یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبنیمه ورځ|ژباړه: مامون چخانسوري

نیمه ورځ|ژباړه: مامون چخانسوري

لیکوال: نجیب محفوظ

ژباړه: مامون چخانسوري

—————————-

نیمه ورځ

 د خپل پلار تر څنګ روان وم، د هغه راسته لاس مې ټینګ نیولی و. ځغستل مې چې د هغه د اوږدو ګامونو سره مې تګ برابر وي. زما ټول پوشاک نوي وه: تور بوټونه، زرغون کمیس او سره رخچینه. د نوي جامو له شوقه سم خوشحاله نه وم، ځکه نن د اختر ورځ نه، خو زما د ښوونځۍ لومړۍ ورځ وه. مور مې کړکۍ څنګه ولاړه وه او موږ ته يې کتل، او ما شیبه په شیبه هغې ته مخ اړوئ، ته وا کمک مې ورڅخه غوښت.

موږ پر داسې یوه لار روان و چې شاوخوا يې باغونه وه؛ دواړو غاړو کې يې ګڼې کروندې، د انځر، اترنګ (حنا)، او یو څو د خرما وڼي وې.

پلار ته مې واضح وویل، «ولي ښوونځۍ؟… زه به په عمر داسې کار ونکم چې ستا بد راسي!»

هغه په خندا راته وویل، «زه تا ته جزا نه درکوم. ښوونځۍ کومه جزا نه ده. دا داسې یوه فابریکه ده چې د هلکانو څخه د کار سړي جوړوي. مګم ته نه غواړی لکه خپل پلار او وروڼو اوسی؟»

زه قانع نه وم. ما باور نه درلود چې په دې کې به په ریښتیا هم کومه ګټه وي چې ما د خپل کورنۍ صمیمي ماحول څخه لیري کړي، او د سړک پای کې دې د جګو دیوالونو کلا  په شان تعمیر کې وغورځوی چې خورا بوڅه او ځیږه بڼه يې درلوده.

دروازې ته ورسیدو، پراخ انګړ مو ولیدی چې د هلکانو او انجونو ډک و. زما پلار وویل، «ځه، یوازې ولاړ سه، او د دوي سره ګډ سه. تندې دي ورین که، وخانده، او د نورو دپاره یو ښه مثال وګرځه.» زه زړه نا زړه وم، د پلار لاس مې ټینګ نیولی و، خو هغه زه  له ځانه سوکه پورې وهلم او وی ویل، «نر سه، نن دي د ژوند ریښتونی پیل دی. چې د تګ وخت دي سو، زه به دلته درته منتظرم اوسم.»

څو ګامه مخ ته ولاړم،  بیا ودریدم او ومې کتل خو څوک مې و نه لید. وروسته د هلکانو او انجونو څیرې ښکاره سوې. ما په دوي کې یو هم نه پیژندی، او د دوي څخه هیچا زه نه پیژندلم. داسې احساس مې وکړ لکه یو بیګانه چې لاره ورکه کړي وي. خو ډیرو ما ته په تجسس کتل. یو هلک راڅنګه راغی او پوښتنه يې وکړه، «چا راوړی؟»

زه وپوسیدم، «زما پلار.»

هغه ډیر عادي وویل، «زما پلار مړ دی.»

زه نه پوهیدم څه ووایم. دروازه وتړل سوه، یو زړه راښکونکی کریغ غږ يې وخوت. ځینې ماشومان په ژړا شوه. زنګ ووهل شو. یوه میرمنه راغله چې تر شا يې د نارینه‌و یوه ډله وه. نارینه‌و موږ په قطارونو کې ودرولو. موږ په سرای کې د یوې پیچلې نخښې په شکل مرتب ودرول شوو، درې خواو ته مو څو منزله لوي تعمیرونه وه؛ د هر منزل څخه یوه اوږده برنډه ښکاریدل چې په لرګيو پوښلې وه.

میرمني وویل، «دا  ستسي نوی کور دی. دلته هم میندي او پلرونه سته. دلته هر څه آسانه او د علم او دین لپاره ګټور دي. اوښکی مو پاکي کړی او د ژوند سره په خوشحالۍ مخامخ سی.»

موږ واقعیت ته تسلیم شوو، او دې تسلیمۍ یو ډول رضایت راکړ. ژوندي موجودات و او د نورو ژوندي موجوداتو سره ګډ شوو. او د هماغه لومړي شیبې څخه د زړه له اخلاصه مې د  هغه هلکانو سره انډیوالي وسوه چې باید شوی وای، او پر داسې انجونو میین سوم چې باید ورباندې میېن شوی وای، داسې بریښیدل چې زما اندیښنه بی ځایه وه. ما يې تصور هم نه شو کولای چې ښوونځۍ به دومره شتمن ځای وي. موږ هر راز، ډول ډول لوبي وکړی: ټالونو کې زنګیدل، د آس په څیر ټوپونه، او د توپ لوبي. د موسیقۍ په حجرې کې مو خپلې لومړنۍ نغمې زمزمه کړې. همدازار د اول ځل لپاره د ژبو سره معرفي شوو. د ځمکې کُره مو ولیدل چې بیلابیلي قارې او هیوادونه پکې څرخیدل. د علم دروازه مو پرانیستله او د حساب زدکړه مو پیل کړه. د کایبناتو د خالق او د دنیا او آخرت کیسه راته بیان شوه، او د هغه د کلام مثالونه راته وویل سوه. خوندوره ډوډۍ مو وخوړل، لږ  بیده شوو، بیا ویش شوو چې انډیوالۍ، میني، لوبو او زدکړو ته ادامه ورکړو.

وروسته زموږ لاري خپله بشپړه  او اصلي څیره ښکاره کړه، او لکه چې موږ فکر کاوه هر څه مکمله خوندور او صاف و ستره نه وه. کله به لږ دوړي پورته سوې، ناڅاپي پیښي به منځ ته راغلی، او موږ باید په پوره بیدارۍ او حوصلې ورته چمتو وای. هر څه لوبي او ساتیرۍ نه وه. رقابتونه وه چې ښايي دردونه او نفرتونه يې رامنځ ته کړي وای یا د شخړو او جګړو لامل ګرځیدلي وای. او هغې میرمنې کله نا کله خندل، خو ډیرې وخت يې تندی تریو و او منت یې کوی. موږ د وهلو ټکولو او نظم و انضباط د زیاتو ګواښونو سره مخ و.

سربیره پر دې، شا ته د ګرځیدو وخت تیر و، او هغه جنت غوندې خوندي ځای ته بیرته د ابد لپاره ستنیدل نه وه. نور نو زموږ مخ ته پرته له خوارۍ، زیار او صبر بل څه نه وه. هغوې چې کولای شوای، د اندیښنو او ستونزو سره سره يې د خوښحالیو او بریاو د هغه موکو څخه ګټه پورته کړه چې لاس ته يې ورتلل.

د زنګ په وهلو سره د ورځې تیریدو او د کار د پای اعلان وشو. ډله ډله د دروازې خوا ته، چې بیرته خلاصه شوی وه، راغونډ شوو. د خپل ملګرو او میینانو سره مې مخه ښه وکړه او له دروازې نه ووتلم. ښه مې شاوخوا وکتل، خو زما د پلار درک نه و، چې قول يې راکړی و دلته به راته منتظر وي. یوې څنډې کې تم پاته شوم. زیاته موده مې انتظار وکی خو ګټه يې ونکړه، تصمیم مې ونیو چې په خپله کور ته ولاړ شم. څو ګامونه مې چې واخیستل سترګي مې پر یو د میانه عمر سړي ولګیدی چې تیریدی، دستي مې وپیژندی. هغه په موسکا زما خواته راغی، لاس يې راکی او وې ویل، «ډیر وخت وسو چې ما او تا سره لیدلي وه – څنګه يې؟» ما د هغه د خبرې په تائید سر پورته کته وښوروی او په خپل وار مې وپوښتل، «ته، ته خپله څنګه يې؟»

«دغه حال مې دی چې وینی. ګذاره کوم، د خدای شکر دی!» بیا يې زما لاس وښوروی او ولاړ.

یو څو ګامه مخ ته ولاړم، ناڅاپه ودریدم او جام پاته شوم. یا خدایه! هغه لار چې شاوخوا يې باغونه وه څه شو؟  چیري ورک شوه؟ څه ورباندې وشوه؟ کله دا ټوله موټران دلته را کوټه شوه؟ او څه وخت د دې انسانانو ډلو دا ځای اشغال کړ؟ او څنګه يې دواړه غاړو ته د خزلو (کثافاتو) کوټي پرتې دي؟ او  دواړو څنډو کې هغه کروندې څه شوې؟ پر ځای يې د ښار جګ تعمیرونه وه، او سړکونه يې د ماشومانو او هلکانو په ګڼه ګوڼې ډک وه، چاپیریال د ځورونکو غږونو سره ښوریدی. په بېلو برخو کې کوډګرانو خپل چلونه ښودل، او د سبدونو څخه يې ماران ایستل. هاخوا د ساز یوې ډلې چې مخ ته يې ټوکماران او سپورټمینان روان وه، د سرکس نندارې د پیلیدو اعلان وکړ. د امنیتي ځواکونو د سرتیرو د موټرانو یو کاروان په خورا عظمت ورو تیریدی، د اطفایې موټر زنګ په زوره چالانه و، او  معلومه نه وه چې اطفاییه به څنګه خپل لار خلاصه او د اور غضبناکو لمبو ته ځان ورسوي چې مړ يې کړي. د یوه ټکیسوان او د هغه د سورلي تر منځ شخړه پیل شوه، او د سورلي ښځې د کمک نارې وهل خو څوک يې په کیسه کې نه و.

 یا خدایه! ګنس وم. سر مې پرله ګرځید.  نیږدې و لیونی سم. دا ټول شیان په دې نیمه ورځ کې، د سهار وختي او لمر لویدو تر منځ، څنګه وشوه؟ د دې ځواب به په کور کې د خپل پلار څخه ومومم. خو زما کور چیري دی؟  یواځې تعمیرونه او د خلکو ګڼه ګوڼه مې لیدل. چابک روان شوم او د «جناین – ابو خوده» څلور لاري ته ورسیدم. د «ابوخوده» څخه باید تیر سوی وای چې خپل کور ته رسیدلی وای، خو موټرانو چا ته لار نه ورکول. د اطفايې زنګ تر آخري حده جګ  و او خپله د میږي په سرعت روان و، و مې ویل، «پریږده چې هر څه د اور پر مخ ورځي و يې سیځي او ایری يې کړي.» قهریدلی وم او نه پوهیدم چې کله ها پلو واوړم. زیاته شیبه هلته ولاړ وم، بیا څنډي کې د خُشکه شويي دوکان څخه یو ځوان هلک راڅنګه راغی، خپل لاس يې وغځوی او  په جرئت يې راته وویل، «حاجي بابا، راسه چې د سړک څخه دي تیر کم.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب