په څېړنه كې د فرضيې تر ټولو لوى آر(اصل) دا دى، چې كه چېرې موږ وغواړو يوه موضوع تشريح كړو، بايد د موضوع په اړه له ځان سره يوه پوښتنه مطرح كړو؛ نو د همدغه آر په پام كې نيولو سره موږ پوښتو، چې ولې ويل يا خبرې كول اسان دي او ليكل ستونزمن؟
د دې لپاره، چې دا موضوع مو له خپل مسلك سره سمه واضيح كړې وي بېلابېلو اړخونو ته يې نغوته كوو:
كه چېرې موږ وغواړو هغه پېښه، چې زموږ په مخ كې پېښه شوې او موږ يې د پېښېدو شاهدان وو او يا هم هغه مهمه غونډه، چې د هېواد د ملي ګټو په اړه وه او موږ په كې ګډون كړاى وو خپلو ملګروته يې تشريح كړو؛ نو په ويلو كې يې له كومې ستونزې سره نه مخ كېږو او كولاى شو په ډېرې اسانۍ سره ورته ټول د سترګو ليدلى حال بيان كړو. دغه راز كه چېرې وغواړو د خپل يون (سفر) ټولې ښېګڼې او بدګڼې خپلو ملګرو ته بيان كړو؛ نو په هغې كې هم كومه ستونزه نه لرو او پرته له كوم تكليف څخه يې ورته ويلاى شو، خو عجيبه خبره دا ده، كله چې وغواړو پورته يادې ټولې خبرې وليكو او د يوې ادبي او فرهنګي شتمنۍ په توګه يې خوندي كړو؛ نو په لسګونو ستونزو سره مخ كېږو او په ځينو حالاتو كې يې سم نشو ليكلاى؛ نو پر همدې پار ځينو ليکوالو ليكوالۍ ته د ستونزمن كار نوم وركړى.
د ستونزې معنا ده يو چا ته تكليف رسول او له آرام حالت څخه يې د ناارامۍ پر لور بيول. ليكوالي هم د همداسې يو كار نوم دى، په دې معنا انسان بايد لومړى په خپل فکر کې په منظم ډول يوه فرضيه جوړه كړي او تر هغې وروسته بايد هغه خاكه يا اومه مواد، چې ده راټول كړي منظم او ترتيب كړي، تر هغې وروسته د پيل، منځ او پاى په اړه يې فكر وكړي او پر دې هم بايد فكر وكړي، چې د لوستونكي د ستړيا او يا زړه تورۍ لامل نه شي، كله چې دا ټول پړاونه بشپړ شول؛ نو بيا يې بويه په ليكلو پيل وكړي او تر ليكلو وروسته يې څو څو وارې هم په خپله او هم په بل چا ولولي، چې كومه ليکدوديزه او يا منځپانګيزه نيمګړتيا ونه لري كه څه هم انسان له سهوې او خطا څخه خالي نه وي؛ خو د بنده ګې هڅه په كار ده.
كله يې چې اثر چاپ شي نو بيا بايد په خپل زړه او ذهن کې د ټولنې د ځينو خلكو كره كتنې او پر ځاى او بې ځاى خبرو ته هم ځاى پيدا كړي او په غبرګون كې يې جدي يا احساساتي نه شي، ځکه يو شمېر ليکوال، چې د دې ټولو خبرو اوسېله نه لري د همدغو ستونزو قرباني شي او ډېره لويه شتمني، چې هغه د نوموړي ليكوالي ده پر سيند لاهو شي، پر دې بنسټ موږ ليكوالۍ ته ستونزمن كار وايو؛ خو اوس آره خبره دا ده، هغه پېښه چې زموږ په مخ كې پېښه شوې او موږ هغه خپلو ملګرو ته تشريح كوو، ګټه يې څه ده او هغو ته څومره ارزښت لري؟
د دې لپاره، چې د دې پوښتنې په ځواب پوه شو ډېره اسانه لار شته، چې كولاى شو په وسيله يې خپله پوښتنه ځواب كړو. د ساري په ډول كه چېرې موږ وغواړو د پېښې شوې پېښې رپوټ لومړى ثبت او بيا يې واورو او تر اورېدلو وروسته يې په هماغه بڼه كټ مت وليكو؛ نو دا كار نشو كولاى ځكه دا ډېر ستونزمن كار دى، موږ چې كله له خپلو ملګرو سره خبرې كوو؛ نو له تکلف پرته په ډېرې بې تفاوتۍ ورسره خبرې كوو او هېڅکله داسې نه احساسوو، چې زموږ په دې خبرو دې څوک ملنډې ووهي او يا دې کومه ستونزه راته پېښه شي؛ خو په ليكلو كې يې بيا داسې نه ده، هلته بايد ډېرې خبرې په پام كې وساتل شي او د ژورناليزم د آرونو له مخې هغه شپږ پوښتنې چې(ولې، چېرته، څه وخت…) دي ځواب شي او په عين حال كې د امنيتي چارواكو، د سيمې د ځايي اوسېدونكو او يا عيني شاهدانو او كه شونې وي د مخالف لوري نظرونه دې هم را واخيستل شي، چې په دې صورت كې ښايي زموږ رپوټ د منلو وړ شي او که داسې نه وي؛ نو بې له شکه پر ځان به مو په خپله ملنډې وهلې وي؛ خو په وينايز رپوټ كې بيا داسې ستونزې نه شته؛ ځكه كه چېرې موږ كومه ګونګه يا مبهمه خبره وكړو، سم له واره مخامخ لورې د هغې د روښانولو غوښتنه کوي او له اضافي او بې اړتيا خبرو څخه مو منع کوي او راته وايي، چې حاشيې ته لاړ نه شواو نېغ په نېغه پر موضوع خبرې وکړو؛ خو په ليكلو كې بيا ستونزه دا ده، چې دغو نيمګړتياو ته ښايي د ليكوال فكر نه شي او كټ مټ يې هماغسې وليكي، چې وروسته ورته بيا نورې ډېرې ستونزې پيدا كوي او ښايي په ځينو مواردو کې ورته پر بند سربېره د مرګ ګواښ هم وشي.
نو که خبره لنډه کړو موږ په ويلو كې كومه ستونزه نه لرو او نه تكلف ته اړتيا لرو، كولاى شو چې په خپلو خبرو كې د موضوع د لاروښانولو لپاره ځينې فرعي مسايل هم ورسره غبرګ كړو او يا ځينې داسې مسايل بيان كړو، چې په عادي حالت كې يې بيانول راته له ډاره خالي نه وي.
دغه راز په ويناييز رپوټ کې بله خبره دا هم ده، په ځينو ستونزمنو حالاتو يا خبرو كې اړينه نه ده، چې د هرې خبرې لپاره دليل راوړو؛ ځكه موږ د كوم ډار احساس نه كوو او په دې ډاډه يو كه چېرې كومه پوښتنه پيدا شي؛ نو هرومرو به کوم اورېدونکى د هغې د روڼتيا پوښتنه وكړي او موږ به يې په ډېرې اسانۍ سره ورځواب كړو. پر همدې بنسټ ويلاى شو، كله چې موږ كومه موضوع خپلو ملګرو ته تشريح كوو په ډېرې اسانۍ يې ورته تشريح كولاى شو؛ خو په ليكلو كې يې بيا داسې نه ده، هلته هره خبره ثبوت او دليل ته اړتيا لري او بايد د هغو ټولو قيدونو زولنو ته يې ځوابونه پيدا كړو، چې وروسته ترې موږ ته ستونزه پيدا کېږي؛ ځكه موږ ډېر ځله د خپلې ليكنې لوستونكي او مخاطبين نه پېژنو، چې څوك دي او څه ډول خويونه لري، چېرته اوسېږي، په كوم ځاى كې كار كوي، د پوهې كچه يې څومره ده، څومره ژر يوه موضوع درك كولاى شي او څومره ملي ګټو ته ژمن دي؟
په ليكوالۍ كې موږ اړ يو ټول هغه آرونه، چې د ادب ليكوالي او يا د بل هر مسلك ليکوالي او په ټوله کې ټوله ليکوالي يې لري په پام كې ونيسو او بيا د دلايلو په وړاندې كولو سره خپله ليکنه وړاندې کړو او كه داسې ونه كړو؛ نو لكه څنګه مې چې پورته هم نغوته وكړه ښايي داسې پايلې ولري، چې موږ يې هډو اټكل هم ونه كړلاى شو؛ نو ځكه وايو، چې ويل او خبرې كول تر ليكلو ډېرې اسانه او بې تكليفه دي.