Homeخبرونهازبک پلاوی د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې ګډون لپاره کابل ته...

ازبک پلاوی د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې ګډون لپاره کابل ته رسېدلی

تاند ( چهارشنبه د ثور/ غويي ۳۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې، د ازبکستان جمهوریت وزیرانو شورا د صنایعو پراختیا ادارې مشر ناظم جان خالمرادوف په مشرۍ یو دولتي او خصوصي پلاوی کابل ته رسېدلی.

یاد وزارت نن چهارشنبه ویلي چې، کابل ته د ازبکستاني پلاوي د دغه سفر موخه د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې ګډون او د اړیکو پراختیا ده.

سرچینې زیاته کړې چې، د ازبکستان راغلی پلاوی به له بېلابېلو طالب چارواکو سره وګوري او د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې به هم ګډون وکړي.

طالب چارواکو زیاته کړې چې،دغه پلاوی به د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ په سوداګریزو غونډو کې هم برخه واخلي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې ازبکستانی پلاوی به په بلخ او کندز ولایتونوکې له نساجي فابریکو او نورو صنعتي برخو هم لیدنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...