Homeخبرونهحامدکرزی: د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض دی

حامدکرزی: د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض دی

تاند/ پنجشنبه د تلې ـ میزان ۹مه/ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کونړ او هلمند ولایتونو کې د ملکیانو پر استوګنیزو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

کرزي ویلي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او مړو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

پخواني ولسمشر د پاکستاني پوځیانو دغه بریدونه د افغانستان پر حریم تېری او د هېواد د حاکمیت نقض بللي دي.

هغه ټینګار کړی چې افغانان د بهرني تېري پر وړاندې په ګډه له خپل هېواد څخه دفاع کوي.

کرزي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې، د افغان ښځو او ماشومانو له وژلو او د افغانستان پر وړاندې له دښمنانه سیاستونو لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.

دا غبرګون داسې مهال خپرېږي چې، تېره شپه یوځل بیا پاکستان پر کونړ او هلمند هوایي بریدونه کړي چې، له امله یې تر شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

1 COMMENT

  1. د فېسبوک په پاڼو کې مې یوه ورځ یوه ویدیو ولیدله ، یو ځوان سړی په کوټه کې د افغانستان هغو خاینو پیلوټانو ته په روانه انګلیسي ژبه هرکلی وایي ، کومو دو نفرو چې د افغانستان د زړور وسله وال پوځ دوه جنګي الوتکې د محاربې اودښمڼ د ځپلو په وخت کې له ډیورنډ هغې غاړې ته تښتولي او پاکستان ته یې تسلیم کړي دي . نه پوهېږم چې هغه په انګلیسي ژبې هرکلی کوونکی به څوک و او ولې یې پاکستاني افسرانو ته غوړه مالي کوله .
    د دې پرځای چې هغوی یې ملامت کړي وای ، ده ورته غوړه مالي کوله . که هغو ملي خاینینو زمونږ د وسله وال پوځ الوتکې نه وای تښتولې او یو بل د پاکستان جاسوس د دوی دفاع وزیر نه وای ټاکل شوای ، اوهغه د ملت ټول نظامي تجهیزات پرځای او د وسله وال پوځ ملي کدرونه پر خپلو وظیفو پاته وای ، نن به دښمن زمونږ ګران وطن ته په بدو سترګو نه و کتلي .
    اوس هم ناوخته نه ده ، پلاستیکي جنرال یاسین ضیا او نورې ډلې ټپلې دې پر پاکستان نه نازیږي ، خپل وطن د نه ورانوي ، زمونږ باتور ځوانان دې د یو بل په مقابل کې نه استعمالوي ، بری زمونږ ده او پنجابی به په ګونډو شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...