د وخت د غوښتنو او آزمیښتونو سره جوخت دوام ورکړو، او دالاره لاهم زرینه، ګلورینه او نګینه کړو.
پایله او لنډیز:
ارواښاد نصیر احمد احمدي زموږ د معاصر او اوسني داستاني ادب له بې ساري نوښتګرواو مبتکرو کیسه لیکوالو څخه و، داچې ددې دردمن وطن د معاصرتاریخ له تاوجن او کړکېچن بهیر سره کابو همزولی راهسکېدلی او ټوکېدلی دی نو د خپل هنري ماهیت ژبه اوکیفیت يي هم ددې خاوري د رنځ ژړاته وقف کړی دی، زموږ د کابو نیمي پېړۍ غم ته يي داسي هنري او اثري ژبه ور کړې ده چې د پېړیو پېړیو ژوندي نسلونه به يي دا چغه په خپلو ويښو غوږونو اوري او د خپلي ښې راتلونکي او پند په پار به یاد کیسه ایزهنر بیا؛ بیا خوښوي او مطالعه کوي.
د ارواښاد احمدي داستاني ژبه به تل ددې ستړي ملت د روح انعکاس وي او زموږ راروان نسلونه به داکیسې یو بل ته په هنري انداز لېږدوي.
زموږ د ځوانیمرګ او نیمه خوا لیکوال ارواښاد نصیراحمد احمدي دردمنه روح دي په فردوس جنت کې نېکمرغه او په سکون وي، او پنځولي غوره داستانونه دې زموږ د ملي درد د ژړا سره مل او ګویان وي.
د ارواښاد احمدي د پنځم تلین په یاد او احترام
په دعا او درناوي
همت عمرزوی
فراه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...