دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهسوپکو: د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته هم افغانستان ته تر...

سوپکو: د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته هم افغانستان ته تر ټولو زیاته مرسته امریکا کړې

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۸مه) په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې اداره، سیګار وايي چې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ملګروملتو ته د بسپنې ورکولو تر ټولو ستر مرستندوی هیواد دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو وايي، له کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي، د امریکا متحدو ایالتونو ۷۴،۴ میلیون ډالره مرسته کړې ده. پر دې سربېره د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ مالي کلونو په ترڅ کې د افغانستان د بیارغونې لپاره ۲، ۳۵ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.

سوپکو دا څرګندونې په خپل درې میاشتني راپور کې کړي چې تېره اوونۍ یې کانګریس ته وړاندې کړ.

ده همداراز ویلي چې امریکا لږترلږه ۱، ۳۴ میلیارد ډالره د ۲۰۲۲ له جنورۍ څخه د سږ کال د جون تر دېرشمې پورې د ملګروملتو د بشري مرستو همږغوونکي دفتر، اوچا ته ورکړي دي.

له امریکا وروسته د افغانستان لپاره ملګروملتو ته دوهم ستر مرستندوی هیواد بریتانیا دی. دغه هیواد په یاده موده کې ۵۵۰ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د امریکا حکومت د ۲۰۰۱ له اکتوبر څخه د سږ کال تر جون میاشتې پورې افغانستان ته څه باندې ۱۴۷ میلیارد ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

2 COMMENTS

  1. ولا که چی طالبان او امریکایان او انګریزان خره دی او که ئی پر دردمنو افغان انسانانو د خرو ګومان کړی دی.
    اصلاً یوه پوښتنه ( البته دا پوښتنه به هم د امریکائی او هم د طالب او هم د امریکا او طالبانو د طرفدارانو ستونی وچ او د جواب شیمه به تری واخلی )
    آیا طالب او امریکائیان رشتیا هم سره دوښمنان وه او دښمنان دی؟
    که بلی
    نو
    امریکا ولی دا دومره مرسته د جمهوریت د ټینګښت او پائښت په موخه نه کوله چی نتیجه به ئی د طالب مهار وای.
    او
    که
    امریکائیان او طالبان سره دښمنان نه وه او دښمنان نه دی نو بیا طالب غول خوری چی وائی امریکا ته ئی ماته ورکړه.
    د ” سپینی خبری ” په تلویزیونی پروګرام کی را ټول سوی اکثره تحلیلګران! هم خوشی سپین خره دی او رشتیا او سپینه خبره تر خوله نه را باسی البته د ” بهار ” تلویزیون د ” حبیب هوتک ” او عمر خطاب د پروګرام اکثره میلمانه او خپله د پروګرام چلوونکی هم د ” اولِ دال ” د صنف شاګردان دی او خوشی لګیا دی.
    بله پوښتنه دا ده چی دا دومره مالی مرستی د چا لاسته لویږی او په کومو ملی پروژو لګیږی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب