با خرابات نشینان ز کرامات مَلاف
هر سخن وقتی و هر نکته مکانی دارد
بخښه دي وي چي د دې رویداد پيل په يوه ادبي ګستاخۍ کوم. ګستاخي دا ده، چي زه د «ادبي راپور» له اصطلاح سره موافق نه يم. له هغو درنو علمي او ادبي شخصيتونو سره د نظر اختلاف ته زړه ښه کوم، چي درناوی ئې زما په زړه کي تر دې حده ژور ځای لري چي د هغوی په وړاندي د اختلاف جرئت لا پخپله يو ډول ادبي ګستاخي راته ښکاري. خو همدا ګستاخي پر ځان منم او دا جرئت هم کوم، چي د هغوی له خوا د منل سوي «ادبي راپور» د اصطلاح پر ځای د يوه بل نوم وړانديز وکړم.
زما دا عاجزانه وړانديز دئ چي موږ هغه ليکني ته، چي له کلونو راهيسي ئې ادبي راپور بولو، ولي ادبي راپورتاژ ونه وايو؟ کېدای سي ځيني ملګري دا يوازي د الفاظو لانجه وګڼي، خو زما په اند په ادب کي د لفظ انتخاب د معنی انتخاب دئ.
د راپور او راپورتاژ تر منځ هماغه توپير دئ چي د يوې پېښي د خبر او د هغې پېښي د تجربې تر منځ وي. راپور موږ ته وايي چي څه پېښ سول، خو راپورتاژ راښيي چي څنګه پېښ سول، ولي پېښ سول، او تر تېرېدو وروسته ئې د انسان پر زړه او ذهن څه نقش پرېښود.
راپور پېښي شمېري، خو راپورتاژ د هغو روح ته د رسېدو هڅه کوي. په راپور کي د شاعر نوم، د هغه کلام او د اورېدونکو داد ثبتېږي؛ خو په راپورتاژ کي د شاعر د ږغ لوړي ژوري، تر شعر وړاندي چوپتيا، د مصرعې تر اورېدو وروسته بې اختياره واه واه، او د اورېدونکو پر څېرو راڅرګندېدونکي احساسات هم خپل ځای لري.
په راپور کي مشاعره پای ته رسېږي، خو په راپورتاژ کي محفل تر ختمېدو وروسته هم تر ډېره وخته ژوندی پاته وي. ګواکي راپور د پېښي ثبت دئ او راپورتاژ د هغې ادبي بياپنځونه.
خير، تر دې ادبي ګستاخۍ وروسته به اوس د خپلو مشرانو له خوا د يوه نرم يا سخت فرمان په تمه يم. که مي وړانديز ومنل سو، نو دا به خپله نېکمرغي وګڼم، او که رد سو، نو لږ تر لږه به په دې ډاډه يم چي د زړه خبره مي په زړه کي پاته نه سوه.
د راپورتاژ اوږدوالی
اجازه راکړئ چي يوې بلي باریکي مسئلې ته مو پام راواړوم، چي زموږ له ګران ملګري، د فکر او نظر له خاوند، ښاغلي هلمند ياد سره تړاو لري.
د هلمند ياد صاحب يوه ځانګړنه، چي زه ئې د زړه له کومي ستاينه کوم، دا ده چي دی کومه خبره يوازي په دې نه مني چي تر ده وړاندي ويل سوې ده. د ده په طبيعت کي د پوښتني راپورته کولو جوهر سته، او زما په اند همدا جوهر کولای سي چي يوه ورځ دی د ادب په نړۍ کي په يوه ښه کره کتونکي بدل کړي.
د ده يو همېشنی اعتراض د ادبي رویداد پر اوږدوالي باندي وي. ښايي د ده غوښتنه دا وي چي مشاعره دي که ټوله شپه هم روانه وي، خو رویداد ئې بايد په څو دقيقو کي پای ته ورسېږي.
یاد صاحب! ستا د لنډون خوښونه پر سترګو، خو خبره دا ده چي مشاعره يوازي د شعرونو د اورولو نوم نه دئ، بلکه يوه بشپړه ادبي، فرهنګي او کلتوري تجربه ده. په هغې کي شاعر هم وي، اورېدونکی هم، کلام هم، سکوت هم، داد هم، اختلاف هم، او کله کله داسي چوپتيا هم چي تر زرو دادونو درنه وي.
د راپورتاژ ليکونکي دنده يوازي دا نه ده چي ووايي کوم شاعر څه وويل؛ هغه بايد دا هم وويني چي محفل څنګه جوړ سو، خبري په کوم ځای کي جدي سوې، کوم شعر زړونه ولړزول، پر کومه خبره موسکا خپره سوه، کوم فکر اورېدونکي سوچ کولو ته اړ کړل، او کوم شاعر په خپل کلام د محفل فضا بدله کړه.
د دې ټولو شېبو د راټولولو لپاره قلم ته فرصت، کاغذ ته پراخي او لوستونکي ته حوصله پکار ده.
او بيا، زما ګرانه هلمنده! هغه محفل چي په جوړولو ئې مياشتي خواري سوې وي، هغه مشاعره چي شاعرانو د خپلو کلونو تجربې او احساسات په څو بيتونو کي رانغښتي وي، او هغه غونډه چي د ادب مينه والو د اورېدو لپاره خپل زعفراني ماښام ترې جار کړی وي، آيا د هغې حق په څو کرښو کي ادا کېدای سي؟
زموږ غوښتنه دا نه ده چي لوستونکی د اوږدوالي په سزا محکوم کړو، بلکه دا ده چي هغه کسان چي په محفل کي حاضر نه ول، زموږ د راپورتاژ له لاري د هغې رونق، تودوښه او خوشبويي احساس کړي.
د راپورتاژ ليکونکي اصلي امتحان همدا دئ چي تېري سوي شېبې په الفاظو کي داسي خوندي کړي چي لوستونکی يوازي روداد ونه لولي، بلکه ځان په هماغه محفل کي ناست احساس کړي.
ښه نو، تر دې دوو مقدماتو وروسته، چي په يوه کي مو مشرانو ته ادبي ګستاخي وکړه او په بل کي مو له خپل ګران کره کتونکي سره دوستانه اختلاف، اوس به د اصلي محفل پر لور راوګرځو.
د ادبي غونډي پیل
د پانوس ادبي کاروان نوبتي غونډه د سويډن په مالمو ښار کي د سپټمبر پر پنځمه نېټه د افغان علمي او کلتوري مرکز په تالار کي د پانوس د رئیس ښاغلي درمل مکمل تر نظارت لاندي د ماښام پر شپږو بجو رسماً پیل سوه.
محفل د شعر په رڼا نه، بلکه د مبارکۍ د خوږو الفاظو په ډېوه روښانه سو. د پانوس دوه ګران غړي، محترم محمدالله امیري او محترم نیاز پياوړی، په دې وروستيو کي د واده په سپېڅلي تړون تړل سوي دي. له همدې امله د محفل پيل د دغو دوو نويو واده سویو ملګرو لپاره په نېکو هيلو او دعاوو وسو.
د مبارکۍ تر دې خوږو او خوشحالو شېبو وروسته، محترم شاه رحمن ځواک په ډنمارک کي د پانوس د تېري غونډي راپورتاژ، يا د مخکينۍ ناستي پروتوکول، حاضرينو ته ولوست. په دې توګه د تېري غونډي خاطرې يو ځل بيا تازه سوې. دروند ځواک صاحب «د ورکو لارو مسافر» په نوم د يوه ښکلي ناول ليکوال دئ، چي ما ئې هم په لوستلو پيل کړی دئ، خو د روزګار بوختياوو لا تر اوسه د دې فرصت نه دئ راکړی، چي تر پايه ئې ولولم. ځواک صاحب د پانوس د ادبي غونډو همېشنی راپورتاژ ليکونکی دئ، او زما په اند دا مسئوليت د ده له شخصيت او قلم سره خورا ښه ښايي. خدای تعالی پياوړې حافظه، ځيرک نظر او د پېښو د بيانولو داسي ښکلی هنر ورکړی دئ، چي د غونډي تر ټولو وړه خبره هم د ده له پامه نه وځي.
د پانوس ریاست
تر دې وروسته د خبرو رخ د پانوس د ریاست پر لور واوښت. د نوي رئیس د ټاکلو موضوع تر بحث لاندي ونيول سوه، او تر خپلمنځي سلا او مشورو وروسته ټولو په يوه خوله پرېکړه وکړه چي د ټولني نوی مشر به په راتلونکي غونډه کي ټاکل کېږي.
دلته به د پانوس د اوسني مشر، محترم مکمل صاحب، يادونه نه کول بېشکه يوه ادبي بې انصافي وي. له تېرو دوو کلونو راهيسي نوموړي د پانوس د ریاست مسئوليتونه په داسي وقار، نظم و ضبط، سنجيدګۍ او مسئوليت سره پر مخ وړي دي چي په رښتيا هم د ستايني وړ دي. د ده په شخصيت کي له اداري وړتيا سره هغه شرافت او نرم خويي هم سته چي د يوې ادبي ټولني د رئیس لپاره يوازي يوه ښه ځانګړنه نه، بلکه يوه اساسي اړتيا ده.
مشر کېدل په ظاهره يو مقام دئ، خو د اديبانو او شاعرانو د يوې ټولني مشر کېدل بيا بېخي بله خبره ده. دلته هر څوک د خپلو فکرونو يوه بېله پاچاهي لري، هر شاعر د خپل تخيل امپراتور وي، او هر د نظر خاوند دا حق له ځان سره ساتي چي خپله خبره تر يوه حده وروستۍ خبره وګڼي. په داسي حال کي د ټولو ملګرو يو ځای ساتل، د اختلافاتو تر منځ انډول ټينګول، او د محفل کښتۍ په ښه تدبير تر ساحله رسول کومه عادي وړتيا نه ده. خدای موږ په دې غیر عادي ناخدا له تېرو دوو کلونو راهیسي نازولي یو.
فروتن بوَد هوشمندِ گُزین
نهد شاخِ پُرمیوه سَر بر زمین
ښايي همدا لامل وي چي که څه هم د نوي رئیس پر ټاکلو ټولو موافقه کړې ده، خو د ملګرو زړونه لا تر اوسه دې ته نه دي تيار چي خپل اوسنی مشر له دې مقامه رخصت کړي.
د ننګ صاحب شعري ټولګه
د محفل د اجنډا دوهمه موضوع د يوه داسي ادبي مسئوليت په اړه وه، چي ارزښت ئې يوازي د يوه شاعر د شعرونو تر راټولولو پوري محدود نه دئ، بلکه د پښتو ژبي د ادبي ميراث له ساتني او راتلونکو نسلونو ته د هغه له سپارلو سره هم تړاو لري.
دا موضوع زموږ د درانه او تکړه شاعر، ښاغلي محمد صدیق ننګ د شعري کلام راټولول، د هغه د تيت او پرک او ورکو سوو نظمونو او غزلونو بيرته پيدا کول، او بالاخره د هغه د شعري ټولګي چاپ او خپرول وه.
په دې اړه ننګ صاحب وويل چي د خپل کلام يوه برخه ئې راټوله کړې ده، خو د پخوانيو شعرونو بيا ليکل، د هغو پيدا کول او کمپيوټر ته ئې انتقالول کوم اسانه کار نه دئ. دی له تېرو څو مياشتو راهيسي په دې کار بوخت دئ، خو د دې ادبي پانګي د بشپړ راټولولو لپاره لا نور وخت او د ملګرو همکارۍ ته اړتيا لري.
تر خپلمنځي بحث وروسته پرېکړه وسوه چي په ګوګل ډرايو کي به يو ګډ ځای جوړیږي، تر څو ننګ صاحب وکولای سي هلته د خپلو نظمونو او غزلونو ږغيز ثبتونه خوندي کړي. د پانوس غړي به دې ادبي زېرمي ته لاسرسی ولري، دا ثبت سوي شعرونه به اوري او بيا به ئې په ليکلې بڼه اړوي. په دې توګه به يو يو شعر، يو يو نظم او يو يو غزل د شاعر په شعري ټولګه کي ځای نيسي، او بلاخره به د کتاب بڼه خپلوي.
اوس وخت رارسېدلی دئ چي د پښتو ژبي د ادب په لمن کي د ننګ صاحب د شعري ټولګي په بڼه يو بل رنګين غاټول ګل هم وټومبل سي؛ داسي ګل چي خوشبويي ئې يوازي د نن ورځي تر محفلونو پوري محدوده پاته نه سي، بلکه د راتلونکو نسلونو زړونو او ذهنونه هم معطر کړي.
د لکچرونو بیا پیلول
د محفل چاري مخته رواني وې چي د خبرو مخ يوې داسي موضوع ته واوښت، چي موخه ئې د پانوس د ادبي فعاليتونو لا زيات ګټور، بامقصده او با ثمره کول وه.
محترم ځواک يو ډېر مهم او پر ځای وړانديز وکړ. د ده په وينا، د پانوس په غونډو کي بايد د علمي او ادبي لکچرونو هغه لړۍ، چي له څه مودې راهيسي درېدلې ده، بيرته پيل سي. دا وړانديز په اصل کي د يوه ښکلي ادبي دود د بيا راژوندي کولو غوښتنه وه. په تېرو وختونو کي به د پانوس مشرانو، تجربه لرونکو شاعرانو او د علم او ادب خاوندانو د ادب پر بېلابېلو صنفونو، د هغو پر فني غوښتنو، باریکیو او پټو رازونو باندي خبري او لکچرونه ورکول.
زما چي څومره په ياد دي، د دې لړۍ په وروستيو لکچرونو کي محترم بېکسيار صاحب او ننګ صاحب خپل علم او تجربې له ملګرو سره شريک کړي ول. تر هغوی وروسته دا لړۍ يو څه غلې سوې وه.
د دې وړانديز په جواب کي ننګ صاحب په خوښۍ ژمنه وکړه چي په راتلونکې غونډه کي به د ادب پر يوه موضوع باندي لکچر وړاندي کړي.
ادبي ډالۍ
له هغې پرېکړي وروسته بېکسيار صاحب وويل چي د مشاعرې د لومړنيو غزلونو یا نظمونو ويډيوګاني به بشرمل صاحب ته، د هغه په غوښتنه، لېږل کېږي، او هغه به ئې د خپلي فېسبوک پاڼي له لاري د ادب مينه والو ته رسوي. بېکسیار صاحب په دې اړه پر نورو جزیاتو ږغېدی چي ولایت خان ځدراڼ صاحب تالار ته راننوت.
ځدراڼ صاحب څه موده وړاندي له افغانستان څخه راستون سوی وو، چي هلته ئې ښې ډېري ورځي تېري کړي وې. د ده پر څېره تازه ګي او خوشحالي له ورايه ښکارېده. داسي برېښېده لکه د وطن هوا چي ئې له مخ څخه د پردېس د ستړيا څو کلونه پاک کړي وي. خو دی يوازي نه وو راستون سوی؛ له ځان سره ئې د ادب يو سوغات هم راوړی وو. ده محترم بېکسيار صاحب ته يو کتاب ډالۍ کړ، چي د نوميالي شاعر او اديب کاروان صاحب نوی ناول، شنه غمي واله جلکۍ، وو. کتاب! یو شاعر څه ښه پر ویلي دي:
ایک چراغ اور ایک کتاب اور ایک امید اثاثہ
اس کے بعد تو جو کچھ ہے وہ سب افسانہ ہے
په دې توګه د ځدراڼ صاحب يو څه ناوخته راتګ هم د محفل لپاره يوه خوږه او په زړه پوري پېښه وګرځېده. په راتګ کي ئې د میني تودوښه وه، پر څېره ئې د وطن تازه ګي وه، او په لاس کي ئې د ادب ډالۍ.
نو اوس به له داسي مېلمه څخه د ناوخته راتګ ګيله څوک وکړي؟
ماښامنۍ
نور نو خواړه و خوراک ته آماده وه. زموږ ګرانو ملګرو ښاغلي جاوېد سروري او هيواد شېرزاد صاحب ډېره خوندوره کړايي، وريجي او سلاد تيار کړي ول، چي ورسره د يخو نوشابو بندوبست هم سوی وو. دوی د پانوس د ملګرو د مېلمه پالني لپاره په ډېر زيار، مينه او اخلاص کار کړی وو، چي دا هم په خپل ځای يو هنر دئ. هنر يوازي په قلم او کاغذ پوري تړلی نه دئ؛ کله د فکر او احساس له لاري په الفاظو کي راڅرګندېږي او کله د ذوق او لاسونو په کمال د خوړو په خوند او خوشبويۍ کي ځان ښکاره کوي.
مشاعره
د شپې پر نهو بجو مشاعره په رسمي ډول پيل سوه. د مشاعرې د وياندويۍ چاري ډاکټر صاحب نثار مرزا ته ور وسپارل سوې.
او د ادب د دې بزم د لومړۍ ډيوې د بلولو لپاره چي کوم شخصيت ته د کلام د اورولو بلنه ورکړل سوه، هغه بل څوک نه، بلکه د پانوس بنسټ ايښوونکی، د ديارلسو کتابونو ليکوال، نوميالی شاعر، اديب او د خپل ځانګړي نثري سبک خاوند، محترم بېکسيار صاحب وو.
در این معنی سخن باید، که جز سعدی نیآراید
که هرچْ از جان برون آید، نشیند لاجرم بر دل
بېکسيار صاحب د هغو اهلِ قلمو له ډلي څخه دئ، چي خپل تخليقي سفر ئې يوازي د شعر تر پولو نه دئ محدود کړی، بلکه د نثر په ډګر کي ئې هم د خپل فکر او هنر نښي پرې ايښي دي. د ده د ادبي شخصيت دوه اړخونه، شعر او نثر، له يو بل سره داسي غاړه غړۍ دي لکه د يوه سيند دوې غاړي، چي که څه هم بېلي بېلي ښکاري، خو د يوه بهير لوری ټاکي.
اوس د پانوس په محفلونو کي دا يو ښکلی دود ګرځېدلی دئ چي مشاعره هم د ده په کلام پيلېږي او هم د ده په شعرونو پای ته رسېږي. ګواکي دی د دې ادبي بزم مطلع هم دئ او مقطع هم.
نوموړي په خپل ځانګړي انداز او خوږه لهجه د غزل په ويلو داسي پيل وکړ:
تا نه تر ژوند پس تم کېدو کښتۍ روانه مي کړه
ړنکه د وخت په ډوبېدو کښتۍ روانه مي کړه
او په دې توګه د مشاعرې لومړی دور په رسمي ډول پيل سو. د ده له کلام سره سم په محفل کي هغه ادبي سنجيدګي او لطافت خپور سو، چي د يوې ښې غزلي له لومړي بيته پيدا کېږي.
دوهم نوبت د انجينر صاحب عیسی بهرام وو. د انجينر صاحب د شاعرۍ يوه ځانګړتيا دا ده چي دی يوازي شاعر نه دئ، بلکه د خوږ ږغ خاوند سندرغاړی هم دئ. دی نه يوازي د الفاظو په معنی پوهېږي، بلکه د هغو په موسيقيت، آهنګ او ږغيزه ښکلا هم ښه پوهيږي. دی شعر فقط لولي نه بلکه په خپل ږغ کي ئې هغه پټه نغمه هم راويښوي چي د شعر په زړه کي پرته وي.
انجينر صاحب خپل غزل په هماغه خوږ او ترنم لرونکي انداز واورول. لومړۍ کرښي ئې دا وې:
غږونه جګ د توري او زغري چا وا نه ورېدې
له محبت جوړي سندري چا وا نه ورېدې
تر ده وروسته ولایت خان ځدراڼ صاحب خپل کلام وړاندي کړ.
د ځدراڼ صاحب د شخصيت يادونه د ده له موسکا پرته ښايي بشپړه نه سي. دی له هغو خوش طبعه انسانانو څخه دئ چي موسکا ئې پر څېره يوه لنډمهاله کيفيت نه، بلکه د شخصيت يوه دايمي برخه ګرځېدلې وي. که د دوستانو مجلس وي، که ادبي غونډه وي او که عادي ليدنه، د ده پر شونډو تل يوه اشنا موسکا پرته وي.
او په دې ماښام هم ده له هماغي موسکا سره خپل شعر داسي پیل کړ:
نن د کلي هوا بل شان معلومېږي
نن په کلي کي هر ګل له خندا شین دئ
بيا د ننګ صاحب وار راورسېد. د ننګ صاحب د نوم په اورېدو سره په محفل کي د يوه داسي شاعر د شتون احساس راژوندی کېږي، چي تر شا ئې د کلونو ادبي رياضت، تجربه او کلام پېژندنه ولاړه ده. د ننګ صاحب د شعرونو په اورېدو سره مي دا فکر هم په زړه کي راوګرځېد چي د کومي شعري پانګي د خوندي کولو خبره چي لږ مخکي سوې وه، د هغې اصلي ارزښت خو په همدې محفلونو کي احساسېږي، کله چي شاعر په خپل ږغ خپلو الفاظو ته ژوند وربخښي.
ده خپل د تازه غزل تار داسي وغږاوه:
چا وې رڼا چا وې تورتم کیسې ریکارډ مات کړی
زموږ په کلي د غم قصې ریکارډ مات کړی
تر ده وروسته د راوي، يعني د راپورتاژ ليکونکي څخه هیله وسوه چي څه ولولي، نو ئې د «اختطاف» تر عنوان لاندي کیسه په سلو ټکو کي ولوسته. په دې توګه د شعر تر څنګ د افسانوي نثر رنګ هم په محفل کي ورګډ سو. آخر د ادب په نړۍ کي شعر او لنډه کيسه که څه هم دوې بېلي لاري دي، خو د دواړو منزل د انساني تجربې ژورو ته رسېدل دي. شاعر کله د ژوند ټوله کيسه په يوه مصرعه کي رانغاړي، او د کيسې ليکونکی کله په يوه کوچنۍ پېښه کي د انسان ټول باطن راڅرګندوي.
د دې دور وروستی شاعر ودير صافي صاحب و.
د ودير صاحب د شعر ويلو په انداز کي يو ځانګړی دروندوالی سته. د ده دروند، اغېزناک ږغ او د الفاظو سنجيده ادا کول شعر ته يو بېل شان وربخښي. دی نه الفاظ په تلوار يو پر بل غورځوي، او نه مصرعې داسي تېروي چي معناوي ئې شاته پاته سي. د ده په شعر ويلو کي هر لفظ ته د ادا کېدو وخت ورکول کېږي، هري مصرعې ته د ساه اخيستلو فرصت، او هر فکر ته د اورېدونکي تر ذهنه د رسېدو موقع. ده د خپل تخيل کړکۍ د غزل په دې بیت پرانيسته:
راسره څنګ په څنګ روان خلګ راوګرځېدل
ورسره تللو خو ارمان خلګ راوګرځېدل
دا تم کېدل او کراروالی يوازي د شعر ويلو يو انداز نه دئ، بلکه و شعرته يو ډول درناوی دئ. ځکه ښه شعر يوازي د اورېدو شی نه دئ، بلکه په هغه پوهېدل، احساسول او د ذوق پر تله ئې تلل هم ضروري دي.
په دې توګه د مشاعرې لومړی دور پای ته ورسېد. پرېکړه دا وه چي په همدې دور کي د ويل سوي کلام ويډيوګاني به محترم لقمان بشرمل ته لېږل کېږي، تر څو د پانوس د دې ادبي ماښام ږغ د فېسبوک له لاري د ليري پرتو ادب مينه والو تر غوږونو هم ورسېږي.
دلته که د مشاعرې د يوه مهم شخصيت يادونه ونه سي، نو دا راپورتاژ به نيمګړی پاته سي، او هغه زموږ ګران ډاکټر نثار صاحب دئ، چي په دې ماښام د مشاعرې د نظامت مسئوليت ورسپارل سوی وو.
ډاکټر صاحب نه يوازي يو ښه طبيب دئ، بلکه د ادب ډېر ښه ذوق او پراخه مطالعه هم لري. داسي ويلای سو چي د مسلک له مخي د انسان نبض پېژني، خو د ادب په ډګر کي ئې د شعر پر نبض هم ګوته ايښې ده. ډاکټر نثار صاحب په دې ماښام همدا مسئوليت په ډېر ښایسته سليقې، ميني او ادبي وقار سره ادا کاوه.
د شاعرانو تر منځ چي به کومي لنډي وقفې راتلې، هغه به ئې هم تشي نه پرېښودې. کله به ئې د ممتاز بيت اوراوه، کله د لايق، کله د حميم جلالزي، او کله به ئې د برکت الله سليم او دروېش په کلام محفل ښکلی کاوه.
تر دې وروسته د مشاعرې دوهم دور پيل سو. په دې دور کي يو ځل بيا د بېکسيار صاحب کلام واورېدل سو، او محترم ډاکټر صاحب هم د بېکسيار صاحب يوه نظم وړاندي کړ. انجينر صاحب په خپل ترنم لرونکي ږغ محفل ونازاوه، ننګ صاحب او ودير صاحب خپل شعرونه واورول، او د دغو کرښو ليکونکي یوه بله کیسه ولوسته. په درېيم دور کي بېکسيار صاحب، انجينر صاحب او ننګ صاحب يو ځل بيا په خپلو کلامونو محفل ته رونق ورکړ.
او همداسي په څلورم دور کي هم زموږ همدغو درنو مشرانو اورېدونکي په نورو شعرونه ونازول. او بيا، د دې ادبي ماښام په وروستۍ برخه کي، محترم ځواک د يوه ليکوال يوه ډېره ښکلې لنډه کيسه، چي په فېسبوک کي خپره سوې وه، حاضرينو ته ولوستله.
موسیقي
مشاعره چي پای ته ورسېده، نو داسي احساس کېدی لکه الفاظو چي خپل مسئوليت ادا کړی وي او اوس ئې د محفل واګي سُرونو ته سپارلي وي. انجينر صاحب هارمونيه راواخيسته، سُرونه ئې برابر کړل، او بيا ئې په خپل خوږ ږغ د سندرو يوه لړۍ پيل کړه.
د انجينر صاحب د سندرو ويلو د هنر يوه ډېره په زړه پوري ځانګړتيا دا ده چي دی د پښتو د بېلابېلو سيمو سندري يوازي وايي نه، بلکه د هماغو سيمو په ځانګړو لهجو ئې ادا کوي هم. که د پکتيا سندره وي، نو د ده په ږغ کي د پکتيا د لهجې رنګ راښکاره سي، که د کندهار نغمه وي، نو د کندهارۍ لهجې خوږوالی پکښي ګډ سي، او که د ننګرهار نغمه وي، نو د ختيځي پښتو نرمي او لطافت ئې په سُرونو کي راويښ سي.
محمدالله امیري صاحب هم د موسيقۍ د دې محفل واګي په لاس کي نیولې وې. ده په خپل خوږ او آهنګين ږغ ښکلي سندري وویلې او د سُرونو د دې روښانه محفل ډيوه ئې مړه کېدو ته پرې نه ښوده. د ده سندرو د ماښام ستړيا د موسيقۍ په نرمو څپو کي ويلي کړه.
وروستۍ شیبې
ورو ورو شپه ژورېده، سُرونه چوپېدل، او محفل هغه ځای ته راورسېد چي هلته تر خبرو چوپتيا ډېري خبري کوي. له ډنمارک څخه راغلو زموږ د ګرانو مېلمنو د بيرته تګ وخت را رسېدلی وو. موږ يو بل ته غاړي اولاسونه سره ورکړل، د خير دعاوي مو سره وکړې.
موږ هر يو پر خپله لاره روان سوو، خو داسي احساس کېدی لکه د محفل يوه برخه چي هر چا له ځان سره وړې وي. چا د يوې غزلي مصرعه، چا د يوې کيسې فکر، چا د يوه ملګري موسکا، او چا د هارمونيې هغه وروستۍ نغمه، چي د هوا له څپو څخه د زړه و موجو ته رسېدلې وه. زه هم په محفل کي داسي ډوب سوی وم چي د غونډي د پای وخت یاداشت کول مي ګردسره هېر سوه، خو د یوه بجه سوه، یوه بجه سوه ازانګې مي په غوږونو کي دېره دي…
شبِ صحبت غنیمت دان که بعد از روزگارِ ما
بسی گردش کند گردون، بسی لیل و نهار آرد