جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد غږ زېږيز څرنګوالی | پوهندوی شاه محمود کډوال

د غږ زېږيز څرنګوالی | پوهندوی شاه محمود کډوال

لڼډیز : غږ چې یوخوا د فزیک د پوهې يو توکی دی، بلخوا د ژبپوهنې د (غږپوهنې) هم دی. د غږ زېږ په ازاد چاپېریال کې خپله لړۍ او څرنګوالی لري. د غږ زېږ په ازاد چاپېریال او انساني بدن کې د زېږ ورته لړۍ ده، يواځې په ازاد چاپېریال او انساني بدن کې د غږ زېږ رامنځته کوونکي توکي او چاپېریال توپیر لري.

سریزه: موږ په دې اړه اسانه پوهېدای شو چې غږ (Phone) په ازاد چاپېریال کې څه ډول رامنځته کېږي؛ دا راته د فزیک پوهه راسپړي. خو همدغه غږ چې څرنګه د انساني غړو په وسیله رامنځته کېږي، دا موضوع لږه سپړنه غواړي چې پوه شو، د کوم بهیر په ترڅ کې غږ زېږي او بیا د یوه سترې لړۍ یا پوهې (ژبپوهنې) بنسټ ګرځي.

موخې: د ژبپوهنې بېلابېلې څانګې او برخې د ادبیاتو په پوهنځيو کې تدريسېږي. په هغو کې یوه غږپوهنه (Phonology) ده چې پر غږونو راچورلي . دا لیکنه د دغې برخې مرستندوی توکي دي چې د دې برخې څيړونکو او ښوونکو ته ګټوره ده. همدارنګه د دې ليکنې بله موخه د څېړونکي او ليکوال د پوهنیزې دندې او پازې ترساوی دی .

مواد او کړنلار: د دې لیکنې لپاره د بېلابېلو ژبو له باوري سرچينو ګټنه شوې ده. د څېړنې لپاره لابراتواري یا عيني ، ويډيويي توکي لیدل شوي دي .

غږ د ژبې بنسټ دی چې وييونه او مورفيمونه جوړوي. مورفيمونه بیا ترکيبونه او جملې جوړوي او جملې بیا وينا او ژبه چې په دې ډول د وګړو ترمنځ د پوهونې او راپوهونې وسیله ګرځي .

غږ ساينسي پديده ده چې د فزیک پوهه پرې بحثونه کوي . په دې اړه لاندې بحثونه ګورو :

غږ د هوا د ماليکولونو له رېږدېدلو څخه ترلاسه کېږي. رېږدېدل په دې معنا چې د هوا مالیکولونه له خپل ځایه پر څرګند مسیر وخوځيږي او بېرته خپل لومړني ځای ته راوګرځي . دې فزیکي پديدې ته په اصطلاح کې د رېږدېدو يوه دوره ، څرخ ( Cycle ) وايي. د دې لپاره چې د يوې غږيزې څپې د رامنځته کېدو يو انځور وکاږو ، يو پانډول (Pendulum) په پام کې نیسو. که پانډول يو لوري ته راکاږو او بیا یې پرېږدو ، د بل یا مقابل لوري تر پایه په چټکتیا سره ځي او بېرته په هماغه لاره خپل لومړني ځای ته راځي . دا حرکتونه ډېرځل پېښېږي ، خو په هر ځل يې لاره لنډېږي ، تر هغې چې پانډول خپل لومړني حالت ته لاړ شي او ودرېږي. د پاڼدول درنه برخه په دې حرکت کې د هوا د مالیکولونو یوه لايه له ځان سره مخکې وړي. دا کار د دې لامل کېږي چې د پانډول د درنې برخې په یو لوري کې د مالیکولونو رقت، نریوالی (Rarefaction ) او په بل لوري يې ګڼه ګوڼه، تراکم (Compression) رامنځته شي. رقت په دې معنا چې د مالیکولونو ترمنځ د واټن ډېرېدل او تراکم يعنې یو بل ته د مالیکولونو نږدې کېدل یا يو بل ته لڼدېدل. که يوه لاستيکي ټوټه په دواړو لاسونو راکاږو؛ اوږدېږي. لامل يې دادی چې د لاستیک په منځنۍ برخه کې د مالیکولونو ترمنځ واټن ډېرېږي او د دوو لوريو سرونو ته را کاږل کېږي، په پایله کې هلته د مالیکولونو ترمنځ واټن لږېږي یا لڼډېږي. په دې توګه د لاستيک په منځ کې ماليکولي رقت او په دوو سرونو کې يې ګڼه ګوڼه رامنځته کېږي.

هوا هم همداسې ارتجاعي ځانګړتیا لري، خو له لاستیک څو ځله ډېره. په هوا کې هر مالیکولي رقت او تراکم د نورو رقتونو او تراکمونو لامل ګرځي. په دې معنا، کله چې د هوا د مالیکولونو يوه لايه مخکې ځغلي، دا لایه په خپل وار بله لایه مخکې ځغلوي او خپله لومړني ځای ته ورګرځي. نوې لایه هم همدا کار کوي او دا کار همداسې څو ځله تکرارېږي، تر هغې چې د ماليکولونو خوځنده انرژي پای ته ورسېږي. د ماليکولونو دا ځای پر ځای کېدل که په ثانيه کې تر ۱۶ ځلو ډېر تکرار شي، د مالیکولونو خوځنده انرژي په غږيزه (صوتي) اوړي او غږ منځته راځي.

هر رقت او تراکم يو څرخ (Cycle) نومېږي او په ثانیه کې د سیکلونو شمېر تواتر ( Frequency ) نومېږي. په دې توګه ، کله چې وایو د څپې فرکانس ۵۰۰ سيکله دی ، یعنې د هوا په مالیکولونو کې په يوه ثانیه کې ۵۰۰ ځله رقت او تراکم رامنځته شوی دی. څومره چې ډېرپېښی او تواتر ډېر وي، غږ زیر او هر څومره چې لږ وي ، غږ بم وي.

د هوا د مالیکولونو ځايېدل یا رېږدېدل هر لوري ته کېږي، د مالیکولونو د هرې لايې واټن وهل ، د انرژۍ په مقدار پورې تړلی دی. په بله وينا، څومره چې انرژي ډېره وي، څپه ډېر واټن وهي. د هغه واټن اوږدوالی چې د هوا د مالیکولونو هرې طبقې وهلی رېږدلمن (Amplitude ) نوموي. څومره چې دا واټن ډېر وي ، غږ لوړ وي. د غږ لوړوالی او زیر و بمي کې توپير په کار دی. ځکه د غږ لوړوالی د انرژۍ په مقدار پورې او زیر و بمي يې په ثانیه کې د رېږدېدا د دورې (Cycle) په شمېر پورې تړلی دی. ځکه نو کېدای شي یو غږ لوړ خو بم وي، د دې پر وړاندې شونې ده يو غږ زير ، خو لنډ او ټيټ وي. که غږیزه څپه په خپله لاره کې په کوم جسم ، لکه د غوږ پرده ولګېږي او هغه هم د ځان په څېر ورېږدوي، د غوږونو د پردې رېږدېدل د دننیو غوږونو د غړو له لارې د اوریدونکو اعصابو مرکزونو او په پایله کې د مغزو د کيڼې نيمې کرې اوريدنۍ برخې ته لېږدېږي چې د اورېدنګ احساس او د پيغام درک ترلاسه کېږي. ( ۱ : ۳ – ۶ ).

غږ د رېږدېدا ټولګه ده چې په جسم کې ښکاره کېږي او له هغه هوا ته لېږدېږي او خپرېږي. بیا د غوږ پردې ته رسېږي او اورېدل کېږي ( ۶ : ۴۹ ).

پورته څرګندونې د دې لپاره وې چې غږ په تخنيکي ډول وپېژنو . له (ژبپوهنې) هاخوا يې په نورو پوهنو کې معلومات ترلاسه کړو . اوس راځو ژبپوهنې ( غږپوهنې ) ته او هغه غږ پېژنو چې د انساني بدن زېږنده ده او انساني ژبه رغوي.

داسې فرضوو چې موږ په یو چوپ یا ولاړ حالت کې یو او غواړو غږ تولید کړو ، نو دا کار څرنګه ترسره کېږي؟

څرنګه چې د انسان ټول خوځښتونه او حرکتونه د عصبي سیستم او مغزو له لارې کنترولېږي ، نو پيل له هماغه ځایه کېږي . ماغزه د یو کار د ترسره کېدو امر کوي او د بدن غړي خوځېږي یا بل خوځښت رامنځته کېږي . هغه هوا چې له بهره يې د خولې او پزې له لارې تنفس کوو ، سږو ته ځي او بېرته راګرځي .

د ساايستنې مکانيزم د دې لامل کېږي چې هوا سږو ته له بهره ورننوځي او بیا بېرته رابهر شي . دغه دواړه بهنګه په تېره دویم دا په غږ زېږ کې پر کار ولېږي. ساییز غړي د غږ زېږ په هڅه د خوځند څواک د زېږ لپاره داسې وړ مکانیزم رامنځته کوي چې د هغه په وسیله نور ګړهاري غړي پر خوځېدو راولي ( ۴ : ۴۳ ) .

له سږو راستنېدونکې هوا چې په غږ اوړي، تر حنجرې ( چنغړک ) پورې په خپل حال وي ، په دې معنا چې يواځې هوا وي. کله چې حنجرې ته راورسېږي، له همدې ځایه په غږ (Phone) اوړي. دلته هماغه لړۍ او چار ترسره کېږي چې غږزېږ يې په ازاد چاپيریال یا د انسان له بدن بهر ترسره کوي. په بله وينا، که ځان په دې پوه کړو چې له سيتار ، ډول یا د ښوونځي له زنګ څنګه غږ پورته کېږي او په دې وسیلو کې غږ څه ډول جوړيږي ، نو د انسان په بدن (چنغړک) کې د غږ په زېږ هم ښه پوهېدای شو . ځکه غږ ټول يو ډول کيفیت لري ، يواځې ځای او چاپېریال يې توپير لري.

د دې لپاره چې د انسان په بدن کې د غږ پر زېږ لا پوه شو ، د حنجرې برخه چې د غږ زېږ همدلته ترسره کېږي ، په لنډه توګه پېژنو.

په چنغړک کې دوه شونډو ته ورته او ډېرې نرمېدونکې پردې په پراته ډول ځای لري چې غږیز تارونه بلل کېږي. د غږیزو تارونو ترمنځ تشه ، ججوره یا کومی نومیږی ( ۲ : ۴۱ ).

دلته د دې یادونه هم غوره ده چې ووایو ، له سږو راستنېدونکې هوا چې د حنجرې په برخه کې په غږ اوړي ، همدې ته ( phone ) وايي چې موږ يې پښتو کې ( غږ ) بولو. د دې ډول غږونو شمېر ښايي ډېر وي، خو کله چې د همدې غږ کيفيت په زېږځي یا مخرج کې واوړي او يو داسې غږ ترې جوړ شي چې هغه د ژبې د مورفيمونو په جوړښت کې ونډه او ارزښت لري، بیا ورته (Phoneme) وايي چې پښتو کې يې ( اواز ) بولي. د غږ (Phone) اړوند بحثونه په (Phonetic) کې کېږي چې پښتو کې يې (سپڼپوهه ) بولي او د اواز (Phoneme) اړوند بحثونه په (Phonemics) کې کېږي چې پښتو کې يې (اوازپوهه ) بولي. غږپوهه بیا د (Phonology) انډول ده چې دواړه برخې (Phonetic او Phonemics) رانغاړي.

له پورتني بحث څخه زموږ موخه دا وه چې هغه غږ چې په ژبه کې ستره او بنسټيزه ونډه لري په بنسټيزه او ژوره توګه وپېژنو. دلته په پای کې د غږ يو څو پېژندنې رااخلو چې موخه ترې اواز (Phoneme) دی.

اواز د ژبې د غږیز سیستم هغه کوچنی زنځیري ، ناشناند خپلواک واحد چې د معنا سره بالقوه ټينګي اړيکي لري. د اواز (فونیم) دنده دا ده چې په ژبه کې د معناوال واحد غږېرې برخې توليدې کړي او هم کولای شي چې د ژبې واحدونه يو به بل سره جلا کړي ( ۵ : ۱۴۵ ).

اواز یا فونیم، د يوې ژبې تر ټولو کوچنی عنصر دی چې په خپله کومه ځانګړې معنا نه لري ، خو په معنا لرونکو کلمو کې د معنا توپير پېښوي ( ۷ : ۱۳ ).

فونيم یا اواز د ژبې تر ټولو کوچنی غږیز عنصر دی چې په خپله کومه معنا نه لري ، بلکې په معناييزو کلمو کې معنوي توپير پېښوي ( ۳ : ۱۱ ).

Phoneme: Any one of the set of smallest units of speech in a language that distinguish one word from another. (1133:۸)

پايله: د پورتنۍ څېړنېزې ليکنې په لړ کې د غږ د زېږ په څرنګوالي وغږيدو او دا موضوع مو د فزیک د پوهې په مرسته روښانه کړه چې غږ څه ډول رامنځته کېږي. د دې ترڅنګ مو د يوه ژبني واحد په توګه غږ تر ځېرنې او څېړنې لاندې ونیو چې دغه ژبنی واحد د انسان په بدن کې څه ډول رامنځته کېږي او په دې ډول د ژبې د معناوالو واحدونو په جوړښت کې ونډه اخلي.

مناقشه : د غږ زېږېز اړخ يوه کړکيچنه ساینسي او ازمیښتي لړۍ ده چې د دې سپيناوی تر دېره ساینسي څېړنه او پلټنه ده . که څه په دې ليکنه کې له نورو اثارو ګټنه شوې ده، خو ازميښتي او ساینسي بڼه لري چې د اړوندې څانګې ( غږپوهنې ) لپاره غوره او په زړه پورې توکي دي.

اخځونه :

۱ ـ  ثمره ، یدالله ( ۱۳۸۵ ) . اواشناسي زبان فارسي . ايران : مرکز نشر دانشګاهي .

۲ ـ حق شناس ، علی محمد ( ۱۳۸۲ ) . اواشناسي . ايران : مرکز انتشارات اګاه .

۳ ـ خوېشکی ، محمد صابر ( ۱۳۹۲ ) . پښتتو غږپوهنه او وييپوهنه . جلال اباد : مومند خپرندویه ټولنه .

۴ ـ زیار ، مجاور احمد . ( ۱۳۸۴ ) . پښتو پښویه . پېښور : دانش خپرنددویه ټولنه .

۵ ـ لودين ، دولت محمد . (۱۳۹۵) . د عمومي ژبپوهنې مسایل . جلال اباد : ختيځ ادبي بهیر .

۶ ـ نجفي ، ابوالحسن . ( ۱۳۸۴ ) . مباني زبانشناسي . ايران : انتشارات نيلوفر .

۷ ـ هاشمي ، سید محی الدین . ( ۱۳۸۳ ) . د پښتو ژبې لنډ ګرامر . پېښور : اریک د ګرځنده کتابتونو اداره .

۸. Hornby A .S. Oxford Advanced Learner’s Dictionary. 7 ed. Oxford, Oxford University Press, 2010.


پوهندوی شاه محمود کډوال

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی ، لغمان پوهنتون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب