تاند_ پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۰مه/ ځایي سرچینو ویلي، چې د کونړ ولایت شلتن ولسوالۍ «چوګام» سیمه د پاکستان پوځي رژیم الوتکو برید کې څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
سرچینې ویلي، وژل شوو او ټپیانو کې درې ماشومان، درې نارینه او دوه ښځې شاملې دي، او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، په مړو کې د یوه ماشوم یوازې پښې موندل شوي او نور بدن یې لادرکه دی.
دغه راز یو بل ماشوم لا هم لادرکه دی چې د ژغورنې عملیات یې دوام لري.
همدارنګه هلمند کې د پاکستان پوځي رژیم هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې
سرچینې وايي، چې د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ملکي هېوادوالو پر کورونو د پاکستان پوځي رژیم د نن سهار هوايي بریدونو له امله ۴ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د طالبانو د حکومت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد هم منلې، چې تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم الوتکو د کونړ شلتن ولسوالۍ په «چوګام» او د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ «صفار» سیمه کې د ملکيانو کورونه بمبار کړي دي.
مجاهد زیاته کړې، چې دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
مجاهد د پاکستاني رژیم دغه بریدونه غندلي او هغه یې د ټولو منلشویو اصولو خلاف او جنایت بللی دی.