تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۱ مه) د ایران جګړې د ترکمستان د ګازو د ۱۰ میلیارد ډالري نللیکې د پروژې د بیا ژوندي کېدو هیلې زیاتې کړې دي. دا پروژه، چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د طبیعي ګازو د لېږد لپاره طرحه شوې، ښايي د سیمې د انرژۍ په بازار کې د بدلونونو له امله یو ځل بیا پام ځان ته واړوي.
د اویل پرایس ټکی کام ویبپاڼې د راپور له مخې، د ایران جګړې او په سیمه کې د انرژۍ د لېږد بهیر له ګډوډېدو سره، د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نللیکې د جوړولو پروژه یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو پام ځان ته اړولی دی. د دې پروژې د بیا فعالېدو هیلې په داسې حال کې زیاتې شوې چې د افغانستان په لوېدیځ کې د نللیکې د جوړولو چارې د هرات ښار څنډو ته رسېدلې دي.
ترکمنستان د اکتوبر په وروستیو کې د عشقاباد په یوه اقتصادي غونډه کې اعلان وکړ چې د ټاپي (TAPI) په نوم د ګازو نللیکه د هرات ښار څنډو ته رسېدلې او په پام کې ده چې د دې پروژې له لومړۍ افغان برخې څخه د ۲۰۲۶ کال تر پایه استفاده پیل شی.
د سپوږمکۍ د نومبر د اوومې نېټې تصویرونه هم ښيي چې نللیکه د ترکمنستان له جنوبي پولې څخه د هرات ښار د صنعتي سیمې د لوېدیځ شاوخوا ۲۲ کیلومترۍ ته رسېدلې ده. د راپور له مخې، دا ځای هغه سیمه ده چې د افغانستان د طالبانو چارواکو د ګازو د وېش د یوه تمځای یا تاسیساتو لپاره په پام کې نیولې ده.
د ایران جګړه او د پاکستان لېوالتیا
ټاپي پروژه د ترکمنستان د ګالکینیش له سترې ګازي زېرمې څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د طبیعي ګازو د لېږد لپاره طرحه شوې ده. د دې نللیکې ټول اوږدوالی شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اټکل شوی او د جوړولو لګښت یې تر ۱۰ میلیارد ډالرو پورې رسېدای شي.
د راپور له مخې، د ایران جګړې او د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د فارس خلیج له لارې د انرژۍ د لېږد بهیر له خنډونو سره مخ شوی دی. دې وضعیت ښايي د پاکستان لېوالتیا زیاته کړې وي چې د ګازو د واردولو لپاره پر بدیلو لارو غور وکړي.
د ترکمنستان د انرژۍ په غونډه کې د دغه هېواد لپاره د پاکستان سفیرې فریال لغاري ویلي چې اسلاماباد اوس د ټاپي پروژې پرمختګ ته ژمن دی.
د راپور له مخې، د انرژۍ د چارو یو شنونکی جان ایم رابرتس وايي، دا چې ترکمنستان د نللیکې د هرات برخې په جوړولو کې خپله پانګه لګولې، ښايي اوس د دې پروژې د پراخولو او د کندهار او له هغه ځایه پاکستان ته د غځولو لپاره د نورو شریکانو د موندلو هڅې پیل کړي.
د پروژې د جوړولو بهیر او لګښتونه
د ټاپي پروژه په لومړي ځل په ۱۹۹۰مو کلونو کې مطرح شوه، خو په افغانستان کې جګړو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوو د دې پروژې د عملي کېدو مخه نیولې وه. د پروژې لګښتونو، پرلهپسې ځنډ او د پاکستان او هند کمه لېوالتیا په تېرو کلونو کې د هغې د بشپړېدو په اړه شکونه زیات کړي وو.
د راپور له مخې، د ترکمنستان له سرحده تر هراته د نللیکې پر جوړولو شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالره لګښت شوی دی. د ټاپي د پروژې د شرکت د معلوماتو له مخې، د دې برخې د ۱۵۳ کیلومتره لارې شاوخوا ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی او ۱۲۴ کیلومتره نلونه پکې ایښودل شوي دي.
د ازادي راډیو راپور وايي، د افغانستان په خاوره کې د نللیکې د جوړولو پر مهال ځینې ستونزې هم رامنځته شوې دي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د نللیکې په ټاکل شوې لاره کې د ناچاودو مهماتو شتون د کار بهیر ستونزمن کړی دی.
د راپور د سرچینو په وینا، د نللیکې د جوړولو چارې تر ډېره د ترکمنستان د انجنیرانو او تخنیکي کارکوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي او د افغانانو ونډه په کاري سیمو کې د امنیت تر ساتنې پورې محدوده ده.
افغانستان ته اقتصادي ګټې
د ټاپي نللیکه د افغانستان لپاره یوازې د ګازو د لېږد یوه لاره نه ده، بلکې د اقتصادي عوایدو او د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو یوه احتمالي سرچینه هم ګڼل کېږي.
د پروژې د طرحې له مخې، افغانستان به د نللیکې له ټول لېږدېدوونکي ګاز څخه شاوخوا پنځه سلنه ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې پاتې ۹۵ سلنه به په مساوي توګه پاکستان او هند ته ولېږدول شي.
که نللیکه تر پاکستان او هند پورې وغځېږي، افغانستان به د ګازو د لېږد په بدل کې هر کال سلګونه میلیون ډالره د ترانزیټ یا حقالعبور له درکه ترلاسه کړي. دا عواید د افغانستان د اقتصاد لپاره د پام وړ سرچینه کېدای شي.
په هرات کې د ګازو د بیو لوړېدو او د برېښنا د کمښت له امله د اوسېدونکو او صنعتي فابریکو ستونزې زیاتې شوې دي. د سیمې ځینو اوسېدونکو د هرات څنډو ته د نللیکې د رسېدو هرکلی کړی او هیله لري چې د دې پروژې له لارې به دوی ته د ګازو رسولو او د کارموندنې زمینه برابره شي.
د پروژې پر وړاندې لوی خنډونه
سره له دې چې د ټاپي پروژې د هرات برخې د جوړولو چارې پرمختګ کړی، د هغې بشپړېدا لا هم ځینې ستونزې لري.
د راپور له مخې، د پروژې د نورو برخو د تمویل لپاره د چین مالي ملاتړ مهم بلل کېږي، ځکه ترکمنستان ښايي په یوازې توګه د دومره سترې پروژې د بشپړولو وس ونه لري. په افغانستان کې د نللیکې د غځولو لپاره د روسیې د پانګونې وړاندیز هم مطرح شوی دی.
د دې ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي ستونزې، د سیمې بېثباتي او د پروژې لپاره د بهرنیو پانګهوالو د نه جذبولو په اړه د ترکمنستان دریځ د هغې د راتلونکي په اړه پوښتنې راپورته کوي.
د راپور له مخې، د انرژۍ شنونکی جان رابرتس وايي، د ترکمنستان د طبیعي ګازو سترې زېرمې بې له شکه ډېرې دي، خو د دغو زېرمو استخراج او نړیوالو بازارونو ته یې رسول جلا او ستونزمن کار دی.
ټاپي پروژه د سیمې د انرژۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمه ګڼل کېږي، خو د هغې د بشپړېدو لپاره د افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان ترمنځ سیاسي هوکړې، مالي سرچینې او د امنیتي ستونزو حل اړین دي.