Homeخبرونهد افغانستان لپاره د ناروې نوي استازي له نړیوالې ټولنې سره د...

د افغانستان لپاره د ناروې نوي استازي له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اوسني حکومت د اړیکو غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه)  د افغانستان لپاره د ناروې نوي استازي بیورن هانسن  پرون (سې‌شنبې په ورځ، د ثور په ۲۲مه) د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کابل کې وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د سیاسي او سیمه‌ییزو موضوعاتو او همداراز د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

بیورن هانسن په دې کتنه کې وویل چې ناروې له افغانستان سره «تاریخي اړیکې» لري او غواړي د دې هېواد د ثبات په برخه کې «رغنده رول» ولوبوي. هغه د طالبانو د حکومت «امنیتي بریاوې» وستایلې او له نړیوالې ټولنې سره یې د افغانستان د بالفعله حکومت د اړیکو پر «عادي کېدو» ټینګار وکړ.

امیرخان متقي د طالبانو په وړاندې د ناروې د مثبت چلند ستاینه وکړه او ویې ویل چې باید له اوسني ثبات څخه استفاده وشي څو دغه پرمختګونه د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو د پراخېدو سبب شي.

ناروې له هغو لومړیو لوېدیځو هېوادونو څخه دی چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو له واکمن رژیم سره خپلې اړیکې پرې نه کړې. دغه هېواد هغه مهال هم چې طالبان له پخواني افغان حکومت او لوېدیځو ځواکونو سره په جګړه کې وو، په اسلو کې د طالبانو او د هغوی د سیاسي مخالفانو ترمنځ د څو پړاوونو خبرو کوربه‌توب کړی و.

ناروې همدارنګه د طالبانو ډیپلوماټان منلي، خو تر اوسه یې د طالبانو اداره د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...