دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاوېره او ډار | ډاکټر محمد اجمل درمان

وېره او ډار | ډاکټر محمد اجمل درمان

آيا د شپې په تياره کې، تنهايې کې، د تګ پر مهال مو کله ..

احساس کړی چې يو څوک يا شی درپسې دی؟

احساس کوئ چې وېرونکی غږ اورئ؟

احساس کوئ چې قدم په قدم درپسې څوک يا شی نېږدې کيږي او خوري مو؟

خپل سيوری مو هم درته بلا يا دښمن معلوميږي؟

نو ….

په اروايې وېرې او وسواس اخته ياست؟

دا وېرې په هغو کسانو کې چې عصبي تعادل نه لري، رامنځته کيږي او د ستړيا په حالت کې زياتوالی پيدا کوي.

د وېرېدلي کس نښانې:

  • زړه يې تيز تيز درزيږي
  • ساه اخيستل يې چټک وي
  • د عضلاتو د کمزورۍ احساس کوي، لکه بدن چې يې پردی شوی وي
  • په وجود يې خوله راځي
  • پر خبرو تمرکز نه شي کولی
  • ګنګس احساس کوي
  • د یخنۍ احساس کوي او اندامونه يې لړزيږي
  • له وېرېدلو سمدستي وروسته خوراک نه شي کولی
  • د وجود خوله يې ګرمه او يخه ګډه وډه وي
  • خوله يې وچيږي

مخنيوی او تداوي:

مقابله: له هغه بلا چې مو خلاصون نه وي؛ غاړه په غاړه ورشئ. خپل ځان ته په خپله جر‌أت ورکړئ او شاوخوا مو وګورئ چې هيڅ هم نشته يواځې ستاسې وېره ده چې تاسې وېروي.

د وېرې د لمنځه وړلو لپاره بايد ورزش وکړئ، ورزش مو په ځان باور زياتوي، او په ځان باور مو له هر ډول وېرې ساتي.

د نشه يې توکو لکه سګريټ، نصوار، چرس وغېره او الکولي مشروباتو څخه ځان وساتئ، نشه يې توکي مو مغز کمزوری کوي او بيا به يوه کوچني وياله درته دریاب ښکاري او یا به په وچه ځمکه د اوبو له وېرې ټوپونه وهئ

له ډاروونکو فلمونو کتلو ځان وساتئ، همداراز په کوچنیتوب کې کوچنیانو ته د وېرولو لپاره د مار، ښامار، لړم، لېوه، دېو، پيشو او نورو وېروونکو کلمو له يادولو ډډه وکړئ، ځکه که کوچنیان په دغو شیانو وډارول شي، بیا په ځوانۍ کې هم ډاريږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب