طالب منګل
محمد الله شيرزي د نورو علمي٬ مالوماتي او سیاسي تیوریو د کتابونو تر څنګ دوې شعري ټولګې درلودې٬ یوه شعري تولګه یې ماته ډالۍ کړې وه چې پسته٬ خوږه او زړه اوریدونکې شاعري یې درلوده.
خو په دې ورستیو کې د هغه له شعر سره شخصي احساس او درد ملګری شوی و. دده وروستي شعرونه لوستلو به تل خاموش کړم او هیڅکله مې د هغه شعر ته واه ارشاد او ډېر شکلی لفظونه نه شو لیکلی٬ ځکه هغه دا د ځان مرثیې بللې او هر څه یې د زړه او فکر په تار تړلي وو. په دو بیتونو کې هغه خپل حد څرګند کړی و٬ هم یې د خپل حالت تصویر کاوه او هم یې خپله مایوسي بیانوله:
لاس کې مې ګړۍ دومره آزاده شوه
نه راځي هغه چېرته، نه ورځمه زه چېرته
يه شېرزيه! ولويدې٬ کمزوری شوې
ستا د ژوند ډېوه چېرته، ياره شوله مړه چېرته
یوې اوږدې ناروغۍ د هغه حواس پرېشانه کړي وو٬ د ارام تمه یې درلوده خو هر څه د هغه ارام اخیستی و:
تمه مې ارام ته وي چې شپه به شي
ورځ کې خو دنيا لېونۍ شوې ده
دې مرض قرضدارۍ د دعاوو کړم
نه راځي شفا لېونۍ شوې ده
هغه د خپل ژوند په ښکلي او فلسفي مقصد نور پوه و٬ د ژوند تعریف ته رسیدلی و او په سړه سینه یې خپل ځان ته تسلي ورکوله:
دغه ژوند د غمو ډک
له هندارې نه نازک
تېرول يې بلا ګران
لکه ژمي کې باران
.
په ځان اخته شیرزی د نورو له جنجال هم اوزګار نه و او هغه ښار چې په ده ډېر ګران و٬ او ژوند یې باله خو له جنجالونو خالي نه و:
څه وهمونه څه کیسې دي پدې ښار کې
څه بدلې عقیدې دي پدې ښار کې
د صحرا په لورې کډې بارومه
څومره ګرانې ورځې شپې دي پدې ښار کې
شیرزي صیب د شخصي درد تر څنګ په ټولنه او وطن هم زړه بایللی و او داسې حال کې چې ځان یې د نورو د دعاوو قرضدار باله خو وطن ته یې دعا کوله:
خدای دې مه ورانوه، ښاد اوسې وطنه!
د دښمن سترګو ته باد اوسې وطنه!
د هغه د ملنګ له غزل مالومیږي چې هغه د خپل زړه د ننه خاموشي محسوسوله خو د خپلو خلکو په خوب یې هم پام و:
د کلي خلک نن ويده دي، ورونه مه ډبوه
ملنګه! ټول زړونه خپه دي، ورونه مه ډبوه
هغه ژوند مسولیت بللی و او دا مسولیت یې په پوهیدلو کې راټول و٬ هغه د خپل درد اخیري کیسه ډېره غمجنه خو په داسې انداز کړي لکه هغه چې هیڅ خفه نه وي او دا د الله ج تقدیر بولي:
د وطن د درد کیسې دي زه يې ژباړم
څه يې لنډې څه اوږدې دي زه يې ژباړم
لاس وهمه په څپو کې اوبه زياتې
د کښتۍ راتلل بهانې دي زه يې ژباړم
غزلبولې! سترګې وموښه سحر دی
د شېرزي ډېوې خو مړې دي زه يې ژباړم
د شیرزي صیب ملګري ډېر ځوانمرده دي٬ هغه په خپله د ملګرو ستاینه کوي چې تر اخیره یې ورسره ملاتړلې ده٬ خو د خپلو هیلو پوره کول په خپلو ملګرو کې ویني:
د بیړیو تسلسل دی سیند روان دی
سړی څه دی، په ملګرو باندې خان دی
زما هيلې دومره ځوانې دي شېرزيه!
چې هر نثر او غزل يې ترجمان دی
شیرزي صیب چې له یو سخت حالت٬ درد او بې وسۍ سره مخامخ و خو تل به یې د خپل ځان په اړه ډاډ ورکاوه٬ شکایت٬ فریاد او چیغې یې نه وهلې٬ د ننه خاموش خو د باندې د یو شور په توګه اوسیده:
اوښکې نه څڅوم، بل خندوم بوخت یم
شېرزی نه پرېږدي لا څوک پدې پېشه کې
شیرزي صیب لفظونه نه راټولول٬ هغه شعر د ژوند بیان ته ځانګړی کړی و٬ د هغه غزل په نرمښت، د فکر په ژورتیا، او د ژوند په فلسفي درک کې ځانګړی رنګ لري.
شېرزي صیب هر څه احساس کړي و خپلو وروستیو غزلونو په کرښو کې یې د ځان مرثیه لیکلې وه. هغه د درد، ناروغۍ، ستړیا او داخلي ماتې احساس په داسې ژبه بیان کړ چې چې نه په کې فریاد و او نه شکایت، خو یو باوقاره سکوت او د تقدیر منل په کې ښکاره وو.
د هغه شعرونه نه یوازې د عشق او حسن کیسې وې، ورسره یو ځای د ناروغۍ، ستړیا، مرګ، ټولنیز درد، او د وطن د زخمو غږ هم و. همدا وجه ده چې د هغه وروستي شعرونه د عادي شعر له چوکاټه وځي او د ځان مرثیې ته نږدې کېږي.
هغه د خپل شعر له مخې ډېر با وقار و او له خپل ځان سره تل په سوله کې اوسیده٬ د هغه د ژوند وروستي شعرونه د هغه له زړه راوتلي و٬ لوستونکو ته یې ډالۍ ورکړه او او د لفظونو دا احساس به یې تر ډېره د شعر په کرښو کې د تږي ګل په څیر ګرځي.
روح یې ښاد
*- دمحمدالله شیرزی لنډه پېژندنه:
*- محمدالله شېرزی د ارواښاد ډګروال شېرمحمد زوی چې په ۱۳۶۹ لمریز کال د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ خالبیسات کې دنیاته سترګې غړولی وې نن١٤٠٥/٢/٢٢=2026/5/12 یې له دې فانی نړۍ کډه بارکړه او ځان یې حق ته وسپاره
مرحوم په تحصیلي برخه کې د لیسانس دوه سندونه لرل، چې یو یې په ۱۳۹۲ لمریز کال د خوست شیخ زاید پوهنتون ژورنالېزم او دویم یې په ۱۴۰۲ لمریز کال د خوست دعوت پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی څخه په اعلی درجه ترلاسه کړي و.
برسېره پدې چې خدای بخښلی شېرزی له تېرو ۸ کالونو راهیسې په خوست ښاروالۍ کې دښې حکومتوالۍ دآمرپه توګه رسمي دنده لرله ، د ژورنالېزم او ادب سره یې دمینی له مخې ۱۵ کاله افغانی ټولنې ته د قدر وړ خدمتونه وکړل ٠
۱۱ کاله یې په خوست کې د ولس غږ راډیو او زرغون تلویزیون سره په مختلفو موقفونو کار وکړ ، ترڅنګ یې په مختلفو چاپي خپرونو او ویب سایټونو کې د ژورنالیزم ، ادب ، ټولنپوهنې، سپورت او نورو برخو کې له سلو زياتې مسلکي لیکنې خپرې شویدي .
په ادبي برخه کې یې د شعر او نثر دواړه برخې له ځانه سره لرلي ، چې دوه شعري ټولګې یې په نظمونو ، غزلونو ، څلوریزو او بیتونو ملامال دي او په نثر کې موضوعاتي مقالې ، ادبي ټوټې، لنډې کیسې او نور صنعتونه کارولي دي.
ورځ به په دنده او شپه به یې په لېکنو تېروله ، زما ښار د مهالنۍ مجلې مسولیت ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو کې د ټولنې د لوړتیا او ذهن جوړولو برخه کې یې نه ستړی کېدونکی هلی،ځلی او فعالیتونه ترسره کړیدي .
سره د دې چې شیرزي د عمر پخوالی ته نه و رسېدلی ، خو دخدای ورکړی قوی استداد ، لیاقت او د خپلو زیاتو کوښښونو او لېوالتیا له مخې ۸ چاپ او ۳ ناچاپ اثار لري.
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
د نمونې په ډول یې دغه د کلام بېلګه ده چې دناروغۍ په بستریې لیکلی و ، ستاسو حضورته ږدم:
*- مسته ده، هوا لېونۍ شوې ده
دلته څه بلا لېونۍ شوې ده
*- تمه مې ارام ته وي چې شپه به شي
ورځ کې خو دنيا لېونۍ شوې ده
*- دې مرض قرضدارۍ د دعاوو کړم
نه راځي شفا لېونۍ شوې ده
*- ما مې مايوسي په زور کراره کړه
زړه ته مې سودا لېونۍ شوې ده
*- ښکلي که لباس باندې نازونه کا
تا ته خو اداء لېونۍ شوې ده
*- هغه چې ژوندون مې پرې تړلی و
يه شېرزيه ! دا لېونۍ شوې ده
دا پورته معلومات د رحمت حسین هاروني له پاڼې کاپي شویدي