لیکنه: زینب ترهکې
پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) یوازې یو سیاسي خوځښت نه ده.
دا د هغو پښتنو د درد، غوسې او مقاومت غږ ده چې کلونه یې د جګړو، پوځي عملیاتو، جبري بېځایه کېدو، ماینونو، ورکو انسانانو، وژنو او امنیتي فشارونو تر سیوري لاندې ژوند کړی ده.
دا هغه غږ ده چې پوښتنه یې وکړه:
ولې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه باید د یوه عادي پښتون د ژوند، عزت او آزادۍ په بیه تمامه شي؟
پښتون ژغورني غورځنګ (PTM) د همدې پوښتنې پر اساس رامنځته شوو.
پښتون ژغورني غورځنګ د وسلو له لارې نه، بلکې د احتجاج، پرلت، وینا، ټولنیزو رسنیو او ولسي راټولېدو له لارې خپل غږ پورته کړ.
د بشري حقونو سازمانونو هم (PTM) د پښتنو د حقونو لپاره د یوه مدني خوځښت په توګه تشریح کړی او د پاکستاني چارواکو له خوا ددې خوځښت د ځپلو، نیونو او د سولهییزو غونډو د محدودولو په اړه یې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د پښتنو درد له جګړې تر سیاسي مقاومت پوري:
پښتني سیمې د څو لسیزو راپدیخوا د پاکستان د امنیتي سیاست تر ټولو دروند بار پر اوږو وړي.
په پخوانۍ فاټا کې داسې حقوقي نظام حاکم و چې د ټولیزې سزا او محدودو حقوقي ضمانتونو زمینه یې برابره کړې وه.
د ترهګرۍ ضد جګړې په کلونو کې دا سیمه د طالبانو، القاعدې، پوځي عملیاتو او امریکايي ډرون بریدونو ترمنځ د جګړې په ډګر بدله شوه.
خو د دې جګړې اصلي قرباني څوک وو؟
عام پښتون.
هغه پښتون چې نه یې ترهګري غوښتله، نه یې جګړه غوښتله او نه یې د دولت پر ضد وسله پورته کړې وه خو کور یې ویجاړ شو، کلي یې پرېښودل شول، اولادونه یې بېځایه شول او ژوند یې د چیکپوسټونو او امنیتي عملیاتو ترمنځ محدود شو.
همدا هغه درد و چې ورو ورو په سیاسي غږ بدل شو.
پښتون ژغورني غورځنګ (PTM) ولې راپیدا شو؟
په ۲۰۱۴ کال کې د محسود تحفظ غورځنګ د ماینونو او ناچاودو توکو د ستونزې په اړه له یوې محدودې غوښتنې پیل وکړ.
خو د نقیبالله محسود وژنې په ۲۰۱۸ کال کې ددې خوځښت بڼه بدله کړه.
نقیبالله مسعود یو ځوان پښتون و چې په کراچۍ کې د پولیسو په یوه مخامخ نښته کې ووژل شو.
د هغه د وژنې په اړه د جعلي مخامخ نښتې تورونو پراخ اعتراضونه راوپارول او (PTM) په یوه ملي پښتني حرکت بدل شو. Human Rights Watch هم د نقیبالله محسود د وژنې قضیه د (PTM «) د پراخو احتجاجونو له اصلي محرکاتو څخه بللې ده.
د (PTM) پوښتنه یوازې دا نه وه چې:
«نقیبالله محسود ولې ووژل شو؟»
اصلي پوښتنه دا وه:
«ولې د یوه پښتون ژوند دومره ارزانه ګڼل کېږي چې پرته له عادلانه محکمې یې ژوند اخیستل کېږي؟»
همدا پوښتنه د PTM د سیاست بنسټ وګرځېده.
د PTM غوښتنې د دولت پر وړاندې که د عدالت لپاره؟
د پښتون ژغورني غورځنګ (PTM) لاندي پوښتني مطرح کړي:
د ورکو شوو پښتنو د موندلو غوښتنه یي وکړه.
په پښتني سیمه کي د ماینونو د پاکولو غوښتنه یې وکړه.
د غیرقانوني وژنو د څېړلو غوښتنه یې وکړه.
د چیکپوینټونو پر مهال د پښتنو د سپکاوي د پای غوښتنه یې وکړه.
د پښتنو د برابر تابعیت غوښتنه یې وکړه.
او ویې ویل چې که څوک مجرم وي محکمې ته دې وړاندې شي نه دا چې بېمحکمې ووژل شي یا ورک کړاي شي.
دا غوښتنې د یوه ولس د اساسي بشري او قانوني حقونو غوښتنې وې.
نو پوښتنه دا ده:
ایا د عدالت غوښتنه ترهګري ده؟
ایا د ورکو انسانانو د پوښتنې حق جرم دی؟
ایا د یوه پښتون د عزت غوښتنه د دولت پر وړاندې بغاوت دی؟
د (PTM) پر وړاندې د پاکستان د دولت چلند د همدې پوښتنو له امله د بشري حقونو د سازمانونو تر جدي انتقاد لاندې راغلی دی. Human Rights Watch په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال کې د پښتنو د تبعیض د نقیبالله محسود د وژنې د حساب غوښتنې او د (PTM) د فعالانو پر وړاندې د فشار په اړه د پاکستان حکومت نه د اقدام غوښتنه کړې وه.
د پاکستاني پوځ امنیتي منطق او د ولس حق:
پاکستاني پوځ د اوږدې مودې لپاره خپل امنیتي سیاست د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په نوم توجیه کړی دی.
خو د PTM له نظره اصلي ستونزه دا وه چې:
د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه باید د ټول ولس پر وړاندې جګړه ونه ګرځي.
د یوه ترهګر او یوه عادي پښتون ترمنځ باید توپیر موجود وي.
د یوه وسلهوال جرم باید د هغه په نوم ثبت شي نه د ټولې سیمې او ټول قوم په نوم.
خو کله چې د یوه قوم زرګونه خلک د چیکپوسټونو، شک، نیونو، ورکېدو او پوځي فشارونو له لارې ژوند کوي نو امنیت د ولس په ذهن کې د ساتنې پر ځای د وېرې په معنا بدلېږي.
همدا هغه ځای دی چې PTM د پاکستان د امنیتي دولت پر وړاندې سیاسي مقاومت ته ولاړ.
د پاکستان حکومت د خبرو پر ځای د ځپلو سیاست غوره کړ:
د PTM تر ټولو ستره سیاسي ادعا دا وه چې پاکستاني دولت د پښتنو مشروع اعتراض ته د سیاسي خبرو پر ځای د امنیتي ادارو له لارې ځواب ورکړ.
د (PTM) فعالان ونیول شول.
پر غونډو محدودیتونه ولګېدل.
د غورځنګ پر مشرانو قضیې جوړې شوې.
د رسنیو پر پوښښ فشارونه راغلل.
او په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان حکومت PTM د ترهګرۍ ضد قانون له مخې ممنوع سازمان اعلان کړ.
د عفوی نړیوال سازمان (Amnesty International) پدي اقدام سخت اعتراض وکړ او ویې ویل چې پاکستاني چارواکو د PTM د منع کولو لپاره مشخص او قانع کوونکي شواهد نه دي وړاندې کړي او د ترهګرۍ قانون یې د سولهییزو اعتراضونو د ځپلو لپاره کارولی دی.
په ۲۰۲۶ کال کې هم د عفوي نړیوال سازمان (Amnesty International) په یوه تازه بیان کې د (PTM) د فعالانو پر وړاندې د نیونو، جبري ورکېدو او د غورځنګ د بندیز دوام ثبت کړی دی.
دا وضعیت یوه مهمه پوښتنه راولاړوي:
که یو دولت د خپل یوه قوم د مدني اعتراض ځواب په زندان، بندیز او امنیتي فشار ورکوي، نو ستونزه په اعتراض کوونکي کې ده که په هغه سیاسي نظام کې چې د اعتراض زغم نه لري؟
پښتون ژغورني غورځنګ (PTM) او پښتني سیاست :
د PTM تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا وه چې د پښتنو درد یې له کورونو څخه عامه سیاست ته راوویست.
هغه درد چې پخوا به په یوه کلي، یوه جرګه او یوه کورنۍ کې پاتې کېده، د ټول پاکستان او نړۍ په وړاندې مطرح شو.
پښتون ژغورني غورځنګ (PTM) وویلي:
پښتون ترهګر نه دی.
پښتون د دویمې درجې تبعه نه دی.
د پښتون ژوند ارزښت لري.
د پښتون عزت ارزښت لري.
د پښتون ورک شوی زوی باید بېرته وموندل شي.
دا یوازې شعارونه نه وو دا د یوه اوږده امنیتي او سیاسي بحران پر وړاندې د یوه نسل د مقاومت ژبه وه.
د «لر او بر» شعار!
د PTM په سیاسي ژبه کې «لر او بر یو افغان» شعار هم مهم ځای لري.
دا شعار د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د ګډ تاریخي، ژبني او فرهنګي هویت څرګندونه کوي.
پاکستاني امنیتي جوړښت دا ډول شعارونه د حاکمیت لپاره د خطر په توګه تعبیر کړي خو د (PTM) له نظره دا د پښتني هویت او تاریخي تړاو د بیان یوه برخه ده.
په هر حال، د دې شعار سیاسي تعبیرونه مختلف دي خو یو حقیقت نه شي رد کېدای:
پښتني هویت د ډیورنډ کرښې په یوه خوا کې نه ختمېږي.
د (PTM) پر وړاندې د «بهرني اجنډا» تور:
د (PTM) پر وړاندې یو له تکراري تورونو څخه دا دی چې ګواکې غورځنګ د هندوستان یا نورو هېوادونو له استخباراتي شبکو سره تړاو لري.
خو دا تور باید له مستندو شواهدو سره وڅېړل شي.
تر هغه ځایه چې د بشري حقونو د مهمو نړیوالو سازمانونو په ارزونو کې ښکاري (PTM) د پښتنو د حقونو لپاره د یوه مدني او سولهییز خوځښت په توګه تشریح شوی دی. عفوي نړیوال سازمان (Amnesty International) په ۲۰۲۴ کال کې د (PTM) د بندیز په اړه وویل چې حکومت د دې بندیز د توجیه لپاره مشخص شواهد نه دي وړاندې کړي.
نو یوازې د «بهرني لاس» شعار د یوه ولسي خوځښت ټولې غوښتنې نه شي ردولای.
که جرم شوی وي نو شواهد دې وړاندې شي.
که خیانت شوی وي نو محکمه دې پرېکړه وکړي.
خو د یوه قوم د سیاسي اعتراض د خاموشولو لپاره تورونه د عدالت بدیل نه شي کېدای.
پښتون ژغورني غورځنګ (PTM) د پښتنو د نوي نسل سیاسي بیداري:
پښتون ژغورني غورځنګ (PTM) د پښتني سیاست په تاریخ کې ځکه مهم دی چې ددې غورځنګ مخکښ غړي د پخوانیو دودیزو خانانو او سیاسي کورنیو پر ځای له جګړهځپلو سیمو څخه راوتلی ځوان نسل ده.
منظور پښتین، علی وزیر،عارف وزیر،ګیلامن وزیر،عثمان کاکړ،ارمان لوڼی او ګڼ نور فعالان د همدې نوي سیاسي نسل استازیتوب کوي.
دا نسل وایي:
موږ یوازې د قوم په نوم سیاست نه غواړو موږ د عزت، عدالت، قانون او برابر تابعیت سیاست غواړو.
همدا دلیل دی چې (PTM) یوازې د وزیرستان موضوع نه ده بلکې د پاکستان د فدرالي جوړښت، قومي سیاست او امنیتي دولت په اړه پراخي پوښتنې راپورته کوي.
د جبر په وړاندې د مقاومت حق.
هیڅ دولت د خپل ولس له اعتراض څخه پورته نه دی.
هیڅ پوځ د قانون څخه پورته نه دی.
هیڅ امنیتي اداره باید د محکمې ځای ونه نیسي.
او هېڅ وګړی باید یوازې د خپل قومي هویت له امله د شک، سپکاوي او ډلهییزې سزا قرباني نه شي.
همدا د پښتون ژغورني غورځنګ(PTM) اصلي فلسفه ده:
د دې غورځنګ تر ټولو ستره سیاسي پوښتنه دا ده:
که دولت د ولس ساتونکی وي نو ولې باید ولس له دولت څخه د خپل ژوند او عزت د ساتنې غوښتنه ونکړي؟
پایله: پښتون ژغورني غورځنګ(PTM) د یوې مظلومې ټولنې د حق غږ:
پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د هغه نسل غږ ده چې د جګړې، ترهګرۍ او امنیتي سیاست ترمنځ یې خپل ژوند بایللی ده.
د (PTM) غوښتنه ددې لپاره نه ده چې پښتون له قانون څخه پورته شي.
غوښتنه یې دا ده چې پښتون هم د قانون لاندې د یوه برابر انسان په توګه ژوند وکړي.
دوی د محکمې غوښتنه وکړه.
دوی د ورکو پښتنو د برخلیک غوښتنه وکړه.
دوی د ماینونو د پاکولو غوښتنه وکړه.
دوی د عزت غوښتنه وکړه.
دوی د برابر تابعیت غوښتنه وکړه.
او کله چې یې دا غوښتنې وکړې د پاکستان دولت د سیاسي خبرو پر ځای د امنیتي فشار، نیونو او بندیزونو لاره غوره کړه.
د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په پرلهپسې ډول د دې چلند په اړه نیوکې کړې دي.
له همدې زاویې (PTM) د پښتنو لپاره یوازې یو سیاسي سازمان نه بلکې د حق غوښتنې او مقاومت یو سمبول ده.
او د پاکستان حکومت او پوځ ددې سیاسي دریځ له مخې هغه وخت د ظلم او جبر له نظام سره ورته کېږي چې د خپل ولس مشروع اعتراض د ټوپک، زندان، بندیز او امنیتي تورونو له لارې خاموشوي.
تاریخ به یوازې دا نه پوښتي چې (PTM) ولې اعتراض وکړ؟
تاریخ به دا هم پوښتي:
ولې یو دولت دې حد ته ورسېد چې د خپلو اتباعو د عدالت غوښتنه یې د امنیتي ګواښ په توګه وبلله؟
او تر ټولو مهمه پوښتنه به دا وي:
که د یوه ولس د ژوند، عزت، عدالت او آزادۍ غوښتنه جرم وي نو بیا د حق غوښتنې لپاره قانوني او سولهییزه لاره څه پاتې کېږي؟
د (PTM) تر شا همدا پوښتنه ولاړه ده او تر هغې چې دا پوښتنه په عدالت، حسابورکولو او سیاسي خبرو ځواب نه شي د پښتنو د حقونو غږ به خاموش نه شي.
زینب تره کې
سلامونه
آغلې خور زینب تره کې په لیکنو دې برکت ،ټول حقیقت دي
په نړۍ کې دوه جنایتکاره دیکتاتوري جینوسایډه رژیمونه شتون لري اثراییل او پوکثټین!!
نه په دین برابردي نه په سادین
نه خبر مني،نه حق مني نه صوله کوي …
فقط د بادارانو په امر او حرامو پیسو انسانان بیګناه وژني!!! او ګلخانان یی هم سیل کوي
-ځوانان مو قتل کیږي ،داڅنګه آزادي ده؟
کورونه مو ورانیږي ، “” “” “” “؟
میندې مو بوریږي ، “” “” “”؟؟؟
دژوند بیړۍ ډوبیږي،”” “” “”؟؟
ان ق لاب
انقلاب ….