تاند- د افغانستان کرکټ بورډ نن وویل چې د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان په وړاندې په درېیو یو ورځنیو سیالیو کې د برخې اخیستلو لپاره سریلانکار ته روانه شوه.
د دې ادارې پر اساس، ملي لوبډله به له پاکستان سره د اګست پر ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي. د دغو سیالیو کوربه افغانستان دی.
دا درې یوورځنۍ سیالۍ داسې وخت کېږي، په راتلونکو میاشتو کې د کرکټ اسیايي جام او ورپسې نړیوال جام هم کېږي. افغانستان په تېره مارچ میاشت کې له پاکستان څخه د درېیو شل اووره سیالیو لړۍ ګټلې وه.