Home+ربابي | اسدالله بلهار

ربابي | اسدالله بلهار

 کابو کرۍ ورځ یې د صافی لاند مارک هوټل په پورتنۍ پوړ کې په غونډې کې تیره شوه، صبور ته په غونډه کې برخه‌وال ټول لکه پیژندویه چې وي. خدازده ده ته ولي په غونډه کې اوریدلې مقالې یوه هم په زړه پورې نه وه دی ذهنأ ستړی ښکاریده. د غرمنۍ په مهال یې ګډوډۍ هم زړه ورتور کړی و.


په کوټه کې ایښی تلویزیون یې روښانه کړ. د ریموت تڼۍ کې کیښکلې، څو چیلنونه یې واړول را واړول، ناڅاپه شمیره د یوه کورنۍ تلویزیون په چینل ور برابره شوه. د همدې غونډې خبر د خپریدو په حال کې و. د غونډې د برخوالو تصویرونه یوې او بلې خواته کیدل. خپل تصویر یې هم ولید. ورو یې له ځانه سره وویل: – شهرت ښه نه وي، شکر دی زما عکس خو په کې داسې ښکاره شو چې له ما پرته نور څوک یې نه شي پيژندلای.  


دی لا د خبر د اوریدو او تصویرونو په ننداره بوخت و. ناڅاپه د کوټې په کونج کې په کوچني میز د ایښي تلیفون شرنګهار پورته شو. د تلویزیون غږ یې ټیټ کړ.
– بلی؟
 راځه چې ډوډۍ ته ورشو.
ده غږ وپیژاند، بیا یې لږ په لوړ ورته وویل: – زه به د تا کوټې ته درسم بیا به له هغه ځایه د ډوډۍ خوړلو سالون ته ځو…
– زه دې انتظار یم.
صبور ځان ستړی احساس کړ. دریشي یې ویاسته، له دې سره سم حمام ته ننوت، شاور یې په ځان ورخوشی کړ. کله یې چې خپل وطنی  کالي اغوستل، یوه خوښونکي بوي یې سپږمې وتخنولي، د ګلاب عطرو بوۍ، وپوهیده چې په کالیو یې میرمنې عطر شیندلي دي. ورو یې وویل: – مننه ګرانې، خدای دي خوشحاله لري.


د کوټې د وره کارت یې له ځانه سره راواخیست. را ووت او دروازه هم قفل شوه. همدا چې له خپل نوي پیژندوی ملګري سره د ډوډۍ خوړلو سالون ته ننوت پام یې شو د سالون په یوه سر کې په وړه چوتره ناست سړي په ځنګنو ایښی رباب ور پورته کړ.  ورو او په خوند یې وهل پیل کړ، صوبر غوږونه څک کړل، ربابی د رباب لاندې تارونو ته شهباز ور خطا کړ او دا سندره یې سمفوني کوله
که زه نه وای عشق به تا لره بلل څوک
په پالنګ به دې دا هسي در ختل څوک،
دې خواږه تړنګهاری دی کلونه کلونه شاته بوت او د کابل رادیو د پخوا وختونو د شومه دم انګازې پروګرام یې ور یاد شو. خو ورو، ورو یې ستړیا کمیده. ترخوا کې ناست ملګري ته یې وویل: د ټولې غونډې ستړیا مې ووته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...