Home+ولې ځان‌وژنه؟ | نصیر سنګین

ولې ځان‌وژنه؟ | نصیر سنګین

د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې هر کال تر ۷۴۰ زرو ډېر کسان د ځان‌وژنې له امله ژوند له لاسه ورکوي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، ځان‌وژنه د ۱۵–۲۹ کلنو ځوانانو د مړینې دویم لوی لامل دی او د نړۍ شاوخوا ۷۳ سلنه دا ډول مړینې په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې پېښېږي.
د افغانستان په اړه بیا د نړیوال روغتیايي سازمان د ۲۰۲۱ کال اټکلونه ښيي چې په همدې کال کې شاوخوا ۱٬۴۳۸ کسان د ځان‌وژنې له امله مړه شوي دي. البته، د افغانستان لپاره د وروستیو کلونو بشپړې او باوري ملي احصایې نه شته، نو د پېښو د زیاتوالي د کچې معلومولو لپاره منظم ثبت او څېړنې اړینې دي.
مخکې مې هم په همدې موضوع لنډه لیکنه کړې وه؛ خو د پېښو روان کثرت سړی اړ باسي چې بار بار پرې څه ولیکي.
دا څه موده کېږي چې د هېواد په اکثریت ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې له حده ډېرې شوې، ورسره هم‌مهاله د همدې موضوع د مخنیوي لپاره د مبارزینو مبارزه هم زیاته شوې ده. هڅه کېږي، څو له دیني، کلتوري، انساني او نورو اړخونو د یادې پدیدې په بدوالي او مخنیوي لیکنې او عامه پوهاوی وشي.
خو د دغو هڅو او کوښښونو باوجود هم د ځان‌وژنې پېښې کېږي او لا پسې زیاتېږي.
پوښتنه پیدا کېږي چې ولې؟
ولې موږ پخپله مبارزه کې ناکام یو؟
آیا مبارزین د عامه پوهاوي په برخه کې غلط معلومات وړاندې کوي، که څنګه؟
د مبارزې مؤثریت ولې نشته؟
ما د همدې سوالونو لپاره لاندې ځوابونه پیدا کړیدي:
لومړی: پېښې ځکه زیاتېږي چې د لاملونو د له منځه وړلو لپاره عملاً کار نه دی شوی. مثلاً یو څوک ولې مجبورېږي چې ځان ووژني؟ ځکه چې بېکاره دی، کار ورته نه دی پیدا شوی!
یا قرضدار و، یا نور او نور…
علت دې معلوم شي، هغه دې ختم شي، راتلونکي کې دې نورو خلکو ته هم پوهاوی وشي.
دلته یوه مهمه علمي موضوع هم باید په پام کې ونیول شي: ځان‌وژنه یوه څو اړخیزه پدیده ده، یعنې معمولاً یو مشخص او واحد لامل نه لري. اقتصادي، رواني، کورني، ټولنیز او فردي عوامل ټول په کې رول لرلای شي.
د بېلګې په توګه، بېکاري یوازې د عاید د نشتوالي ستونزه نه ده؛ بلکې کېدای شي د انسان پر ځان‌باورۍ، ټولنیز حیثیت، کورنیو اړیکو او راتلونکي لیدلوري هم منفي اغېز وکړي. همدارنګه، اقتصادي پورونه او د ژوند دوامدار فشارونه د رواني کړاوونو شدت زیاتولای شي.
له همدې امله، د هرې پېښې د لامل موندلو لپاره باید جلا څېړنه وشي. د یوې پېښې لامل د ټولو نورو پېښو لپاره د عمومي حکم په توګه نه شو کارولای.
دویم: یوه خبره شاید ځینې خلک ووایي چې دلته ذهنونه او فکرونه نه دي جوړ، د ځان‌وژنې په پایلو او حرمت نه دي خبر، د فکري روزنې لپاره کار نه دی شوی او یا نور…
دا خبره تر یوه حده سمه ده، خو د دې باوجود زه داسې خلک پېژنم چې په فیسبوک او عادي ژوند کې یې خلک له ځان‌وژنې منع کول او د دغه عمل د مخنیوي یو مبارز و. ښه مطالعه او پوهه یې لرله، ذهن او فکر یې جوړ و، یو ښه فعال او اجتماعي شخص و. خو بله ورځ مې ولیدل چې هغه هم ځان وژلی، البته دغه شخص د پوهنتون له فراغت سره سره بېکاره هم و.
دلته د افکارو وروسته والی او ناپوهي د دغه بدبختۍ یوازینی لامل نه شي کېدای؛ شکر، اوس زموږ ټولنه او خلک تر یوه حده علم لري او دا خبره چې «افکار تخریب دي» اوس صدق نه کوي. ځکه اکثره لوستې طبقه مو د دغې پدیدې ښکار ده. دوی حتماً د ښو او بدو تمیز کولی شي او پوهېږي چې ځان‌وژنه څومره بده ده.
خو دلته د رواني روغتیا یوه بله مهمه موضوع هم شته چې باید ورته پام وشي.
رواني ستونزې د فکري ناپوهۍ، کمزوري شخصیت او یا د کمزوري ایمان مترادفې نه دي. یو انسان کېدای شي ډېر لوستی، پوه، دیندار، ټولنیز فعال او د نورو خلکو د ستونزو د حل لپاره مبارز وي، خو په خپله له ژورو رواني ستونزو سره مخ وي.
خپګان، اضطراب، اوږدمهاله رواني فشارونه، د ژوند د ستونزو پر وړاندې د بې‌وسۍ احساس او ټولنیز انزوا هغه عوامل دي چې د انسان پر رواني وضعیت اغېز کولای شي.
په ځینو مواردو کې انسان د داسې رواني کړاوونو تجربه کوي چې یوازې د نصیحت، هڅونې او عامه پوهاوي له لارې نه حل کېږي؛ بلکې مسلکي رواني مشورې، درملنې او دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.
د نړیوال روغتیايي سازمان په وینا، د ځان‌وژنې عوامل یوازې رواني نه دي، بلکې ټولنیز، کلتوري، اقتصادي، بیولوژیکي او چاپېریالي عوامل هم پکې ونډه لري. همدا وجه ده چې د مخنیوي لپاره یې یوه هر اړخیزه تګلاره اړینه ده.
درېیم:
د ځان‌وژنې پر وړاندې مبارزه ځکه ناکامه ده چې د ټولو عواملو د له منځه وړلو پر ځای یې په یو لامل خبرې کوو، کوم چې د اوسنیو پېښو لامل هم نه دی.
اصلي لاملونه ډېر دي، خو نننۍ ځان‌وژنې د ټولو عواملو له منځه دوه مشخص عوامل لري: «بېکاري» او «اقتصادي ستونزې».
البته، زما په اند، د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو ترڅنګ باید رواني او کورني عوامل هم جدي وڅېړل شي. دا ټول عوامل کله ناکله له یو بل سره تړلي وي او د انسان پر ژوند او رواني وضعیت ګډ منفي اغېز کوي.
د مبارزې ناکامي، نه غلط عامه پوهاوی دی او نه هم د غلطو معلوماتو خپراوی؛ بلکې اصلي هدف مو غلط کړی، چې هغه د موضوع اصلي «لامل» پیدا کول او له منځه وړل دي. همدا علت دی چې د مبارزینو مبارزه بې‌ګټې او نامؤثره ده. پر ځای د دې چې مثبته پایله ترلاسه کړو، برعکس مبارزې ورته د کمپاین بڼه خپله کړې او د ځان‌وژنې په پېښو کې لا زیاتوالی محسوسېږي.
دلته یو بل ټکی هم د یادولو وړ دی:
د یوې ټولنیزې ستونزې پر وړاندې مبارزه او د هغې د رامنځته کېدو د عواملو له منځه وړل دوه بېلابېل، خو یو له بل سره تړلي کارونه دي.
عامه پوهاوی د خلکو په فکر او چلند کې د بدلون لپاره مهم دی، خو هغه مهال یې اغېز محدودېږي چې د خلکو اساسي ستونزې پر خپل ځای پاتې وي.
د بېلګې په توګه، که یو ځوان د بېکارۍ، اقتصادي فشار، کورنیو ستونزو او رواني کړاوونو له امله له سخت وضعیت سره مخ وي، یوازې دا ورته ویل چې ځان‌وژنه بده ده، د هغه د ستونزو حل نه دی.
موږ باید د منع کولو ترڅنګ د مرستې او ملاتړ عملي لارې هم برابرې کړو. د کار زمینه برابرول، د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره پروګرامونه، د رواني روغتیا مسلکي خدمتونه او د کورنیو او ټولنې ملاتړ ټول د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.
همدارنګه، د مبارزې د مؤثریت معلومولو لپاره باید یوازې د کمپاینونو شمېر او د خپرو شویو لیکنو شمېر ونه ګورو؛ بلکې دا هم وارزوو چې څومره خلکو ته عملي مرستې رسېدلې، څومره کسان مسلکي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړی او په ټولنه کې د ستونزې د کمېدو لپاره څه بدلون رامنځته شوی دی.
هیله ده د دغې بدترینې پدیدې (ځان‌وژنې) لومړني اصلي او اوسني عوامل پیدا او بیا اړوند مسؤلین د عواملو د له منځه وړلو لپاره عملاً کار او هڅې وکړي.
که عوامل یې «زما لخوا یاد شوي» هغه وي، نو د کار زمینه دې برابره شي او تر وسې دې یې اقتصادي ستونزې ورحل کړي. ترڅو د مبارزینو مبارزه عبث نه وي، ګوتې او خولې یې عبث نه وي ستړې او بالاخره دغه ستونزه حل شوې وي.
همدارنګه، اړینه ده چې د رواني روغتیا د خدمتونو پراختیا، د مسلکي مشاورینو شتون، د رواني ستونزو پر وړاندې د ټولنیز حساسیت کمول او اړمنو کسانو ته د مرستې زمینه برابرول هم د مخنیوي د پروګرامونو برخه وګرځي.
ممکن مسؤلین په دې برخه کې د امکاناتو د نشتون او یا کمښت خبره وکړي؛ اما تر ممکنه حده پورې باید د دغه کار د عملي مخنیوي لپاره کار وشي. تش په خبرو او وعدو موږ وینو چې هېڅ مثبت څه نشته او خبره منفي خواته روانه ده.
هیله ده، په رواني، روغتیايي، علمي، اقتصادي او ټولنیز لحاظ یوه پوره ټولنه ولرو او ټول ورته په ګډه کار وکړو.
په همدې هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...